نظــر

دامریکاپه ضد دجهادي شخصیت مولوي محمدنبي محمدي دجهاداعلان (ویډیو)

250px-Mohammad Nabi Mohammadi11دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره باندي دجهادي ګوند (حرکت انقلابي اسلامي افغانستان)امیر مرحوم مولوي محمدنبي محمدي په ږغ کې یوږغیز پیغام خپور شوی ،په پیغام کې دامریکایانو او دهغوۍ دمتحدینو له لوري په افغانستان تیری په سختو ټکو محکوم شوی ،په پیغام کې دافغانستان په ولس ږغ شوی چې دیرغل په خلاف راپورته شي او وسلوال جهاد پیل کړي.

له پیغام سره په یوه مل خبر پاڼه کې ویل شوي چې داږغیز پیغام له مرحوم مولوي محمدنبي محمدي څخه دنوموړي دژوند په وروستیو وختونو کې ثبت شوی، په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ځیني استفاده جویو او ماده پرستو کسانو دنوموړي له دې ناروغ حالت نه په استفاده یوه داسي جعلي پاڼه ترتیب او نشر کړه چې مرحوم محمدي صاحب ګواکې دکابل رژیم ملاتړ کړی او دکابل ادارې مشر حامد کرزي ته یې دمبارکۍ پیغام لیږلی،خودنوموړي دې صوتي وینا او داشغال په ضد دجهاد فتوی، داسلام ددښمنانواوخودغرضه خلکوټول پوچ تبلیغات اومنفور غرایز شنډاو پرهغویې دبطلان کرښه راکش کړه

دیادونې وړ ده ، دا ږغیز پیغام په ډیر مناسب وخت کې ،یوه ورځ مخکې ترهغه نشر کیږي چې په سبا یې دامریکا له یرغلګر هیواد سره دامنیتي تړون دسندلاسلیکولو پرسر لویه جرګه دائریږي .

دا صوتي پیغام چې دالاماره ویب پاڼې له رسمي ادرسه رسنیو ته لیږل شوی یوه کاپی یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې .

دلاندي ورکړل شوي لینک په وهلو سره ویډیو مخامخ کتلی او کښته کولای شئ

https://archive.org/details/MawlwiMNabi

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x