افغانستان

ولسمشر غني تېره شپه د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې باندې چاپه واچوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني تېره شپه ناوخته د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړله او څو مسوولین وظیفې چې د دندې پر مهال موجود نه و، يې وځنډولې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پولیسو نهمې امنیتي حوزې ته د ولسمشر غني د ورتلو پر مهال یو شمېر مسوولین د حوزو د اصولو او لوایحو د تنظیم چارو خلاف په خپلو دندو کې موجود نه و.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر هغو منسوبینو ته چې وروسته دندې ته حاضر شول وویل چې « خلکو ته د خدمت کولوطریقه دا نه ده، ځکه هره ورځ د انسان تښتولو او غلا څو جنايي پېښې کېږي او دا په دنده کې ستاسو د ناغېړي له امله ده.»

اشرف غنی د نهمې حوزې د آمر او د دې حوزې د ټولو هغو مسوولینو دندې وځنډولې چې حضور یې نه درلود او د دندې په ترسره کولو کې یې تنبلي کړې وه.

ولسمشر د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې موضوع ژر تر ژره وڅېړي او خپل راپور د وروستیو اقداماتو لپاره جمهوري ریاست ته وسپاري.

که څه هم د ولسمشر دغه اقدام له یوې خوا ستایل شوی خو له بلې خوا پرې نېوکې هم شوي او په وینا یې غني نه د مایکرو منجمنټ (وړو کارونو اداره) په کولو سره د غټو کارونو د ترسره کولو پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اشرف غنی د ریاکارانه چاپی په اړه : لمړی : تر ټول دمخه غنی ولی لمړی چاپه د ع او غ په حکومت یا په ارګ نه وهی ، چه د مظلوم اولس رایوی یی په خکندازو کی وغورزولی چه د ملت د ګداګری څو میلونه ډالری ورباندی خرڅ شوی او حتی ډیرو پکی وینی هم توی شوی او د ځینو پکی هغه ګؤتی غوځی شوی چه ع او غ ته یی پری رایه ورکړی وه . او دوی د خپلو بادارانو له خوا د هغو بادارانو به سفارت کی د بادارانو د یو وزیر له خوا د هغوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x