کور پاڼه / د نن سرمقاله / بهرني مشاورین د جګړې په لومړۍ کرښه کې!

بهرني مشاورین د جګړې په لومړۍ کرښه کې!

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: تیره ورځ په کندهار ولایت کې د یوه برید له امله ۴ تنه رومانیايي پوځیان ژوبل شول.

یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې کله د رومانیايي ځواکونو د ګزمې موټر د طابانو له لوري پر یوه ځای پر ځای شوی ماین ور برابر شو.

د طالبانو رسمي سرچینو د یادې پیښې پر مسؤلیت منلو سربیره په برید کې د ۶ بهرنیو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی .

خپلواکو سرچینو په داسې حال کې چې د ماین چاودنې په دې پیښې کې یې د رومانیايي پوځیانو د لیږدوونکې وسیلې د له منځه تلو پخلی کړی خو په هغې کې سپاره پوځیان يي یواځې ژوبل یاد کړي.

په هر صورت دلته زمونږ د بحث اصلي موضوع د بهرنیو مشاورینو ده چې د جګړې په لومړی کرښو کې د پوځي ماموریت د ترسره کولو په مهال وژل کیږي.

هغه مشاورین چې هم امریکایان او هم د ملي یووالي حکومت د هغوی ماموریت یواځي په سلا او مشوره ورکولو پوري محدود بولي.

د ۲۰۱۴ کال په پایته رسیدو سره امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړ او کوم پوځیان چې دلته اوسي د هغوی مسؤلیت به افغان ځواکونو ته په سلا او مشوره ورکولو کې محدود وي.

خو د سږکال په پیل کې بارک اوباما په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته په مشوره ورکولو سربیره نوي پوځي صلاحیتونه ورکړل .

په دغو صلاحیتونو کې بهرني ځواکونه کولای شي د وسله والو طالبانو په خلاف هوايي بریدونه تر سر او د اړتیا په وخت کې د افغان ځواکونو پوځي مرسته وکړي ، همدا لامل دی چې هغوی اوس بیرته د جګړې لومړیو کرښو ته ځي او هلته د داخلي ځواکونو په ملاتړ په پوځي فعالیتونو کې برخه اخلي.

په کندهار کې د رومانیايي پوځیانو د ژوبل کیدو پیښه د خپل نوعیت دوهمه پیښه ده چې د هیواد په جنوب کې تر سره کیږي ، نیږدي یوه میاشت وړاندې د هلمند په ولایت کې دوه تنه امریکايي پوځیان له طالبانو سره په مخامخ نښته کې ووژل شول.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر پرشاتګ او د هغوي د پوځي ماموریت تر ختمیدو وروسته د جګړې کرښو ته د هغوی بیا مخه کول په افغانستان کې د امریکايي پوځي ماموریت او جګړې غزولو ښکاره بیلګې دي چې دلته يي تر بل هروخت زیات امنیتي بی ثباتي رامنځته کړې .


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. بهرن مشاورین ځکه په لمړی کرښه کی دی ، په افغان عسکرو چه د خپل مظلوم اولس سره د حنګ کولو باور نه لری ۱۵ کلونو کی که لیونی او ماشومان هم وی پوهیږی چه مونږ د کفری اشغالګرو له خوا ( چه صلیبی جنګ یی د اسلامی نړی به مقابل کی اعلان کړی ) اشغال شوی او خپل ناوړه او مفسد کالی څټی یی راپاندی تپلی هغوی د مقاومت په مقابل کی نه یواځی جنګ نه کوی بلکه وسلی او مهمات هم ورکوی ، اشغالګرو چه د دی پروژی او زمونږ د غلامولو د پاره په تریلونو ډالر خرڅ کړی او خپل غریب راولی او مونږ پری وژنی ، خپله رسمی ماته ورته تاوان او شرم شکاری فکر کوی که د جنګ لمړی کرښی ته نه ځی جنګ یی بایللی له کابله یی هم پسی اخلی نو جبرا یی دا کار ومنلو . مګر له دی خبر نه دی که دا جنګ څو پیړی هم ونیسی افغانان نه تسلیمیږی دی هیواد ته د لویو هغو قدرتو هدیره ویل شوی چه د الله ج د عسکرو په ضد جنګیږی