نظــر

کرزی هم تر”سره بيرغ“ لاندي دی!

وايي چي په پخوانۍ زمانه کي يوه پاچااعلان وکړ چي سبا د ښار ټول خلک مکلف دي چي زما په حضورکي به راجمع کېږي او په ميدان کي د دوو بيرغونو څخه تر يوه لاندي به درېږي، هغه خلک چي له خپلو ښځو څخه بېرېږي تر سپين بيرغ لاندي به درېږي او هغه چي نه بېرېږي تر سره بيرغ لاندي به درېږي ! ، سبا د ښار ټول خلک د پاچا په حضور کي حاضر سول او ټول تر سپين بيرغ لاندي ودرېدل يوازی يو سړی تر سره بيرغ لاندي ودرېد ، پاچا حيران سو چي دا څرنګه دلاوره سړی دی چي په ټول ښار کي يوازی دی تر سره بيرغ لاندي وردېد ؟ 

پاچا امر وکړ چي دا سړی زما حضور ته راولئ ! کله چي سړی د پاچا مخ ته حاضر کړل سو پاچا په ډېر حيرت ورڅخه وپوښتل چي ته څنګه د ټول ښار پرخلاف ترسره بيرغ لاندي ودرېدې ؟ آیا په ټول ښار کي يوازي ته له ماندينې څخه نه بېرېږې ؟ سړي په ډېر عجز پاچاوويل : کله چي زه سهار له کوره راوتلم ماندينې راته وويل که تر سره بيرغ لاندي نه وې درېدلی پښې به دي غوټي درماتي کړم ! ! نو زه ددې له وېري ترسره بيرغ لاندي ودرېدم !!

د کرزي په ګډون د ډېرو رژيمونو مشران د امريکا د ګټو ساتونکي او ښکاره غلامان دي خو هغوي بيا له کرزي څخه ظاهراً توپير لري، هغوي په نړيوالو او سيمه ايزو رسنيو کي د امريکا نوم په خورا احترام اخلي او خپلو خلکو ته دا کړنه د متقابل احترام مراعاتول ښيي، خو کرزی نژدې په هره بيانيه ، اعلاميه او کنفرانس کي امريکا او متحدينو ته يې داسي  څرګندوني کوي چي له لغازونو، لفظي بريدونو او پاروونکو خبرو ډکي وي، له امريکاسره د نورو رژيمونو دمشرانو احترامانه چلند او په ښکاره يا ضمني شکل د امريکادغلامۍ منل هغوي ته ځکه ډېره صدمه نه رسوي چي په هغو هېوادونو کي امريکايي فوځي ښکېلاک وجود نلري او مشران يې خلکو ته د واکمنانو په شان ښکاري مګر په افغانستان غوندي هېواد کي چي کاملاً د امريکا تر فوځي يرغل لاندي دی له امريکا سره  د رژيم د مشر احترامانه چلند تاواني اغېزلري او د يرغلګرو ګټو ته نهايي تاوان رسوي  بناءً امريکايانو کرزی په زور ترسره بيرغ لاندي درولی او د هغه فرمول له مخي چي “  دغلام ژبه د بادار وي “  کرزي مجبوراً امريکايي ضد موقف نيولی او دا ډول څرګندوني کوي.

امريکايانو د کرزي له دغه موقف څخه تېرڅو کلونه ډېري ګټي اخيستي او په راتلونکي يې هم کېداي وکاروي ، هر وخت چي امريکايانو پر ملکي وګړو بمبارد کړی او يا يې ښځي او ماشومان په شهادت رسولي د کرزي په همدې پروپاګند يې د مظلوم اولس ږغ  ور ورک کړی او دده له څو نيوکو او اخطارونو سره نورحساب خلاص سوي او پدې ډول يې خپلو بادارانو ته قضائي مصئونيت اهداء کړي دی.

مشورتي جرګه او پر امريکايي غوبل کاڼه غوږونه :

لکه چي مخکي مو وويل امريکايانو کرزی ځکه ددوي  پرضد د ترخي لهجې کارولو ته اړ کړی چي په مهمو مسائلواو نازکو حالاتو کي ورڅخه  ګته واخلي ، د همدې ګټو په لړ کي يوه له عدلي تعقيب څخه د خوندي توب مسئله ده چي په مخکنيو هوايي بمباريوکي د اولسي وګړو دشهادتونو په برخه کي يې ورڅخه کافي ګټه اخيستې او اوس دادی د مشورتي جرګې له لاري بيا همدا کار په کوي.

کرزي نن په مشورتي جرګه کي د خپلي ويناډېره برخه پردې را څرخوله چي دغه تړون زموږ لپاره ډېراړين اوګټور دی او د دغي ګټي دترلاسه کولو لپاره بايد د امريکايانو د چاپو، بمباريو او بدمعاشيو په هکله غوږنه کاڼه واچوو او دوي ته پوره ډاډ ورکړو چي موږ ستاسو پردغو کارونو کوم انتقاد اونيوکه نلرو.

قاري محمد يونس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x