
د ښکلا چم/ عرفان الله عرفاني
عرفان الله عرفاني
موږ جنګيالي يو جنګ په جنګ ختموو
دلته پردي ټول څنګ په څنګ ختموو
ښکلي زلمي لري دا ښکلی کلی
د ښکلا چم کې هر بدرنګ ختموو
د تورې شرنګ سره الله يادوو
د مطرب ډول د رباب ترنګ ختموو
موږ مسلمان علمبردار يو د حق
کفري قانون غربي فرهنګ ختموو
د خدای په کور کې کړو په جهر آذان
د کليسا د ناقوس زنګ ختموو
چاته چې کړی موږ ريښتنی اشر
هر زبر ځواک په يو غورځنګ ختمووو
يو مو معبود دی بل معبود نه منو
د شرک کلا په خپل کولنګ ختموو
د (عرفاني) شعر په مينه اورو
د موسيقي ساز او آهنګ ختموو