لنډه کیسه: آخر زه هم انسانه يم

afghan_talking_on_mobileليكوال : محمد هارون فيضي

۱۳۹۰-۵-۹

هوسۍ چې په تيليفون كې خبرې كولې، د سراى د دروازې كړپ يې واورېد او خپله وروستۍ جمله يې په تلوار وويله :

–  بيا وروسته زنګ راته ووهه پلار مې راغى.

پلار يې په سراي كې پر هواره سوې كمبله كښېناست ،مور يې د چايو پتنوس ور ووړ :

– ستړې مسې، په خير راغلې؟

–  هو، راغلم اوږه مې هم سپكه كړه

– هغه څنګه؟

– هوسۍ مې وركړه

– څه ؟ چيري ؟ چا ته ؟

هوسۍ چې د خپل پلار دا خبره  واورېده  ولړزېده ،

– خپل يوه ملګري ته مې وركړه، ښه كارو بار يې دى او هغه ولور چې ما غوښتى راسره يې ومنل، تر دې نو ښه ځاى بل نه پيدا كېږي .

– نو ستا د ملګري زوى څه كار كوي ؟

– د هغه زوى ته نه، هغه ته مې وركړه

– څه ؟

– هو، هغه خپل زوى ته تېر كال واده كړى و.

د هوسۍ مور چې ډېره وارخطا سوې وه د سترګو تر كنجو به يې د خوني خوا ته وكتل، چې هوسۍ خو به دا خبري نه اوري .

كله چې يې مور خوني ته ورغله ګوري چې هوسۍ په يوه كنج كې ناسته ده او سترګي يې د ژړا څخه سرې سوې دي،خپلي مور ته يې وويل :

– زه دا واده نه كوم .

– ګوره لورې! زما څه په وس پوره دي، څنګه چې  دې پلار غواړي هغه به كېږي .

– نه، اوس بۀ هغه كېږي چې زه يې غواړم .

– داسي مه وايه زويه! پلار دې اوس د هغه خلګو سره  اوكې   OK  كړې ده، بد كار دى

– مورې، اجمل كه غريب و خو زما خوښ و، ولي مو هغه ته ورنه كړم ؟

– د پلار دې خوښه نه وه، ويل يې ساتلاى دې نسي او ولور هم نسي ادا كولي.

– ښه، نو دا سپين ږيرى ما ښه ساتلاى سي،  ساتل يوازي په پيسو كېږي؟ بل  هغه خو ښځه او اولادونه هم لري، زما ژوند او ارمان ته هيچا پام و نه كړ .

پلار يې په درب سره د خوني دروازه  ووهله او خوني ته راننوت :

– ګوره !  آ    انجلۍ! كه مې بيا داسي خبري واورېدلې نو بيا به زه در سره جوړ سم،  ته دومره بې حيا سوې يې چې د خپل واده په هكله خبري كوې، نه شرمېږې؟

***

سهار كله چې د هوسۍ پلار له  كوره وتى، نو د هوسۍ مور  و رته و ويل :

– هوسۍ  ډېره خوابدې ده

–  د واده په شپو ورځو كې هره انجلۍ خوابدې وي، سمېږي

هوسۍ هم دا خبري اورېدې او انتظار  وه چې، د پلار له خولې د دې دوستۍ د ړنګېدو خبره واوري، خو داسي و نه سوه

هوسۍ ډېره غمجنه او غصه سوې وه، خپل تيليفون يې راواخيست او خپلي خوني ته ننوته، ماښام چې يې پلار كور ته راغى، نو يې د هوسۍ مورته و ويل :

– سبا خلګ راځي او شيريني وړي، تياري  ونيسه

هغې بيا ورته و ويل :

– يو ځل به دې بيا فكر كړى واى، انجلۍ ډېره خوابدې ده، ټوله ورځ  يې په خونه كې تېره كړه

– بس كه! ډېري خبري مه كوه، خپل كار كوه، اوس به زه د دې سره مشوره كوم چې د چا سره واده كوې او چا ته دې وركړم؟ ځه، ځه .

سهار  سو د هوسۍ پلار او مور په سراى كې د مېلمنو لپاره په تياري بوخت وه، ده خپلي مېرمني ته وويل :

– هوسۍ ته ور ږغ كړه چې په كارو كې درسره مرسته وكړي

– هوسۍ لورې!  آ هوسۍ!لورې! دروازه خلاصه كړه

خو  د خوني څخه كوم ږغ پورته نه سو، پلار يې هم متوجه سو او راغي په زوره يې ور ږغ كړ :

– هوسۍ!  آ هوسۍ!  راووځه،  وايم راووځه

دروازه يې په لغته ووهله دروازه خلاصه سوه، خو په خوني كې څوك تر سترګو نه سول، د هوسۍ پلار او مور هك پك سول، يو بل ته يې وكتل مور يې په ژړا او چيغو سوه :

– آ لورې! څه سولې چيري ولاړلې؟

په دې وخت كې د خوني د يوه كنج څخه د تيليفون د زنګ ږغ پورته سو  دوي چپ سول او د تيليفون پسي يې دېخوا او هاخوا وكتل  پيدا يې كړ دا د هوسۍ تيليفون و پلار يې تيليفون راپورته كړ  د تيليفون پر صفحه د اجمل نوم ليكل سوي و پلار يې ډېر په غصه سو د اوكې  ټني يې وركښېكښله  او په درد سره يې وويل .

-آ وايه كوم يو يې ، څه وايه ؟

– بلې پلاره،  زه…… زه … هوسۍ خبري كوم

– آ د حيوان لورې، چيري يې؟

– پلاره! زما خبره واوره

– زه ستا خبره نه اورم، تا دومره جرات وكړ چې په خپل سر له كوره وتلې يې،چيري يې چابكه راسه !

– نه پلاره! زه په خپل سر نه يم وتلې، تا زه  وايستلم، كه تا زما د ژوند په اړه يو څه فكر كړى واى،او ما ته دې د انسان په سترګه كتلي واى، نو ما به هيڅ كله هم كور پرې ايښى نه واى

-ګوره لورې!  اوس هغه خلګ راځي ژر راسه ، مه مې شرموه.

– پلاره! ماوبخښه، زه به نور ستا و  كور ته در نه سم ،اخر زه خو هم انسانه يم، د خپل ژوند حق خو به لرم، زه هم ارمان لرم، غواړم چې په خپله خوښه ژوند وكړم، خو كه تا د اجمل مركه منلې واي او د پيسو غم دې نه واي كړى، نو دا ورځ به تا نه واى ليدلې، زما او ستا عزت به خوندي واي .

– ګوره هوسۍ لوري

– د خداي په امان پلاره.

-هوسۍ هوسۍ………………………..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.