افغانستان

مژده: زه خبریال یم او له هر چا سره اړیکې نیولی شم

نن ټکی آسیا: په کابل کې د (یک) تیلویزوني شبکې هغه خبرې چې ګومان کېږي د سیاسي چارو د کارپوه احمد وحید مژده او د طالبانو د یوه لوړ-پوړي مطبوعاتي چارواکي ترمنځ مخابره شوي؛نشر کړې.

ښاغلي مژده له خپل مخاطب لوري سره په خبرو کې د امنیتي تړون په اړه چې د ده په خبره یوه کاپي یې ده هم ترلاسه کړې، توضیحات ورکوي. ښاغلی مژده په احتمالي ټیلفوني اړیکې کې د مقابل لوري د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې تړون پر سره په امریکا کې چا مذاکرات کړي او څه بحث پرې شوی. وايي، په امریکا کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي ولسمشر کرزي ته د امنیتي-دفاعي تړون د مسودې استولو په ترڅ کې پر دې زیات ټېنګار کړی چې امریکا ورسره هېڅ ډول تعهداتو ته ژمنه نه ده. لکه د شپنیزو عملیاتو ترسره کول، د خپلو عسکرو محاکمه ، اقتصادي او پوځي مرستې او همداراز نورو مسایلو کې .

که څه هم د کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا څو ورځې وړاندې په ولسي جرګې کې د لومړي ځل لپاره له دې موضوع څخه پرده پورته کړه. خو د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې دا د ښاغلي سپنتا یوه مطبوعاتي چل- چمبازي وه،چې ګواکې له امریکا سره د کېدونکي تړون پر د ولسي جرګي د غړو د پوښتنو-ګرویږنو او انتقادونو لوری بدل کاندي.

په یک تیلویزون کې د ښاغلي مژده د خبرو تر خپرېدا سمدستې وروسته نوموړي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې له طالب لوري سره خپل تلیفوني تماس تایید کړ او زیاته یې کړه چې د یوه خبریال او سیاسي شناند په توګه حق لرم چې له هر لوري سره اړیکې ونیسم او هم ورسره پر ځينو مواردو د نظر تبادله وکړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x