ټولنیزه برخه

ښځه او مشوره

وایې چي خسرو بن ابرویز د ماهي غوښه خوښوله یوه ورځ له خپلي ميرمني شیرین سره ناست وو، ماهيګر یو غټ ماهی ورته راوړ مخته یې ورته کیښود، خسرو ته یې زیات خوند ورکړ او د څلورزره درهمو فرمان یې ورته صادر کړ، شیرین ورته وویل چي دا دي څومره بدکار وکړ! خسرو تري وپوښتل چي ولي؟

 

دې وویل ځکه چي که لدې وروسته دومره مقدار خپلو فوجیانو او سپاهيانو ته ورکړې هغوي به یې ډیر کم وبولي او وایې به چي دا خو هغه حساب ده چي ماهيګر ته یې ورکړی وو.

خسرو وویل اوس خو مي ورکړو او د پاچا لپاره دا بده ده چي خپله ورکړه بیرته اخلي، شیرین زیاته کړه زه یې د واپسي چل درښایم: دا ښکاري راوبوله او ورته ووایه چي دا ماهي نر وو؟ که ښځه؟ که یې ویل چي نر وو نو ته ورته ووایه چي زما خو ښځینه ماهی په کار وه دا بیرته واخله، او که یې درته وویل چي ښځه وو نو ورته ووایه چي زما خو نر ماهی په کار ده دا بیرته واخله.

پاچا له مشوري سره سم ماهيګر را وبلل او کټ مټ تپوس یې ترې وکړ، ښکاري ډیر ځیرک وو او په ځواب کي یې ورته وویل: صاحب! الله دي ستاسو عمر زیات کړي دا ماهی نه نر وو او نه ښځه بلکي نرښځی وو، پاچا وخندل او ورته یې څلورزره درهم نور منظور کړل، ښکاري خزانچي ته لاړ او اته زره درهم یې تري واخیستو په کڅوړه کي یې واچول او په غاړه یې واړول روان شو په لاره تري یو درهم ولويد ده کڅوړه له غاړي کوزه کړه هغه یوه روپۍ یې واخسته او بیرته یې پکي واچوله خسرو او شیرین ورته ګوري شیرین بیا پاچا ته ورپه غوږ شوه چي وګوره دومره کنجوس ده هغه اته زره درهم یې د یوي روپۍ لپاره له غاړي ښکته کړل او هغه یوه پیسه یې هم د پاچا په غلامانو ونه لوروله، خسرو بیا د شیرین له خبري متأثر شو او ماهيګر یې بیا وغوښت ورنه یې د دي کار وپوښتل چي ولي یې داسي خسیس کار وکړ؟

ماهيګر بیا ورته وویل الله دي ستاسو عمر دراز کړي دا یوه پیسه مي د دي لپاره را پورته نه کړه چي زما دلته پېرزو نه وه، بلکي د دي پیسې په یوه مخ د پاچانوم او په بل مخ یې د پاچا تصویر ده زه ویریدم چي دلته به څوک په ناخبري کي پرې پل کیږدي د پاچا د نوم او تصویر اهانت به وشي او مسؤل به زه یم، د پاچا یې خبره خوښه شوه او څلورزره درهم یې نور ورته منظور کړو، ماهيګر لاړ او دوولس زره درهم یې له ځان سره واخیستو.

وروسته لدینه پاچا په ټول ملک کي اعلان وکړ چي هیڅوک دي له ښځي سره مشوره نه کوي او نه دي د ښځي په مشوره کار کوي ځکه چي یو درهم به یې په دوه تاواني شي.

“التبر المسبوك في نصيحة الملوك”جــ1صــ131”

رحیمزی صاحبزاده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x