
کندوز : نفوذي عسکرو د ملي اردو ۱۲ تنه عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۵ل):د کندز ښار زاخېل خمدان سيمه کې د ملي اردو په يو بېس کې دوه تنه نفوذي عسکرو د ملي اردو ۱۲ تنه عسکر وژلي.
د سپين زر زون قومندان عزيز کاموال وايي : په ياد بېس کې ټول ټال ۱۴ تنه د ملي اردو سرتيري اوسېدل چې له جملې يې دوو تنو خپل ۱۲ تنه ملګري وژلي.
بريد کوونکي له سيمي په تېښته بريالي شوي.
کاموال زياتوي چې ياد دوه تنه د تخار او شبرغان اوسېدونکي وو.
چارواکي وايي د ياد بريد جزئيات به له تحقيق او څېړني وروسته خپاره شي.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی ، دوی وايي بريد تېره شپه شاوخوا دوې بجې د دوی نفوذي کسانو کړی ، په پايله کې يې ۱۳ تنه وژلي او پوسته يې نيولې.


