نظــر

بل مهاره لوبي کمزوري لوبغاړي

نړیوال سیاسي اونظامي ابرقدرتونه هغه اژدهاوي دي چه قومونه یې قومونه ترستوني تیرباسي ‘اوهیوادونه یې پوره پوره ملکونه ګیډي ته کوي.

د هر زورور او سترګور همدا هیله آرزو وي چه دنړۍ پر ډیره ځمکه او هیوادونو قومونو حاوي وګرځي. دهمدې خواهش او هیلي د سرته رسولو په لاره کښي له راز راز چلونو حربو امکاناتو وسایلو او اسلحو څخه کار اخلي. اوپه تدریجي شکل له افرادو او اشخاصو نیولی ورپسی قومونه بیا ملتونه او پوره پوره  هیوادونه په بډ وهي.

پر مختللي هیوادونه د خپلو زیاتو وسایلو او امکاناتو په مټ هیوادونه اشغالوي او پایمالوي. او خپلو اهدافو او موخو ته ځانونه رسوي.

خو کمزوري هیوادونه  دخپلو وسایلو جنګي او تخنیکي امکاناتو دلاس ته راوړلو په خاطر بی ګودره دی لوبي ته ځان ورګډوي. او د یوه قدرت په اوږه دبل قدرت دپاره ټوپک ګرځي.
دي کښي شک نشته چه دخپل پرمختګ بقاء او تحفظ جګړه د هیوادونو د بنسټیزو انساني حقوقو څخه شمیرل کیږي. ولي بدبختانه ډیری وخت دا ډول بل مهاره لوبو کښي قومونه ملتونه هغه خپل لږ ډیر قوت هم له لاسه ورکوي. او خدای مکړه له یو داسي برخلیک سره هم مخ کیدای شي چه دنړئ له کښندي څخه کیوزي. او د تاریخ پر پاڼو دیوه تللي قوم په نامه ثبت شي.

ویریږم ګنا دا لاس او پښې وهونکې دربدره ولي د ابر قدرتونو دپاره ویده ګواښ ملت چیري دداسي غیرو مناسبو علایقو په ټس کښي په دغه برخلیک اخته نه شي.

مونږ دکانونو معدنونو قدرتي طبعي زیرموخاوندان’ مونږدغوره جغرافیایي موقعیت څښتنان ‘مونږزحمت کش خواري کش قوم افغانان اوترهغه وربالا پاک سوچه یوه نظریه یوه عقیده یو مذهبه مسلمانان سره له دی ټولو هستیو او لوریېنو خالي لاس اوشکیدلې ګریوان؟

مونږپه یوبل دبدظنه کیدو’دیوبل دبدنامه ولو ترټلو رټلو ښکنځلو او سپکولو هنرښه زده دی.

مونږ په یوه کوڅه راسترپه یوه چاپیریال کښې راتربیه اوپه یوه مدرسه کښي تعلیم یافته ولي دیو بل وینو ته تږي ناست یو.ولي دیوه اوبل دمرګ دجوازفتواوي لټوو.

په هغوکلوکوڅو اوچاپیرچل کښي مونږ پخواډیرپه اسانئ سره دیوبل ویني تویولې شوای.نه پوهیږم هغه دمیني محبت عاطفې روادارئ اوزغم هغه قیمتي جذبې ولي زمونږ له مینځه په ختمیدو رواني دي؟

مونږ ته ددی سوال ځواب لټول په کاردي.

عبد الحکیم جوزجاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x