غزل/ جلال امر خېل

جلال امر خېل

مړاوې شمعې به لمبې راته کولې
چا د ستړي ژوند کیسې راته کولې

ما د زړه د رباب راګ ته ګوتې وروړې
تا چې داسې زمزمې راته کولې

خپلې مور خو مې دعا راته کوله
چا که هر څومره ښېرې راته کولې

ستا انکار نه پس بیا ځان سره چې مخ شوم
ستا خبرې ائینې راته کولې

تا به ما سره خبره وای منلې
تیراوالو به جرګې راته کولې

ما یې مړی د احساس ورته ژړلو
دوی زما د خولې پېښې راته کولې

زه به ستا د کور نوکره وم جلاله!
تا به خپلې یارانې راته کولې
ـــــــــــــ
جلال امرخېل


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ