افغانستان

اسوشيټډ پریس: د سولي شورا غړو له ملا بردار اخوند سره کتلي دي

نن ټکی آسیا: اسوشيټډ پریس اژانس خبر ورکوي، چې د سولي شورا هغه پلاوي چې د سه شنبې پر ورځ يې پاکستان ته سفر کړی و او پرون ناوخته بېرته کابل ته ستون شو، له ملا عبدالغني بردار سره کتلي دي.

سرچېنه، د پلاوي د یوه غړي له خولې،د هغه د نوم د نه د ښودلو په شرط لیکلي،چې یاد پلاوي د ښاغلي ملابردار اخوند ترڅنګ له یو شمېر نورو بندي طالب چارواکو سره هم خبرې کړي دي.
د یادونې وړه ده چې رسنۍ پاکستان ته د سولي د عالي شورا په دې نااعلان شوي سفر تېره ورځ خبري شوې.
سرچینې ته پاکستاني چارواکو له طالب چارواکو سره د سولي شورا د غړیو د لیدنې-کتنې پخلی کړی؛ خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې .
تر دې مهاله هېڅ لوري دا لیدنې-کتنې رسماً نه دي تایید کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x