کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۲برخه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۲برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

عقل څه شی دی؟ دا د الله جل جلاله یوه ورکړه ده، د یوه شي حقیقت او ماهیت معلومولو ته عقل وایي، چې د منطق او استدلال په دایره کې وي. د جرمنی ممتاز شاعر او ناول لیکونکی نوالس (۱۷۰۴- ۱۸۰۱ ع) وایي: آیا د محمد صلی الله علیه وسلم وجود پر خدای باندې په غیبو سره د ایمان ښه نمونه نه ده؟ آیا د ده راتګ د الله تعالی د وجود ثبوت نه دی؟ ځکه چې دا یو فطري امر دی او د ده په راتګ سره ظلمت ولاړه او رڼا راغله، دا ډېر لوی نعمت دی، نو ځکه پر ده باندې فرض وه چې دا ښکلی پیغام ټول بشریت ته ورسوي، دا د کلمې لومړۍ برخه ده (لااله الاالله) او دوهمه برخه یې (محمدرسول الله ) دی او معنا داده، چې ده ته دالله پیغام راتللو او دی په دې باندې مامور  ؤ. کله چې بې بې خدیجې د ده هغه کیسه واوریده چې په غار حراء کې ورسره مخامخ شوی ؤ؛ نو په آخر کې هغې د ده د ټولو خبرو تائید او تصدیق وکړ.

داسلام په لومړۍ مرحله، درې کلونو کې صرف ۱۳ کسانو د ده پیغام (اسلام) قبول کړ، محمد صلی الله علیه وسلم له صبر او حوصلې څخه کار اخیسته، ځکه چې ټولو به د ده دعوت تمسخر باله، خو بل لور ته د ده حوصله او کلک هوډ دا هر څه جذب کړل، محمد صلی الله علیه وسلم به ویل:
که مې په ښي لاس کې لمر او په کیڼ لاس کې سپوږمۍ کېښودل شي، چې داسلام دعوت او تبلیغ پریږده؛ هیڅکله به له دې کار څخه منع نشم.
که څه هم محمد صلی الله علیه وسلم ته د کفارو او مشرکینو ګواښونه د حضرت بې بې خدیجې او د ابوطالب له مرګ وروسته ډېر شول او دوی ټولو د ده د مرګ پوره تکل کړی ؤ، خو د ده تدبیر ورباندې پیاوړي ؤ، ځکه چې دا یو الهي رالېږل شوی پېغمبر ؤ.

یو ځل د نبوت په ۱۳ کال د مکې کفارو او مشرکینو له ۴۰ قبیلو څخه یو، یو مشر منتخب کړ، چې محمد صلی الله علیه وسلم له منځه یوسي؛ خو هغه مدینې منورې ته هجرت وکړ، په دغه وخت کې دی د ۵۳ کالو ؤ، چې اسلامي کلیزه هم له دغې ورځې څخه پیل شوه او دا د میلادي کال ۶۲۲ نېټه وه. مدینه منوره له مکې څخه ۳۲۰ کیلومتره لیرې ده، هلته د محمد صلی الله علیه وسلم پوره تود هرکلی وشو، له ده سره همدردي ښکاره شوه، چې همدا د ده لپاره د کامیابۍ سبب شو.

تثلیث یوه فطري معماده، ځکه چې تثلیث څوک په ثبوت نشي رسولای، که څه هم زیات کار ورته کیږي، په عیسایت کې د فطرت، منطق او یقین نشتوالی دی  او هر څه پکې مهمل دي، خو د محمدصلی الله علیه وسلم لاره داسې نه ده،  محمد صلی الله علیه وسلم ته یو الهي کتاب (قرآن کریم) ورکول شو، یعنې هغه کتاب چې ویل کیږي، دا کتاب د معجزې په شان ټول بشریت ته وړاندې شو، مسلمانان د دې کتاب دومره تعظیم کوي، چې په ټوله عیسایي نړۍ کې د بایبل داسې قدر نه کیږي، په قرآن کریم کې هغه قوانین او اعمال شتون لري، چې ټولې نړۍ ته ورباندي د عمل کولو حکم شوی دی. دا د اسلامي عدالت یوه ټولګه ده، دا کتاب په ټوله نړۍ کې هره ورځ تر ټولو زیات شمېر کسان لولي، حفظ کوي یې، په مسجدونو کې تلاوت کیږی، د قرآن کریم غږ تر نورو ټولو غږونو څخه خوږ او د سکون وړتیا لري، دقرآن کریم لومړۍ ځانګړتیا دا ده چې اصلیت او صداقت لري، په قرآن کریم دوهمه ځانګړتیا دا ده چې د خلوص او انسانیت خیر خواهي ده، د قرآن کریم په لوستلو سره د کائناتو اصلي حقیقت انسان ته محسوسیږي، د مخکینیو پېغمبرانو یادونه پکې شوېده، لکه حضرت ابراهیم ، حضرت آدم، حضرت، حضرت، حضرت موسی، حضرت عیسی علیهم السلام او نور…

زه دقرآن کریم ددې ایات څخه ډېر اغیرمن شوم چې د انسانانو تر منځ د مینې او لورینې بیان کوي، داسې شاعرانه او تمثیلي بیانونه پکښې دي چې په مستقیم ډول سره دخالق له لورې دي، په اسلام کې پنځه وخته لمونځ، روژه، اودس او داسې نور عبادات ترسره کول او له شرابو څخه پرهیز کول، څه اسانه کار دی، بلکې هیڅ داسې مذهب او نظریه په تاریخ کې نشته چې په اسانۍ سره دې اوج ته رسېدلې وي، بلکې له مختلفو مرحلو څخه به تیریږي. د شرابو بندیز هغه څه دي چې زما ډېر خوښ دي.

د محمد صلی الله علیه وسلم د کور ماحول ډېر ساده ؤ، ساده رخت یې اغوسته، خوراک یې اوبه او ډوډۍ وه، په میاشتو، میاشتو یې اور نه دی بل کړی، که چېرې د محمد صلی الله علیه وسلم اخلاق او کردار لوړ نه وای؛ نو خپل قوم ورته داسې ښه راغلاست نه وایه، په نړۍ کې هیڅ داسې اتل نه دی تېر شوی چې ټول صفات دې پکښې وي؛ خو محمد صلی الله علیه وسلم وکولای شول چې په ۲۳ کلونو کې هغه ټول ښه صفات خپل کړي چې د یوه تکړه ماهر اتل ورته اړتیا وي، د محمد صلی الله علیه وسلم اخري وینا دعا وه، دا په داسې حال کې چې شونډې مبارکې یې په حرکت کې وه، د ده له رحلت سره د ده دین خراب نشو؛ بلکې نور هم منظم شو، د رحلت څخه دوه ورځې مخکې مسجد ته راغی، خلک یې راټول کړل او ورته یې وفرمایل: که ماڅوک په ناجایزه سره وهلی وي؛ هغه دې خپله بدله واخلي، که د چا قرض راباندې وي؛ هغه دې خپل قرض واخلي- یو اواز راغی درې درهمه! او هغه یې ادا کړل او ویې ویل: د دنیا شرمندګي د آخرت له رسوایۍ څخه غوره ده.

که یو څوک په دې خبرو کې لږ فکر وکړي د محمد صلی الله علیه وسلم ټول شخصیت به ورته جوت شي، په یاد وساتئ چې محمد صلی الله علیه وسلم د آدم علیه السلام له اولادې څخه دی او زموږ ورور دی، باید موږ د ده د ذات تر ټولو د عزت او د شرف سبب وګرځوو.

د محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونې روښانه او پراخه دي، نیکي یې د ژوند دایمي پیغام دی او برعکس بدي دایمي مرګ دی، چې همدا د دوزخ او د جنت لاره ده، دا د روح لوړوالی دی، چې  دې نظریې ته د(Utilitarianism) وایي، په دې نظریه کې د روحانیت لوړ معیار او د هغه ټول عناصر موجود دي، چې همدا د خدای هیله هم ده، محمد صلی الله علیه وسلم دا ټول انعامونه په ښه ډول سره په غالب کې راټول کړیدی، چې دا هر څه ایمان، اعتقاد، اعمال صالحه، نیک کردار، صبر، تحمل او داسې نور ورڅخه مرادیږي.

که زه په لنډو ټکو کې درته ووایم، چې د غره په څېر د لوى زړه، تورو نافذو سترګو او ټولنيز روح څښتن ؤ، چې له مينې پرته یې بل څه نه پيژندل، فطرت هغه مخلص، نرم زړى او مينه ناك روزلى ؤ. د هغه وينا د طبيعت د زړه ناره ده چې بايد ورته غوږ ونیول شي، هغه خپلې جامې پخپله مینځلې او خپل بوټان به يې هم پخپله ګنډل، جګړه يې كوله، مشوره يې كوله او د دوى په منځ كې يې واك چلوه. زه مجبوره يم دغه سړى چې درویشت كاله يې له ستونزو سره ژوند وكړ او له سترو آزموينو بريالى راووت، (اتل) وبولم.

نور بیا…

پایلیک:   (Lecture 2. The Hero as prophet Muhammad: Islam. May 8, 1840) On Heroes, Hero- Worship And the Heroic In History: pages, 25- 46


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ