کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / د ژوند د دښتې غاټول « هنري نثر»

د ژوند د دښتې غاټول « هنري نثر»

 نورالله غازي يار

زه د ژوندانه په دې لويه دښته کې يکې يو غاټول يم، زه داسې غاټول يم، چې خوبونه مې خزان نه تښتوي، زه له نرمو موسمونو( پسرلي او دوبي) وېرېږم، چې هسې نه دا مې ترمې ترمې کړي، هر ځلې چې راباندې باران اوري، د ورېځو لويو لويو شکلونو ته مړه مړه ورګورم او په زړه کې ورته وايم:

ــ  اې تورو وېروونکو او قهرجنو ورېځو!  د خدای لپاره!  ما پر ږليو ترمې ترمې نه کړئ، ماته د باران د ګران بيه غميو اړتيا ده، زه هغه ژوند غواړم، چې خدای راته راکړی، ما ته په دې کمزوري او کوچني تن د دې لويې دښتې د کرنې او سمسورونې دنده راپه غاړه شوې ده، زما وږمې اوس نشي کولی، چې پر ټوله دښته راوګرځي، زه غواړم  دا ټوله خړه او بدرنګه دښته ګل ګل او وږمه وږمه کړم.

زه په ځوانۍ کې غوړيدلي ګلونه په لاسونو کې نيسم، د ژوند په اخير وخت کې له همغو ګلونو  ثمره (تخم) اخلم. چې کله مې ژوند پای ته رسېږي، د خزان توندې سېلۍ غواړي چې ما له بيخه وباسي؛ خو ما مخکې له مخکې ورته خپل وچ او خرسن لاسونه له خپل تخم څخه ډک کړي وي. زما له ويستلو سره زما د لاسونو په سلګونو دانې په دښته کې وکرل شي. زه که نه يم څه پروا!؟ د ژوندانه ټوله خړه دښته مې ګلورينه او له راښکونکو وږمو لبرېزه کړه.

هر ژوندي موجود ته لوی مسئوليت ورسپارل شوی؛ خوافسوس چي ځيني زورور ژوندي موجودات خپل مسئوليت خو يو وارې نه ترسره کوي؛ بلکې ژوند ته بدرنګې هم وراړوي، دوی به خدای ته څه ځواب ورکوي؟؟؟!!!


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ