خبرونه

کابل او واشنګټن د امنیتي تړون پر ټولو جزئیاتو سره یوه خوله دي

نن ټکی آسیا: په داسې حال کې چې په کابل کې روانه په اصطلاح لویه جرګه له امریکا سره د امنیتي تړون مساله څیړي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې واشنګتن له کابل سره د دې تړون پر ټولو جزییاتو موافقه ته رسیدلی دی.
جان کري چې تیره میاشت کابل ته تللی و هغه وخت یې د امنیتي او دفاعي همکاریو پر تړون په تفصیل له ولسمشر کرزي سره خبرې کړې وې.

خو د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې جان کري خبریالانو ته وویل چې  واک اوس د مشورتي لویې جرګې دی چې څه کوي:
دا د افغانستان په خلکو پورې مربوط ده. په هغه شپه چې ناوخته زه له کابله وتلم ما او ولسمشر کرزي پر اکثر ټکیو موافقه کړې وه او موږ سره ویلي وو چې دا مساله به لویې جرګې ته وړاندې شي.
ځیني کسان وو، چې ښایي سوالونه به یې لرل او شک به یې کاوه چې جرګه وشي که ونه شي. خو دا به جوړه شي او پکې به زموږ پر شوې موافقې خبرې وشي.
جان کري له ښاغلي کرزي سره د امنیتي تړون په برخه کې پخوانۍ موافقې ته په داسې حال کې اشاره کوي چې؛ نن په کابل کې  کرزي وویل زما او امریکا تر منځ اعتماد کمزوری دی دوی پر ما باور نه لري او زه پر دوی. کرزي زیاته کړه چې په تیرو لسو کلونو کې ما له دوی سره مبارزه کړې ده او دوی زما پر ضد تبلیغات کړې دي.
له دې نه اعتماد سره-سره کرزي څرګنده کړه چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون د راتلونکي ښه او باثباته افغانستان لپاره مهم دی.
افغان ولسمشر نن په خپله وینا کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لیک ولوست، ده د جرګې ګډون کوونکي مخاطب کړل او ویې ویل چې دا ټکی ډیر مهم دی پاملرنه ورته وکړئ:

د امریکا د متحده ایالتونو ځواکونه د پوځي عملیاتو لپاره د افغانستان د خلکو کورونو ته پرته له فوق العاده استثنایي حالته نشي داخلیدای او دغه استثنایي حالت هم هغه دی چې د امریکا د خلکو ژوند ته جدي خطر متوجه وي.

کرزي زیاته کړه، که چیرته مشورتي لویه جرګه له امریکا سره د امنیتي تړون په سر موافقه وکړي؛ نو دغه تړون به بیا ملي شورا تصویبوي او د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته به لاسلیک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x