افغانستان

مېرمن روشن: افغانستان مستعمره دی او د تړون امضاء کوونکي شاه شجاع ګان!

نن ټکی آسیا: پرون (پنجشنبه-۳۰ لړم-۱۳۹۲) له امریکا سره د امنیتي تړون لپاره د را بلل شوې مشورتي جرګې  ته د ولسمشر کرزي د پرانیستونکې وینا پر وړاندې د ۲۱۰۰ نارینه او ۴۰۰ ښځېنه وو له منځه یوازینۍرا پاریدلې  مېرمن بلقیس روشن وویل افغانستان یو تر استعمار لاندې هېواد دی.
اغلې روشن له بي بي سي فارسي سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې د کرزي وینا ته د دې پرونی غبرګون هېڅکله اعصباني او احساساتي عمل نه و،بلکې د دې په خبره د ټول خرڅېدونکي ولس رښتېنی غږ و .

دې زیاته کړه چې،  داسې یو حکومت چې ډوډۍ ،معاش او له الف تر ی ټول تجهزیات او امکانات یې بهرنیان ورکوي، هېڅکله د خپلو بادارانو پر خلاف او د ولس په ګټه تړون نشي لاسلیک کولای.
اغلې روشن له خپل موقف څخه په دفاع کې وویل چې، هغه هېوادونه چې له امریکا سره ورته تړونونه لري، هېڅ یو یې د ولسونو په خیر تمام شوی نه دی.
د خبریالې دې پوښتنې ،چې تاسو د تړون پر کوم اړخ نیوکه لرئ؟ ته په ځواب کې مېرمن روشن وویل، غوره به وي چې افغانستان یوه مستعمره وبولو ، ځکه ټول نظامي تجهیزات او ځایونه د هغوی په ولکه کې دي او آن تر رئیس جمهور هم لومړنی تصمیم نیونکي دوی دي. جان کري چې د کرزي ننګه یې کړې وه، اوس ترې خپل امتیاز اخلي.
اغلې روشن همداراز وویل، په دې ناستو ۲۵۰۰ کسانو کې که زه د خپلې سيمې مثال ورکړم؛نو حد اقل له ۱۹تنو راغلیو کسانو څخه ۱۲ تنه یې مطلق بې سوادان دي او په دې هم نه پوهېږي، چې تړون څه دی. نور هم داسې درواخله،ځکه ټول د کرزي او حکومت په خوښه چاڼ او را ټول شوي دي او انتصابي بڼه لري ؛نه انتخابي.
د مرکې په پای کې مېرمن روشن وویل،دا نور هم ټول داسې کسان دي چې یو ځل یې افغانستان پر روسانو پلورلی او اوس یې پر امریکایانو . دا تړون موږ ته هېڅ ګټه نشي رسولای او زه په ډاډ سره ویلای شم ، هغه شپه چې اوباما کابل ته راغی. په ارګ ننووت.دا هر څه هغه شېبه ترسره شوې او ورسره لاسلیک شوي اوس کرزی د دې لپاره چې په راتلوونکي کې د شاه شجاع په نامه یاد نه وي، د داسې نماشي جرګو له لارې ځان ته د اوړو پزه ږدي.
مېرمن روشن په وروستۍ جمله کې وویل : «زه ډاډمنه یم هر څوک چې دا تړون امضاء کوي،راتلوونکی نسل به یې د شاه شجاع په نامه پېژني. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x