کور پاڼه / ټولنیزه برخه / دا ۷ لارې به مو په ځان باور ډېر کړي!

دا ۷ لارې به مو په ځان باور ډېر کړي!

شبير احمد سليمي نړيوال

۱ – مثبت فکر وکړئ

دا ډېره اسانه او ساده لاره ده، چې تل د ځان په اړه مثبت او ښه فکر وکړی. کله چې د هر څه په اړه مثبت فکر کوي هر څه به درته مثبت ښکاري او د ځان به مو بریالی احساسوي. او دا مثبت فکر کول به مو په ځان باور او تل به مو خوشحاله وساتي.

۲ – ځان له چاسره مه پرتله کوئ

زیاتره خلک خپل هر څه له نورو سره پرتله کوي؛ دا پرتله کول به هېڅ کله هم تاسې بریالي نه کړي. ځکه حتمن تاسې نه بهتره څوک شته، که غواړي په ځان مو باور زیات شي نو ځان له نورو سره مه پرتله کوئ.

۳ – هغه څه ترسره کړئ، چې تاسې ترې خوند اخلي

کله چې بې ارزښته او کمزورۍ فکر وکړي نو په ځان مو باور له لاسه وکوي. خو د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې وړتیا یې په ځان کې ویني او تاسې ترې خوند اخیستلي شي. دا کار به مو په ځان باور او تل به مو خوشحاله وساتي.

۴ – د خپلو وړتیاوو په اړه فکر وکړئ

د خپلو وړتیاوو په اړه فکر وکړئ، او هغه په یوه کاغذ کې ولیکئ. او تل یې له ځان سره تکرار کړئ؛ دا کار به ستاسې زړورتیا معلومه کړي او په ځان به مو باور زیات کړي او تل پاتې خوشحالي به مو نصیب شي.

۵- ښه کارونه ترسره کړئ

مونږ هغه وخت ښه احساس کولای شو چې کله هم کوم سم او ښه کار تر سره کړو. لکه د چاسره د یوه شي په انتقال کې مرسته وکړئ. دا له نور سره مرسته او ښه کار ترسره کول به مو په ځان باور زیات کړي.

۶ – له ستورو سره اړیکه ټینګه کړئ

دا کار شاید تاسې ته د یوه خندونکی شي په توګه ښکاره شي خو دا یوه اړین او مفید اصل دی ددې لپاره مو چې په ځان باور ډېر کړي. خپل د خوښې مشهور ستوری کارونه مو وڅارئ؛ او هڅه وکړئ د ځان او دهغه تر منځ پکې شریکې نقطې پیدا کړی او هغه ښې نقطې یې په خپل ژوند کې عملي کړئ او له بدو یې ځان وساتئ. دا کار به مو په ځان باور زیات کړي.

۷ – ځان مو چلېنچ کړئ

د کار په شا اچول پرېږدئ او هغه کار ترسره کړئ چې د کولو اراده مو کړې؛ او ځان مو د هر کار په کولو سره چلېنچ کړئ کله چې دا کار ترسره کړی او د هر کار په اړه به مو داسې ځان چلېنچ کول به مو په ځان باور زیات کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ