شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

لکه ازغي نیسي ګلان، له مرۍ
داسې نیولی یمه ځان، له مرۍ

داچې رقیب نن څملولای یمه
ورته نیولی یم جانان، له مرۍ

هسې پردو ته ګوته لکه نیسم
غوڅوي سر مې دا خپلوان، له مرۍ

هلته او دلته هره خوا یې ګورم
کافر تړلی مسلمان، له مرۍ

ګوره صیاده د پردو په لمسون
افغان نیولی یم افغان، له مرۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x