افغانستان

ايران په زرګونو افغانان په زوره له خپلې خاورې ويستلي دي.

Afghan refugees in Iranد بشري حقونو د څارنې سازمان وايي چې ايران په خپل هېواد كې د افغان كډوالو سره د بد چلند او په زوره له هېواده د ويستلو د كډوالو په وړاندې نړيوال قوانين تر پښو لاندې كړي دي.د بشري حقونو نه د څارنې ټولنه پخپل يو راپور كې د هغه پلار كيسه كوي چې ۱۲ كلن زوى يې د ايران په خاوره كې يوازې پاتې شوى دى. دى وايي چې ايراني چارواكي پرته له دې چې د كډوالو كورنيو ته خبر وركړي نوموړي په لارو او كوڅو كې نيسي او د زورونې نه وروسته يې افغانستان ته ليږي. د نوموړي په وينا كله چې دى ايراني پوليسو ونيولو ۱۲ كلن زوى يې په سپين ميدان پاتى شو. زوى په ايران كې پیسې او

د تګ لپاره خپل خپلوان هم نه لري.
پر افغانستان باندې د شوروي د يرغل پرمهال شاوخوا ۵ ميليونه افغانان ګاونډيو هېوادونو ته كډوال شول.
د بشري حقونو د څارنې سازمان وايي چې اوسمهال شاوخوا دوه ميليونه افغانان په ايران كې ژوند كوي چې تر اوسه هم ثبت شوي ندي. كه څه هم يو شمېر يې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي خو په هېواد كې د بېكارۍ له امله ځوانان اړ شول چې بېرته ايران ته لاړ شي.
د بشري حقونو د څارنې د سازمان يو تن كارپوه فراز سنايي وايي چې ايراني چاوراكي د افغان كډوالو د راجستر کولو نه ډډه كوي. يواځې ۸۴۰ زره افغان كډوال په ايران كې په قانوني ډول ژوند كوي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x