کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د عامو خلکو مسؤلیت
مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا (رح)

د عامو خلکو مسؤلیت

لیکوال:شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: ارواښاد مولوي محمد یونس خالص

دا چې اسلام دې مرحلې ته ورسید مسؤلیت یې د عامو خلکو په غاړه ځکه دی چې دوی اسلام څخه ځان بې خبره واچوه.اسلامي شریعت یې زده نکړو او له اسلام څخه ورو،ورو په ډډه روان شول تر دې چې نژدې چې له اسلامه بهر شي او لا په ځان خبر هم نه دي چې اسلام ورڅخه پاتې شو.

عامو مسلمانانو له کفر،الحاد او فسق سره هومره الفت او مینه پیدا کړې چې ټول شیان په سترګو ویني بیا هم داسې خیال کوي چې دا له اسلام سره کوم مخالف شیان نه دي او یا خو دا فکر کوي چې اسلام له کفر او الحاد سره مبارزه نه ده لازمه کړې او هېڅ چرت هم پکې نه وهي.

اسلام مسلمانانو ته وظیفه ورکړې چې اسلام زده کړي په اسلام باندې پوره،پوره ځانونه پوه کړي او ځینې یې ځینو نورو ته دیني تعلیم ورکړي:(فلو لا نفر من کل فرقة…)سورة توبه آیت۱۲۲.

یعنې باید له هرې فرقې څخه یوه ډله ووځي ترڅو په دین کې ځینې برخه یې پوهه حاصله کړي او بیا ځینې نور د خدای له قهره وډار کړي….

دې کې شک نشته چې ځینې مسلمانې ډلې د همدې غرض لپاره ووتلې او خپل قوم یې له الهي عذاب څخه وډار کړ او ویې غوښتل چې خپل قوم او نور مسلمانان په اسلامي دین وپوهوي او دیني حقایق خلکو ته ورسوي خو اسلامي حکومتونو د دې لپاره چې د استعمار په ګټه کار وکړي خپل اجنبي باداران خوښ کړي او د اسلام له دښمنانو سره خپله دوستي کلکه کړي. ذ اسلامي علماؤ سره شخړه او مخالفت یې په ځان لازم وباله او پرې یې نه ښودل چې اسلامي حقایق د عامو خلکو غوږونو ته پوره ورسوي.عامو خلکو ته مناسب دا وه چې دغې وضعې ته یې بد کتلي وای خو دوی هم د حکومتونو په دغو اوضاعو خوښ شول او د اسلام په خپه کولو او د اسلام په لاره کې د عمل کوونکو ټولګیو په ړنګولو کې ورسره لاس یو کړ.

عامو مسلمانانو خپل قوت،عزت او کرامت بایلود.

دوی د قوې د غلامانو،د استعمار د مریانو او حکامو د خدمتګارو په حیثیت ژوند کوي. د دوی اقوات د ترقۍ مواد سلبوي.قوت یې له منځه وړي او کرامت یې ترپښو لاندې کوي او که حقیقت ته نظر وکړو دغه ټولې بد مرغۍ دوی ته له همدې څخه راپیدا شوي چې دوی خپل دین ته شا ورته کړې کوم چې د عزت،قوت او کرامت دین دی او که خپل دین ته را وګرځي نو بېرته به خپل تللی برم لاس ته راوړي او خپل عزت او قوت به وګټي.

عام مسلمانان په یوه غمژن او وژونکي خوب خوبولي دي دوی لکه څنګه چې له خپل دین څخه غافله دي همدراز له خپلو ځانو نه او خپلې دنیا څخه هم بې خبره دي او کوم وخت چې حقایقو ته د دوی سترګې بېرته کیږي بیا به نو زره په زره وپوهیږي چې دوی د خدای له دین او الهي کتاب څخه په انحراف د اثر دین او دنیا دواړه بایلودل.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ