افغانستان

ننګرهار: امریکايي ځواکونو ډرون برید ۱۳ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې ۲۷ ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي منلې چې بېګا د شپې پر اتو بجو یوې بې پېلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کې ډرون برید کړی دی.

هغه د وژل شوو او ټپي شوو کسانو د هویت په اړه ناخبري ښودلې ده.

په عین حال کې یوې امنیتي سرچېنې پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې دغه برید د عامې روغتیا وزارت د یوه کارکوونکي په کور چې تازه د حج د مبارکې فریضې ادا کولو څخه وروسته راستون شوی و، ترسره شوی دی.

د سرچېنې د معلوماتو پر اساس د یاد حاجي په کور کې مېلمانه او د هغه دوستان راټول شوي وو، په خواږه خوب ویده و، چې هوايي برید پرې وشو.

په اچین کې د اربکیانو یو قومندان ملنګ هم ویلي چې په ډرون برید کې ټول وژل شوي کسان ملکیان دي.

هغه ویلي چې په پېښه کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

بل لوري ته د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بیا ویلي چې ډرون برید د داعش په یوې غونډې شوی او وژل شوي کسان ټول داعشیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx