زموږکلي اوبانډې (څوارلسمه او وروستۍ برخه)

Laghman2دسمیع الدین  افغاني لیکنه
د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت
د ويم
ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نو موړى  ولايت د افغانستان  د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چــــې پـــه دوي كې خنجان، اندراب، شتل،سالنګ، پنجشير،نجراو، تګاو،كاپيسا، لغمان، نورستان، چتــــرال، سوات، باجـوړ، دپامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي اونورد بېلګې په توګه يادولاى شو٠

د( هيوان څنګ ) له څېړنو نه  ډاګيزه  شوې  چې د اومې  زيږدي پېړۍ  په  نيمايي كې له  كاپيسا  او باګرام  نه نيولې تـر لغــمان او ننګرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكود برهمنيانو ددودونو پــه رڼا كې خپل  ځانونه  په  ايرو  لړل  او دا  كار دكابل  برهمن شاهانو هم  كاوو خو د صفاريانو د ګواښنې  له بابته  د هېوادجنوبي سيمې له دغو پېروانو  او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويـــانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه  نوموړى وايي : “زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننګرهار ته تلم د كابل او پنجشيردرودپه ګډونځي چې ورتيرشوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپـــاكا چې ور تير شوم “نګاراهاراى” (ننګرهار) ته ورسيدم. ٠

كله چې دتګين كورنۍ الپتګين غزني ونيو اود “لويكانو” كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني اوزابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بياغزني اوګردېز پاچا “لويك” دكابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبګتګين له لاسه يې ماته وخوړه. سبګتګين پوه شوچـې د پښتنو پاچالويك سره دده جګړه پاى نه لري نودخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنوسره خېښي اوخپلوي  وكړه اوځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو دپښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان ، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنګه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې د “جيپال” له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملګري شول٠

هغه وخت چې سلطان حميدلودي دملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې دده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو په “حدود العالم” كې داسې راغلى دى: “دا هغه سيمه وه چې د “لمغان” د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد وو، د سوداګرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداګر په دغه ښار كې مېشت او استوګن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده  له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي٠

دكابل مجلې 5 كال 6ګڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو : “ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننګرهار لوى ښار پروت دى.”
دارنګه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي: “دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداګر هلته اوسېدل ٠

د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه.
هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو لــه مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلوكې 12 پشه يي (شاړي) ، همدارنګه نور وروڼه قومونــه لكه تاجك، عــرب، هندوان، ګــوجــر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يـې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينګار، اليشنګ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي٠

دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. (الينا) لكه څنګه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينګار، اليشنګ، نورستان او د لغمان پــه نورو سېمو كې استوګن وو چې اوس يې هم ( ګار- شنګ ) د” الينا ” لرغونى نوم خوندي كړى دى. دارنګه دلغمان دپلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنګ هم د اګست په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځايته رسېدلى دى. ده ته ډاګيزه شوه چې دلته د لسوتيګو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې “لان پو” (چې په سنسګرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې د “لمك” تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې “مهترلام” نــوم دى او “لمك” (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك =لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى٠
سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وګاڼه او دايې” قفقاز”د هندي قفقاز په صفت ” كوكاكوس انديكوس ” وباله چې دهندوكش اوسنې نوم هم “انديكس” نه مينځته راغلى دى٠
هره خبره چې وي وي به خو كله چې سكندردلته را ورسېد ددې ښكلي ښار پاچا (Bacuse” بكوس)
چـــې دشرابـــو رب النوع وولـــه نومـــوړي ســره وليدل اوغـــوښتنه يې تـــرې وكـــړه چـــې ددې ښار د اوسېدونكو ازادي ته درناوى وكړي٠
سكندر بيا د “بكوس” غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځكه يې د تيري نه لاس واخست … هغه مهال چې دسكندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سكندر په مشرۍ د كونړ له لارې سوات ته او بــله ډله د خيبر له لارې روانــه شوه. دا دواړه ډلــې په اټك كې يوځاى شوې او د ټكسلا پاچا ” امبي” ته يې ځواب ولېږه ، هغه هم له سكندر سره روغه جوړه وكړه خو د لغمان د واكمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرګ كړ٠
ځنې په دې انددي چې لمك  د لغمان لرغونى  نوم  دى او”مهتر” دمشر په مانا دى.”مهتر لمك ” يانې د لغمان مشر يا پاچاوه٠د ويدي په سندرو كې چې تقريبا 14 سوه كاله تر مــــيلاد د مخـه د اريايي رو حانيو نو او شعراوو له خواجوړ شوي دي، دلغمان نوم د”لامهك” په شكل ذكر شوى  دى” سر مــــحقق  بختانى،    ژبڅېړنه ، 210 او      211مــــخونه داســې روايتونه هم   شته چې هغه مهال  لغما ن په لر او بر وېشل شوى  و. كوزنۍ  برخې ته   يې” بهـــالانا” ويــلې او برنــۍ برخې ته يې”لامهكا”. د لامهكا اوسنى  نوم   لــــعمان  او  د بــهالانا اوسنى نــوم”بولان” دى چــې دكرغيو ولسوالۍ پورې اړه لري ښايي دا خبره هم د حقيقت نه لری نه وي چې پر دې خاوره به دا دوه توكمه اباد وو٠
مهترلمک (ع)
مهترلمک  د نوح  (ع) پلار دی  ښځه  ېې قیــــنوش  د نوح   مــــوروه  . اوپه حقه  پېغمبرتېرشوی دی نوح ع  دحضرت ادم ع  دکوزیدو څخه (۱۶۴۲) کاله   وروسته  پېغمـبري تــــه  رسېدلی . د لمـــک ع پلار  « متوشلخ»، نېکه ېې اختوخ  اوغور نېکه ېې« یارد» وو؛کله چې د نوح  ع کښتۍ کېنا سته یو  شمېروګـــړي  دمهترلمک  (ع) او دده   ورور  نورلام ( رح) اوخورېې بــي بــي حاجــرې سره یوځای  د نورستان  په  لاره  اوسني  الینګارته  راغلل،خلک ېې حق دین  ته  رابلل   او   بیا په بېلابېلو ځایونو کې  مېشته شول ٠

تارېخي   روایات  وایي  چې  لمک په  لغمان   کــې  وفات  شو،خور او ورور ېې   هم په  الینګار کې  وفات  شوي چې مشهور زیارتونه  پرې جوړدي خورېې دهرمل او مــــیداني ترمینځ د بې بې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام  صا حــب د نورلام  صا حب  دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی. ٠

په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکـــلې ماڼــۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی  ؤچې دی پېغمبردی او پــه دښته کې پروت دی هــمدارنګه  دمهترلمک د پېغمـــبري په هکله د مشهور روحاني  شخصېت د کچورې ملا صاحب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت  وړ ده٠
دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهورکسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادر خان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکر خېل ،فیض محمد خان او نور غازیان  ښخ دي. اوزیـار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به لــه هنداوپنجا ب  نــه هـم  د لته خلک او ګــرځندویــان راتلل دپنجشنبې اوجمعې پــه ورځــوبه په ځانګړي  ډ ول دلته د سا ز،سند رو او مــذهبي مـوسیقۍ په  لس ګــونو ډلې  مــوجودې  وې  شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي ۰

————————
ختم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.