نظــر

د کابل-واشنګټن ترمنځ د کېدونکې امنیتي تړون په اړه له استاد دلاور خان سیلاب سره ځانګړې مرکه

استاذ دلاور خان سیلاب د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ د کوديخيلو د کلي اوسیدونکی دی، لوړې زده کړې يې د مدیني منورې په اسلامي پوهنتون کې کړي، او فعلا  په پیښور کې د امام ابوحنیفه د عربي ژبې او اسلامي زده کړو په پوهنځي او معهد کې استاذ دی. نوموړی یو تکړه لیکوال، شنونکی، او د چارو څیړونکی دی. نن ټکی آسیا ویاړي چې له درانه استاذ دلاور خان سیلاب سره د روانو حالاتو په اړه د ځانګړې مرکې فرصت مومي، په دې امید چې د خوښۍ او استفادې وړ مو وګرځي:

نن: قدرمن استاده! د دوو کلونو په تېریدو د حکومتي پلانونو، زمېنه جوړولو او د عامه ذهنیت په ارامولو دا دی امنيتي تړون لاسلیک کيږي. څه فکر کوئ چې په دغه تړون سره به په هيواد کې امنيت راشي؟

استاد سیلاب: الحمدلله والصلاة والسلام علی سیدنا رسوله و علی آله وصحبه ومن والاه وبعد.

د امریکايي اشغال له پيله تر اوسه اشغالګران په دې هڅه او هاند کې دي چې د افغانانو ملي عنعنات، جرګې او مرکې، رواجونه او تاریخ کاملا مسخه کړي. مشورتي جرګه یا په اصلي معنا دغه ډراماتيکه ناسته، د دوی په فکر هغه جرګه ده چې د افغانستان په تاریخ کې حتی د لومړي ځل لپاره ۱۷۴۷ زیږیز کال کې د کندهار په شیر سرخ په سیمه کې وشوه چې په نتیجه کې يې د احمد خان په نوم ځوان چې وروسته بیا په احمد شاه بابا مشهور شو؛ د هیواد مشر وټاکل شو او ډېرې مثبتې پایلې يې درلودې.

اشغالګران او غلامان يې غواړي چې د ولس په سترګو کې خاورې واچوي. د دې جرګې حقیقت، ماهیت او کیفیت افغانانو او نړیوالو ته ډېر ښه روښانه دی. جرګه هيڅکله مشورتي نه وي. جرګه قطعي او فیصله کوونکې وي. له نومه يې داسې ښکاري چې دا د افغانانو نه ده. د دغې جرګې ګډونوال استعماري مهرې دي، دوی د ولس نمایندګي نشي کولای، دا د ډالرو په زور يوه نمایشي ناسته ده، زه يې جرګه نشم بللی؛ ځکه چې په جرګه کې د هيواد درانه او مخور خلک ناست وي. او د دې جرګې ګډونوال ډېر غوړ او لوکس خلک دي. ولس ځوریدلی کړيدلی دی، ولس خوار دی .لوږو، جګړو او بمباريو کړولی دی دا خلک له ولس سره هيڅ مناسبت نه لري. که تاسې د جرګې د غړیو نومونه وګورئ نو هسې يو شمېر يې پوره کړی چې له یو کوره يې پکې درې-درې کسان هم ورغوښتي دي او دا هغه خلک دي چې هيڅکله خپلو سیمو ته نشي تلای او نه په عامه توګه په هیواد کې ازاد تګ راتګ کولای شي.

د دغې غونډې اصلي موخه دا وه چې امریکايي یرغلګرو ته په هيواد کې دايمي پوځي اډې ورکړي او امريکايي پوځيانو ته قضائي مصؤونیت وروبخښي.

قضائي مصؤونیت يوه عربي کلمه ده او معنا يې دا ده چې امریکايي پوځيان دې له هر رنګه محکمې ازاد وي. د اشغال له پیله تر اوسه ټولو ته څرګنده ده چې د امریکا په مشري ناټو او ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې څه کړي. د افغانستان اوسنی اساسي قانون چې د همدې غربیانو په مرسته جوړ شوی؛ هيڅ بهرني ته دا اجازه نه ورکوي چې پخپل سر دې د یو افغان کور ته ورشي او ويې وژني یا يې وځوروي. دوی غواړي چې د اساسي قانون دغه ماده هم له منځه یوسي او امريکايي ځواکونو ته پوره ازادي ورکړي چې هر کله، هر افغان په هر ځای کې وغواړي ويې وژني.

د دې مصؤونیت يو هدف دا هم کيدای شي چې له دې مخکې به امریکايي یرغلګرو په هيواد کې کله شپنيز عملیات کول نو د عامه تلفاتو په اړه به کرزي او ملګرو يې کله نا کله یوه مکرجنه ژړا کوله او خپل غږ به يې له ولس سره شریکاوه او چې اوس دا تړون لاسلیک شي نو کرزي او ملګرو، حتی افغاني ميډيا ته هم دا اجازه نشته چې د امریکايي ځواکونو دغه عملیات وغندي او نه په نړیواله محکمه کې څوک کولای شي چې د امریکايانو پر خلاف د جنګي جرمونو په اړه دعوه دایره کړي؛ ځکه چې هغوی په لاس کې یو دلیل لري چې دا سند خو موږ ته تاسې راکړی، نو اوس د شکايت حق نه لرئ. د دغه تړون ساده او اسانه هدف دا دی چې امریکايان وکولای شي چې هر وخت يې زړه شي افغانان ووژني او د هيڅ محکمې او قضا ډار يې په زړه کې نه وي.

نن: قدرمن استاده، د دغه تړون پلویان وايي چې امریکا موږ سره احسان کړی، زموږ اساسي قانون، پارلمان، ټاکنې په هيواد له هرې ادارې سره مرسته، د دې دلیل دی چې موږ باید امریکا ته نور وخت هم ورکړو ؛ ترڅو لا ښه پرمختګ وکړو. څه فکر کوئ چې دغه خلک څومره پر حق دي؟

استاد سیلاب: ډېری هغه افغانان چې د اشغال په معنا نه پوهيږي او يو قسم خوشبیني لري، يا په بل عبارت چې دوی د دغې جرګې پريکړې په پټو سترګو تایيدوي او د ښو پایلو تمه ترې کوي؛ ۳۶ کاله مخکې يو بل تړون ته ورولم چې امریکا ۳۶ کاله وړاندې په ایران کې د هغه وخت شاه رضا پهلوي سره دغه شان يو تړون لاسلیک کړ، چې په نتیجه کې يې امریکايي پوځيانو داسې قتلونه او جرمونه پيل کړل چې هر ایرانی ترې په تنګ و. هيڅوک په خپل کور کې نه و محفوظ چې بالاخره په ایران کې خميني يو انقلابي قدم پورته کړ او ایرانیان يې وهڅول چې چې که ایران د امریکا وي نو ور پرې يې ږدئ او که ستاسې هیواد وي نو تاسې يو مردانه وار ځواب ورکړئ. ایران ستاسې دی دا د امریکا نه دی.

خميني به په خپلو ويناوو، ليکنو اوجلسو کې دا خبرې ډېرې په زغرده کولې چې کله رضا شاه په دې و پوهيده چې د خميني له لاسه يې واک په خطر کې دی نو هغه يې له هيواده وشاړه او خميني فرانسې ته لاړ او له هغه ځايه يې د امريکایانو پر خلاف مقاومت پیل کړ او ایراني ملت ته يې وویل چې که تاسې لږ قرباني ورکړئ نو د ټول عمر له فاجعو به هيواد وژغورئ او که خاموش پاتې شوئ نو يو-يو به د امریکا په لاس وژل کيږئ. همدغه وجه وه چې ایرانیان راپورته شول او د خپل هیواد په طول و عرض کې يې قیامونه پيل کړل چې بالاخره ایرانیان د خميني په مشرۍ واک ته ورسیدل او هغه زندانونه چې امریکا د ایراني انقلابیانو لپاره جو کړي و، د شاه د پلويانو او امریکايي جنرالانو ځای شو او امریکا دې ته مجبوره شوه چې له ایرانه ووځي.

که ایرانیان داسې کولای شي نو افغانان تر هغو ډېر قهرمانان دي، دوی هيڅکله بهرني یرغلګر ته په خپل هیواد کې ځای نه دی ورکړی او په ډېره میړانه يې پردي له خپل هیواده ویستي دي. د امریکا تاريخ په دې ګواه دی چې امریکا ته دغه تړونونه هيڅ ارزښت نلري امریکا يوازې د خپلو ګټو لپاره هر څه کوي که ولس ورسره مقاومت وکړي نو بیا دغه تړونونه هيڅ معنا نه لري او ډېر زر به امریکا له افغانستانه ووځي. تېرو دولسو کلونو د افغانانو ميړانه نړۍ ته ښودلې.

امریکايانو خو په اول وخت کې ويل چې د طالبانو نوم له تاریخه ووت او له هغوی سره يې مذاکرات د ځان توهين ګاڼه او تاسې اوس ګورئ چې څوک برلاسي دي او څوک کمزوري.

نو زه ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوم چې تاسې به ان شاءالله ډېر ژر د امریکا له اشغاله خلاص شئ؛ ځکه چې همدا ستاسې وروڼه او بچيان د دغو یرغلګرو پر خلاف شپه ورځ خپل سرونه قربانوي.

نن: استاده ستاسې له خبرو داسې ښکاري چې که افغانان د امریکایانو پر خلاف مقاوت وکړي نو هغوی بیا دې تړونونو ته نه ګوري او افغانستان به پريږدي؟

استاد سیلاب: په افغانستان کې اصلا د قدرت خلا موجوده ده. موږ یو قانوني او د افغانانو ممثل حکومت نه لرو. په داسې صورت کې موږ ویلای شو چې دا تړون هيڅ معنا نه لري دغه څو کسه غربیان چې راغلي او خپل بهرني پاسپورټونه يې په لاس دي؛ دوی هم په دې پوهيږي چې دوی د ولس نمايندګي نشي کولای چې هر وخت ورباندې سخته راشي نو دوی به خپلو هیوادو ته تښتي. او کومو کسانو چې پکې ګډون کړی دوی هم په دې خبره یا نه پوهيږي او یا هم د امریکايانو غلامان دي چې نشي کولای خپل سیمو ته په ازاده توګه لاړ شي نو هغوی به موږ څنګه د ولس نمایندګان وبولو.

نن: ځينې کړۍ وايي چې د تړونه د نه امضا کيدو په صورت کې به ګاونډيان لاسوهنه او مداخلې کوي په ځانګړې توګه ایران او پاکستان.

استاد سیلاب: تر اوسه پورې چې امریکا سره څومره تړونونه لاسلیک شوي هيڅ يو يې هم عملي بڼه نه ده خپله کړې. د دغو تړونونه سره دغه مداخلې نه يوازې کمې شوي نه دي بلکې زیاتې شوي دي. په خپله د کرزي اداره تل شکايت کوي چې د کابل څلور واړه دروازې نه دي محفوظې، يو څوک چې يوازې کابل نه شي ساتلی نور هيواد به څه وژغوري.

اصل خبره دا ده چې دغه تړون هيڅ معنا نه لري او نه يې دا مبرر دی ځکه چې امریکا دلته اوسیږي نو زموږ ټولو ګاوڼدیانو ته يې د هغوی د ګټو د خونديتوب ډاډ ورکړی دا مرکه اوس د دغو تفصیلونو حوصله نه لري خو د وخت په تېريدو به روښانه شي.

نن: د تړون له مضا کيدو وروسته د سولې او مذاکرتو بهیر ته په کوم نظر ګورئ؟

استاد سیلاب: په افغانستان کې سوله او مذاکرات هيڅ وجود نه لري. مذاکرات هغه وخت ممکن وي چې د جګړې دواړه خواوې داسې يو درېيم قوت ته خپل اختیار ورکړي چې بې طرفه او خپلواک وي او دغه د سولې په نوم چې څه روان دي افغانان پوهيږي چې مشري يې د هغه چا په لاس کې ده چې لاسونه يې د افغانانو په وينو سره دي او د یرغل یوه مهمه برخه تشکیلوي. نو په لنډه توګه ويلی شو چې د سولې په نوم چې څه روان دي دا یوازې د افغانانو او نړیوالو د غولولو یو کوشش دی. سوله خپل یو مفهوم او معنا لري، سوله خپل شرایط لري او سوله بیا خپلې پایلې لري.

نن: ځينې خلک وايي چې د تړون مخالفین يوازې د دې لپاره د تړون مخالفت کوي چې امریکا یو کفري هيواد دی او بل کوم دلیل نه لري.

استاد سیلاب: امریکا چې هر ځای دغسې تړونونه کړي نو د هغه هيواد خلک يې غلامان کړي او د خپلو ګټو لپاره يې هغوی قرباني کړي دي. انسان باید ازاد وي او ازاد ژوند وکړي، دا هم يوه مهمه نقطه ده چې یو ملت باید له خپل دين څخه دفاع وکړي همدا دین يې دې ته هڅوي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي. امریکايي یرغل یو هر اړخيز یرغل دی. امریکايان زموږ د دین، ناموس، کلتور او عنعناتو دښمنان دي. زموږ دین یو شامل دين دی. موږ هر څه د اسلام په تله تلو. اسلام مسلمانانو ته امر کوي چې د متجاوزینو او کفارو پرخلاف وجنګيږي البته يوازې د یو چا شخصي کفر سره موږ هيڅ مشکل نه لرو که یو کافر محارب نه وي او په اسلامي خاوره يې تجاوز نه وي کړی موږ ورسره هيڅ ستونزه نه لرو. او دا خبره په امریکایانو نه تطبقیږي ځکه چې دوی زموږ په دین، اقتصاد، خاوره، کلتور او عنعناتو یرغل کړی و باید دغه پاکه خاوره د دوی له منګولو وژغورو.

نن: ځينې فکر کوي چې افغانستان باید یو قوي ستراتيژیک دوست ولري اوموږ ته له امریکا بل داسې څوک ښه دوست نشته هغوی وايي چې که څوک يې مخالفت کوي نو بدیل به يې څه وي؟

استاد سیلاب: دا ډول تړونونه هغه مهال ترسره کيدای شي چې افغانستان یو ازاد هيواد وي او چاوراکي يې د خلکو رښتيني استازي وي. او په یو هیواد د بل هيواد په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي. په داسې حال کې ستراتيژیک تړون نشي امضا کيدای چې يو څوک دې راشي زموږ هيواد دې اشغال کړي او بیا دې د ټوپک په زور رانه تړون وغواړي دا امنيتي تړون نه بلکې د غلامۍ د پخولو یو تړون دی. او چې هيواد ازاد او خپلواک وي نو کولای شي چې د خپلو ملي او اسلامي مصالحو په پام کې نيولو سره په سيمه او نړۍ کې دغه شان تړونونه امضا کړي.

نن: د تړون له امضا کيدو وروسته به د اسلامپالو افغانانو مسؤولیت څه وي؟

استاد سیلاب: تاسو او ټولو هيوادوالو ته څرګنده ده چې له تړونه مخکې د هيواد په بیلابيلو برخو کې افغان پوهانو، علماوو او ځوانانو د امريکايي اشغال پر خلاف قوي مظاهرې وکړې د پوهنتونونو محصلین پکې ډېر د پام وړ دي چې په زغرده يې د جهاد او مقاومت په پلوي شعارونه ورکول په زرګونو ځوانان راوتلي وو، په کابل او نورو سیمو کې په زرګونو افغانانو دغه تړون رد کړ او له دې وروسته هم باید افغانان درې ډوله مقاومت وکړي.

اول:  باید همدا مثقف او دینداره افغانان خپلو مارشونو او مظاهرو ته دوام ورکړي.

دوهم: د ژبې او قلم خاوندان باید د خپلې ژبې او تحلیل له لارې د خلکو ذهنونه په دې روښانه کړي، چې د امریکايي اشغال پر خلاف راپورته شي او دې ته يې مجبوره کړي تر څو له افغانستانه ووځي.

درېيم: هغه وروڼه چې د کفر او اشغال پر خلاف يې سنګرونه تادوه ساتلي هغوی باید خپل صفونه نور هم منظم کړي او خپلو تندریزو ګزارونو ته نور هم قوت ورکړي تر څو هيواد د امریکا له اشغاله وساتي.

په دې سره به امريکا او ایتلافیان په دې پوه شي چې د افغانانو مقاومت په درې واړو خواوو کې ډېر قوي شوی دی او دوی به له دې پرته له افغانستانه ووځي بله لار ونه لري په داسې حال کې بیا هغوی نه تړون ته ګوري او نه هم بل څه ته.

نن: د هغو په اړه څه نظر لرئ چې د اسلام او جهاد په نوم يې په دغه جرګه کې ګډون کړي؟

استاد سیلاب: په دغه جرګه کې د اسلام او جهاد نوم هيڅ وجود نه لري. دا جرګه جهادي او اسلامي اصل نه لري او ګډون کوونکي يې د اسلام نمايندګي نشي کولای؛ ځکه چې هغوی په خپله د اسلام د دښمنانو ملګري او غلامان دي. دا خلکو چې په جرګه ګډون کړی اول يې امریکا ته د خپل تعهد او وفادارۍ ډاډ ورکړی.

نن: د تړون پلویان تور لګوي چې د تړون مخالفین ملي خاينین د ګاودڼدیانو غلامان دي، آيا دا رښتیا ده؟!

استاد سیلاب: دوی غواړي چې په دې خبرو ولس وغولوي دا خلک اصلا د ولس په عقل لوبې کول غواړي زموږ ولس په دې پوهيږي چې غلام څوک دی او ازاد څوک دی. هغه چې د خپل ورور، خور او ناموس وژونکي ته خیر غواړي او پلوي يې کوي هغه غلام دی او که مخالفین يې؟!.

خلک پوهيږي کومې سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي هلته امنيت څنګه دی او کومې چې د یرغلګرو سره دي هلته څه حال دی. فکر کوم دا خبره به نور تفصیل هم نه غواړي.

نن: د نن ټکي آسیا خبري سایټ له لارې افغانانو ته څه پيغام لرئ؟

استاد سیلاب: اول د دې سايت چمتو کوونکو او چلوونکو ته د زړه تله مبارکي وايم چې د مطبوعاتي یرغل په دې توپان کې داسې يو اغیرمن سايټ لري چې وخت پر وخت دخپلو هيوادوالو د لار ښوونې لپاره زيار ګالي او افغانانو ته مې دا پیغام دی چې ځان دې بې طرفه نه حسابوي. که ځانته هر څه ووايئ امریکا مو نه پريږدي نو راځئ خپل مسؤولیت ادا کړئ په هره لاره او وسیله چې وي، خپل مسؤولیت ادا کړئ او په ډېره لږ قربانۍ موږ کولای شو د افغانستان، حتی د نړۍ مسیر بدل کړو او خپل راتلونکي نسلونه وژغورو.

نن: استاده له مرکې او وخت راکولو مو منندوی یو.

استاد سیلاب: مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x