شعـــــرونه

حمدشریف/ تپاندزُهاد

تپاند زُهاد

ته یی رحیم کریم رحمان یاالله یاالله

ته یی ستار جبار سبحان یاالله یاالله

ټول مخلوقات دي ثناء خوان دي ربه

ته یی خالق دکل جهان یاالله یاالله

واحد احد صمد واجد اوماجد

ته ذوالجلال یی لوړدي شان یاالله یاالله

ماهیان دریاب مرغان هواکي ساتي

ته یی الله روزي رسان یاالله یاالله

واړه سجده باندي پراته دي تاته

غرونه سیندونه کهکشان یاالله یاالله

غازیان دي تل په سنګروکي ستایي

حمدونه وایی مؤمینان یاالله یاالله

تپاندزهاد؟دي امیدوار دکرم

مغفرت غواړمه دځان یاالله یاالله

تپاندزُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x