غزل/ م. ثاقب

  م.ثـاقب

دا ستا وحی د ښکلا د څومره ښکلې
پرې ځما د  زړه حرا د څومره ښکلې

چې مې مینه شوه دیره د زړګي طور کې
ها د عشق د نور رڼا د سومره ښکلې

چې جنون  کړمه مئین بیا په بیدیاؤ
د مجنون ښوښه صحرا  د څومره ښکلې

چي په مینه د شهید ګلاب په شونډو
شې خوره هغه مسکا د څومره ښکلې

نَیْ یې لاس کې ده رمې سره په غرو کې
د شپونکي د زړه نوا دڅومره ښکلې

بیا د تورو سترګو جنګ د ښکلا څَوْ کي
د بڼـو غشو غزا  د څومره ښکلې

سندریز کیف یې خوښي بښی سپرلې ته
زاڼې ځې پاس پرې فضا د څومره ښکلې

چی پړکا یی اخلی باج له یر غلګرو
دهغو تورو بریشنا د څومره ښکلې

چې دا ستاپه وینا زه ځوړند په دار شوم
شیخه ستا دغه فتوا د څومره ښکلی

چې مو چم د زړه نه زنګ اخلې ثاقبـه
بیا د مست دروې صدا د څومره ښکلې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ