نظــر

لویه مشورتي جرګه که لویه اجرتي او زراعتي چرګه؟!

پرون هغه لویې اجرتي زراعتي چرګې په کابل کې په یوه لویه پردۍ خیمه کې د هغو هګیو په موښلو پيل وکړ کومې چې ډېر مخکې له امریکې نه راوړل شوې وې، که څه هم چې له لوبې نه یې د پایلو درک څرګند دی، خو بیا هم دوه درې ورځې وروسته به ښه په ډاګه شي چې لوبه څه وه؟ څه شوه؟ او څه به کېږي؟

 ما اورېدلي چې شمشتۍ هم د چرګې په څېر هګۍ اچوي، آن ځینې ځينې وايي چې ځینې ګڼکپان د شمشتۍ هګۍ پخوي او بیا یې په خلکو د چرګو د هګیو په نامه پلوري!

  په لویه خیمه کې د لویې اجرتي چرګې لپاره پرون چې کرزي کومې هګۍ واچولې! او بیا یې وړو چرګو ته وویل چې زه نور ځم تاسو یې یو دوه ورځې سره وموښئ، تر څو چرګوړي وباسي! 

معلومه نه ده چې دا هګۍ خپله کرزي په همغه لحظه کې واچولې! او که مخکې له مخکې کیرې او اوباما په کومه خلته کې ور کړې وې چې په ځان پسې شټپنۍ کړي، او په پردۍ لویه خیمه کې یې په دې نامه چې دا یې خپلې هګۍ دي را وایستلې!

  معمول دا دی چې هره چرګه خپلې هګۍ موښي، او بیا خپل چرګوړي وباسي، خو کله کله داسې هم پښېږي چې د نورو چرګو هکۍ را ټولې کړل شي او بیا یې یوه چرګه موښي، داسې ښکاري چې د کابل په خیمه کې هم ورته پېښه شوې ده، خو دلته ددې درک هم نه لګي چې دا هګۍ په رښتیا د چرګو دي که د شمشتیو او که د کومې بلې بلا!

  معمولا هغه چرګه کوړکېږي چې په عمر پخه او یا بوډۍ شوې وي، که په دقیق ډول غور وشي، یقینا چې د کابل په خیمه کې دا ټکی په نظر کې نیول شوی، ځکه د لویې اجرتي او زراعتي چرګې مشر داسې څوک انتخاب شوی چې ښه په خوند عمر خوړلی دی! نوموړي ته هسې هم د هګیو موښل خوند ور کوي، ځکه د بلې لوبې نه دی، یوازې دومره کولی شي چې خپله وروستنۍ برخه خوځوي را وخوځوي! اودهګیو موښل همدومره خوځېدل غواړي او بس! په ځانګړي ډول نوموړی به ځکه ښې هګۍ وموښي چې د هګیو موښولو ځای یې ښه پوست دی، ما اورېدلي چې ترکیې هېواد کوم ځانګړی پمپر ورته جوړ کړی، یو خو به خپله د پمپر نرموالی وي، بل چې ډک شي!!!

  په لویه اجرتي زراعتي چرګه کې یو څو اصلي چرګې د ښځو په نامه هم را غونډې کړل شوې دي، په هغوی کې زیاتره یې د هګیو له اچولو لوېدلې دي! په بله معنی ښې په خوند کوړکې دي!

  د وخت په لحاظ نوموړې اجرتي او زراعتي چرګه په ښه وخت کې په هګیو نه ده ناسته! ځکه خو به یې چرګوړي ټول شوني کوي او ور پسې به مړه کېږي! معمولا چرګې په پسرلي په هګیو کښېنول کېږي، خو امریکې سرچپه لوبه وکړه، په سپېره او یخ مني کې یې لوبه ګرمه کړه!

  ددې لپاره چې چرګې ښې هګۍ وموښي کرزي د تور کولنګي چرګ خبرې را غونډو کړل شویو چرګو ته وکړې، تر څو ښې هګۍ وموښي او بل دا چې که د دې کولنګي تور چرګ غږ واوري یو څه به خوشحاله شي! او همداسې وشول! د دې تر څنګ به یې یو څه دانې مانې هم ورته اچولې وي!

 په دې خو ټول پوهېږي چې نوموړې چرګه اجرتي ده، ځکه چې که له یوې خوا په خیمه کې را ټولو شویو چرګو ته دانه ور کول کېږي، او تر څنګ یو څه نغدې مغدې هم بودېدای شي! له بله پلوه ځکه اجرتي ده چې ددې چرګې په نامه به څومره را ټولې کړل شوې وي! او څومره به پرې را ټولې کړل شي!

  او زراعتي ځکه ده چې په څو ورځو کې وزېږیده! لویه شوه! سمدستي کوړکه شوه! په هګیو کېښنول شوه! دا دي دوه درې ورځې وروسته به چرګوړي وباسي! په افغانانو کې زراعتي چرګانې د کم اصلو چرګو په نامه یادېږي! ځکه خو ډېرې ارزانه وي، دا چرګه هم که له یوې خوا په څو ورځو کې لویه شوه، چې سبا بل سبا به لنګه شي!  له بلې خوا به یې پایلې هم کوم ارزښت ونه لري!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x