افغانستان

اشرف غني او حکمتیار سبا د سولې هوکړه‌ لاسلیکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه سبا پنجشنبه ولسمشر غني او انجنیرګلبدین حکمتیار په ارګ کې لاسلیک کړي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر امین کریم رسنیو ته منلې چې سبا /پنجشنبه، ستمبر ۲۹مه/ به ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

امین کریم زیاته کړې چې شخصا حکمتیار به په خپله په ناسته کې حضور ونه لري خو د ويډیو کنفرانس له لارې به تړون لاسلیک او خپله وینا وکړي.

هغه ویلي چې کابل ته د حکمتیار راتلل له تور لېسته د هغه د نوم پر ایستل کېدو پورې اړه لري چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به نوموړی کابل کې راڅرګند شي.

حزب اسلامي ته نېږدې سرچېنې وايي چې حکمتیار لا له وړاندې د سولې هوکړه لاسلیک کړې او ویدیويي پیغام يې ارګ ته لېږلی چې سبا به د ارګ په ناسته کې ګډونوالو ته وښودل شي.

ارګ دننه هم یو شمېر سرچېنو سبا د حکمتیار سره د سولې هوکړې لاسلیکولو تایید کړی او ویلي دي چې ژر به رسنیو ته په دې اړه خبرپاڼه ولېږل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکراللہ

داخو یو مثال دہ وای دملاسخہ گیدڑی غوشہ یوڑہ ملاورپسی نعرے کڑی سی اے گیدڑے دازماغوشہ واپس راکہ کنی سبا پہ ممبرباند برملافتواورکوم سی دگدڑی غوشہ حلالہ دہ پہ ڈیرمعذرت سرہ دامثال وایم ای گل ببو داسلویشت کالہ مبارزی سہ مقصد وو افغانان او وطن ورانول وو اوکہ ادلام نفاظہ ول اخر ولی تسلیم شوی سہ قران وہلی وی او قران ووہلی پہ خانہ کعبہ سی دی قران کڑی وو ہغہ قران شرمندہ کڑلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x