کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / سولي راشه/ نصيب رحماني

سولي راشه/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

مبارکې خوږ لمنې سولي راشه
اذادۍ ته یو غمجنې سولي راشه

یو قدم لا را اوچت کړه تر کابله!
له سپین غره! تر °ښرنې° سولي راشه

تورو شپو کې په پردۍ ځمکه مزل ده
زموږ تر کلي جار پلزنې سولي راشه

موده کیږي چې د سولې نوم په خوله کې
شه په زړه کې مو واکمنې سولي راشه

قلم ماته شو دروند ټوپک یې کړ تر غاړه
هله ته یې درملنې سولي راشه

رحمانی درته ټول عمر انتظار کړم
که پیرزو دي وې خوږ منې سولي راشه
ــــــــــــ
نصیب رحمانی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ