شعـــــرونه

زه خوار افغانستان يمه

زه خوارافغانستان يمه راځئ كه څوك مي ګوري

قيمت مي ټاكل شويدى ولاړيم بيامي پلوري

يوه لويه بلادهمكاري په نيت راغلې

هغه مي راته وژني چي دين ژغوري اوماژغوري

هميش مي غيږه ډكه وي په مړواو شهيدانو
له غمه مي شمېرلي دي دليري آسمان ستوري

ترڅوبه مي زوى مړي نړيوال په اوروسوځي
ترڅو به مي زلمي په سروساتي له دې لوري

په زړه كي له پرديوګيلمن نه يم خواخوږو
خپلوان مي له رقيب سره جرګوكي راته ښوري

بس زه يم زمابچيان دي چي پردين باندي قربان دي
دوينواومرميوبارانونه دي رااوري

الهامه داسي نه شې لكه ځيني شاعران چي !
ډاريږي چي دكوم ښاغلي نوم نه شي راپوري

2013/11/22

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x