نړۍ

چودهري نثار: امریکا پاکستان کې امن نه غواړي

ch nisarاسلام اباد: د پاکستان د کورنيو چارو وزیر چودهري نثار علي خان پرون د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يو خبري ناسته کې وويل چې، په هنګو کې پر يوه مدرسه د بې پيلوټه طیارې له بریده وروسته، امریکا دوست هیواد ګڼل مناسب نه دي. موږ باید د عزت النفس او ډالرو تر منځ یو غوره کړو. امریکايي چارواکو له ما وخت وغوښت چې د خپل کارونو وضاخت وکړي، ما يې له اوريدو انکار وکړ. دا تېر دولس کاله چې موږ ډالر اخیستل څه ګټه مو تر لاسه کړه. د همدې ډالرو له امله په ټول هيواد کې اور بل دی. امریکا پاکستان کې امن نه غواړي او نه د مذاکراتو پلوي کوي. موږ د امریکا په هيڅ وعده او تضمين باور نلرو، امریکا يواځې د خپلو ګټو په لټوکې ده. د يادونې وړ ده چې تېره پنجشنبه امریکايي بې پیلوته د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې پر يوه مدرسه برید کې ۶ کسان وژلي. او دا حمله له قبايلي سیمو د باندې د خیبر پښتونخوا په سیمه کې لومړی بريد حسابیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x