کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / حکمتیار صیب به مخکینې ویډیويي څرګندونې څرنګه توجیه کوي؟ (۱)

حکمتیار صیب به مخکینې ویډیويي څرګندونې څرنګه توجیه کوي؟ (۱)

شاهد (غزنیوال)

د حکومت او ښاغلي حکمتیار ترمنځ په تر سره شوې توافقنامه کې پر دوو شیانو ډیر ترکیز شوی :

لومړی د امریکایانو له تور لیست څخه د ښاغلي حکمتیار د نوم لیري کول او دوهم نوموړي ته قضايي مصؤنیت ورکول .

دغه دوه موضوعات د هوکړه لیک په پنځمې او یولسمې مادې کې په تفصیل یاد شوي .

د قضايي مصؤنیت په اړه لیکل شوي :

یولسمه ماده:

حکومت به د دغې هوکړې سره سم په تېر کې د سیاسي او نظامي اقداماتو په لړ کې د اسلامي حزب مشر او غړو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي.

د یادې مادې محتوی ته په کتوسره دلته یوډول ابهام او غموض څرګندیږي په دې ډول چې دا قضايي خوندیتوب به د ښاغلی حکمتیار د کومو اقداماتو له وجې ورکول کیږي ؟

د روسانو او کمونیستانو په مقابل کې د جهادي اقداماتو او که د تنظیمي جګړې په مهال په کابل کې د ولسي خلګو د وژنې له امله؟

که چیري له یادو شویو اقداماتو څخه په تیر کې د یرغلګرو په مقابل کې جهادي اقدامات غرض وي بیا خو نو ښاغلی حکمتیار په لوی لاس خپله مبارزه او جهاد او همداراز د ټول ملت جهادي افتخارات یو جرم وګاڼه چې د هغو له امله یې د قضايي خوندیتوب ایجاب کیږي او یواځې حکمتیار به د دیاد مصؤنیت په وسیله له قضايي تعقیب څخه ژغورل کیږي.

په هرصورت زمونږ خبره دلته د ښاغلي حکمتیار پر هغو ویډیويي څرګندونو ده چې تر دې موافقتنامې وړاندې نوموړي د امریکایانو په تورلیست کې د ځان دشمولیت په اړه کړې ، هغه يي د ځان ویاړ ګڼلی ، او له هغه څخه يي د خپل نوم حذف کول د ځان لپاره تر ټولو لوی مصیبت بللی .

راځۍ په دې اړه خپله د ښاغلی حکمتیار هغو خبروته غوږ شو چې د هوکړه لیک تر لاسلیکولو وړاندې یې کړې دي:

د دې خبرو تر اوریدو وروسته که خپله ښاغلی حکمتیار ته د هغو په اړه د قضاوت واک ورکړل شي نه پوهیږو چې د خپل ضمیر او وجدان له مخې به ورباندې څرنګه پریکړه کوي او هغه به د خپلې عقیدي او علم په رڼاکې څرنګه توجیه کوي ؟

له دې پرته نورې هم د ښاغلي حکمتیار ډیرې داسې ویډیويي څرګندونې شته چې مونږ به يي هره یوه په وخت له لوستونکو سره شریکه او په اړه به يي د ښاغلی حکمتیار په نوي موقف کې د هغوی وضاحت وغواړو.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

6 تبصرې

  1. طوفان طوطاخیل

    دخدای فضل دی چې هسي ورګډ شو ، داسپیره دی ، ټولو خلکو په بدپالۍ نیولی چې هرچاته ورګډ شوی هغه والله که خیر لیدلی وي ،

    لیمیز الله الخبیث من الطیب ، دجهاد یوه ثمره داده چې خبیث اوطیب پاک او چټل سره بېل شي خدای پاک به یې نور هم سره بیلوي که تاسو د سیاف پخوانۍ څرګندوني واورئ بیخي به حیران شئ، دې هر یوه پخواني رهبر همداسي ډرتي ویشتي دي خو خدای پاک سخت ناکام کړي ، یا الله له ابتلاؤ مو وساتي

  2. عم مکوه ما او تا عوندی خلک به هم یو څوکا له وروسته همداسی وی. زمونک مشران تجاران دی په هرکاروان کی چی ګټه وه همعی سره یو ځای کیږی، داننی مخالفین نګوری اول پا کستان په رسمیت وپیژندل خو کله چی امریکا عوښتل طا لبان له منځه یوسی کفرستان یی لومړنی متحد وه چی خپله ټوله خاوره یی په واک کی ورکړه ورته او بیا یی دطا لبانو ټول مشران ته پا کستان ته لاړل او هلته ورته ښه کورونه ورکړل او جهاد یی شروع کړل.

  3. رحمت الله رحمت

    حکمتیار د شهرت ناروغ دی
    د حکمتیار صیب له ننۍ ویډیویي بیانیې څخه څرګندیږي چې نوموړی نور په فکري او نظري لحاظ یو مستهلک (تروخت تیر) سړی دی چې نه ورسره عقیدوي او جهادي تعهد پاتې دی او نه هم ملي او وطني احساس ، یواځې د خپل شهرت او مصالحو غم اخیستی هغه که له هرې لارې ورته په لاس ورځي دی پري وردانګي.
    که له حکمتیار نه وپوښتل شي چې نن د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې له لاسپوڅي اشرف غني سره پر سولې دومره ټینګار کوي ، پرون دي ولي له رباني او مسعود سره جګړه کوله ؟
    د روسانو تر وتو او کمونستي رژیم تر سقوط وروسته د شیطاني (تنظمي) جګړو ضرورت څه او پیل کوونکی یې څوک و؟
    اوس چې ته وايي چې تر امریکايي اشغال وروسته پنځلس کلنه جګړه ملموسه لاسته راوړنه نه لرې، ته دا راته ووایه چې ستا د زردادي خلافت محصول څه وه چې په انساني سپو دي معصوم افغانان داړل او د هغوی عفت او عزت يي تري لوټل؟

  4. هغه اوس هم تسلیم نه بلکه د داعشی ملیشو مشری ورته وسپارل شوه ، د حکومتیار وینا او عمل همااغه د انګریزانو ویلو او کولو ته ورته دی چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی . هغه که به اوایلو کی څه د ځیر وینا او کړنی کړی وی ، له هغه وروسته جه د نورو تش په نامه جهادی مشرانو په ګډون د سوړجنګ دغلامی تړون لاسلیک کړو بیا د الله ج د قهر او غضب سره مخ شو وویشل شو ، او هره پرزه یی په ګندګیو کی ډوبه شوه هغه ته مخکی د اربکی ملیشو او اوس ورته دداعشی ملیشو مشری و رکړی شوه ، هغه حکمتیار نه بلکه حکومتیار دی

  5. عبدالله

    السلام عليكم ورحمة الله
    وروره د گلبدین ویدیو ولی بند سو لطفا ماته ایمیل یی کری
    مننه

  6. دا ###څه وایې دا خو رښتيا چې هیڅ شخصیت یې نه لاره او نه یې لري !
    داڅنګه دحزب مشر شوی دی ؟؟ دا خو داسې خبرې کوي لکه دکلي بې سواده ملک ته چې په مرکه کې يوې
    خوا رشوت ورته ورکړی او یا یې غوړه ډوډۍ ورکړې وي !
    دا #### کله جنګي نفر لري ! هغوی چې په رښتیا مجاهدین وو هغه ټول طالبانو ته ورغلل او له ده سره څو
    رشوتخواره پاته دي چې هغوی ان لا پخوا مخ کې له دې مصنوعي ډرامې دکرزي حکومت ته ورغلي دي .

    ####!!!