نړۍ

محمد بن زاید: که په دبۍ کې انتخابات ترسره شي حتما یې اخوانیان ګټي

ویکي لیکس ویب پاڼې یو سند خپور کړی چې په کې په (۲۹/ ۴/ ۲۰۰۶) نیټه د ابوظبي په یو ریسټورانټ کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له مرستیالې (فرانسس ټاونسینډ) سره د ابوظبي د ولیعهد (محمد بن زايد) او ورور يې (عبد الله بن زاید) له خبرو اترو پرده پورته شوې.

په دغو خبرو اترو کې د امریکا مرستیاله ولسمشره له شیخ محمد بن زاید څخه غوښتنه کوي چې له مشکوکو نیول شوو کسانو څخه ژور تحقیقات وکړي او په آسانه دې يې له هیواد څخه نه شړي، دغه راز باید د تحقیقاتو نتایج د امریکا حکومت ته په واک کې ورکړل شي.

د ابوظبي ولیعهد د امریکا د مرستیالې ولسمشرې ټولې غوښتنې مني.

په دغو خبرو اترو کې دواړو لوریو له اخوان المسلمین سره د مبارزې په څرنګوالي هم بحث کړی. په افشا شوي سند کې شیخ محمد بن زاید د امریکا مرستیالې ولسمشرې ته وايي چې د فلسطین په انتخاباتو کې د حماس ګوند کامیابي باید د لویدیځ لپاره د عبرت درس وګرځي، ځکه چې همدا لویدیځوال په اماراتو کې له مونږ څخه د ډیموکراسۍ او آزادو انتخاباتو غوښتنه کوي.

“زه په پوره باور سره ویلی شم چې که همدا سبا ورځ په دبۍ کې انتخابات ترسره شي، خامخا به یې اخوان المسلمین ګټونکی وي”.

شیخ محمد بن زاید زیاتوي:

“مونږ داسې دیموکراسي نه غواړو چې په نتیجه کې یې اخوانیان واک ترلاسه کوي”.

نوموړی د امریکا له مرستیالې ولسمشرې سره په خبرو کې وايي چې مونږ له اخوانیانو سره په جګړه اخته یو، او دا زمونږ لپاره یو چلینج دی چې څرنګه کولی شو د تل لپاره یې داسې پوپنا کړو چې د بیا راتګ امکان یې ونه لیدل شي.

شیخ محمد بن زاید دغې امریکایۍ چارواکې ته ډاډ ورکوي چې په هغو تعلیمي نصابونو کې به بدلون راولي چې په شپیتمو میلادي کلونو کې د اخوانیانو له خوا جوړ شوي دي.

له بلې خوا د ابوظبي د ولیعهد ورور (عبد الله بن زاید) د امریکا له مرستیالې ولسمشرې غوښتنه کوي چې د امریکا او متحده اماراتو ترمینځ د ازاد تجارت د تړون د لاسلیک کولو چارې ګړندۍ کړي.

شیخ عبدالله بن زاید وايي:

“مونږ د دغه تړون له لاسلیک کولو څخه ځکه ګواښ او خطر نه وینو، چې عام ولس په دې نه پوهیږي چې دغه تړون اصلا له اسرائیلو سره د تجارت دروازه پرانیستل دي”.

شیخ عبدالله بن زاید د امریکا مرستیالې ولسمشرې ته د تړون په لاسلیک کولو ټینګار کوي او وايي چې دا د اماراتو لپاره یو ښه فرصت دی چې له اسرائیلو سره په تجارت او سوداګرۍ لګیدلی بندیز په دغې طریقې سره له مینځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x