کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / طالبان… د کابل تر نیولو شل کاله وروسته

طالبان… د کابل تر نیولو شل کاله وروسته

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

لومړۍ برخه

شل کاله وړاندې د تلې د میاشتې په ۶ نیټه طالبانو کابل ښار ونیو.

هغه مهال نه طالبانو داسې فکر کاوه چې پرکابل د دوی واکمني دی په نړیواله کچه د راتلونکو هیښوونکو تحولاتو لامل ګرځي او نه هم نړیوالو د طالبانو واکمنې ته په دې سترګه کتل.

که چیرې نړیوالې ټولنې او په تیره د امریکا متحده ایالاتو د کابل تر نیولو وروسته له طالبانو سره د یوه افغاني ولسي غورځنګ په توګه تعامل کړی وای ، د هغوی په خلاف یې د هغوی مخالفین (شمالې ټلواله) په مالی او سیاسي لحاظ تحریک او تمویل کړی نه وی ښايي د افغانستان غمیزه به دومره نه وه اوږده شوې لکه اوس چې د امریکایانو په شمول یې ټوله نړۍ له حل کولو څخه ناتوانه ده.
۱۳۷۵ هـ ش د تلې ۶ پر کابل د طالبانو ولکه .

له هغه مهاله اوس پوره شل کلونه تیریږي چې کابل د لومړي ځل لپاره د طالبانو تر ولکې لاندې راغی .

د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته په اداري او تنفیذي لحاظ د طالبانو د اسلامي امارت ځیني احکام او فرامین د نړیوالې ټولنې د نارضایت لامل وګرځیدل، چې د دغه نارضایت په پلمه لومړي د ملګروملتونو سازمان ورباندې اقتصادي تعزیرات ولګول او وروسته امریکایانو ورباندې پوځي برید وکړ.

په دې کې شک نشته چې طالبان د خپلې واکمني په مهال د یو لړ اشتباهاتو مرتکب شول خو هغه اشتباهات قطع د دې لامل نشي کیدای چې امریکایانو پر افغانستان د برید مجوز برابر کړي.

امریکایانو د پوځي یرغل په نتیجه کې د طالبانو حاکمیت ړنګ کړ، د طالبانو د حاکمیت تر نړولو وروسته یې د هغوی د تعقیب لړي پیل کړه ، د هغوي د چارواکو په سر یې میلیونیزې جائزې اعلان کړې ، په شمال کې تسلیم شوی طالبان یې د کیوبا د ګونتنامو زندان ته و رسول ، د بګرام په مرکزي جیل سربیره یې په نورو بیلابیلو ځایونو کې سري زندانونه ورباندې ډک کړل او په اصطلاح د تروریزم په خلاف پیل کړې جګړې ټول زور یې د هغوي په ځپلو متمرکزکړ.

له ۴۸ هیوادونو څخه یې خواوشا یوسل او پنځوس زره بهرني پوځیان د یوه جنګي ایتلاف په تشکیل کې افغانستان ته را مرش کړل او دلته يي پوره ۱۵ کاله د طالبانو خلاف پوځي عملیات وکړل.

د دې ترڅنګ یې د طالبانو خلاف تبلغاتي ماشین فعال او ترټولو تکړه او روزل شوي قلموال یې ورکې په کار وګمارل ، په لسګونو ټلویزونې چاینلونه ، په سلګونو رادیویې شبکې ، چاپي رسنۍ ، بریښنايي ویب پاڼې او … ټول یې یواځې د همدې یوه هدف لپاره وکارول، خو ۱۳ کاله وروسته امریکایانو ، ناټو تړون او په مجموع کې نړیوالې ټولنې دا درک کړه چې له خپل ټول پوځي، تبلیغاتي، اقتصادي او سیاسي ځواک سره سره د زور له لارې د طالبانو له منځه وړل ورته ناشونی دی ، هماغه و چې امریکایانو له طالبانو سره د منفي تعامل مخ بدل کړ، مستقیما او د خپلو مؤتلفینو په وسیله يي له طالبانو سره د سولې هلې ځلې شروع او د دې کار لپاره یې په قطر کې د سیاسي دفتر په پرانیستلو موافقه وکړه.

په قطر کې د امریکایانو په وړاندیز د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستنه ، هلته له طالبانو سره مذاکرات او د بندیانو تبادله په حقیقت کې د واشنګټن لخوا په ښکاره ډول د طالبانو د جهادي مقاومت په رسمیت پیژندل و چې د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې په ۱۳ تر سره شول.

د طالبانو موجود صورتحال

سره له دې چې امریکا او ناټو تړون د طالبانو په خلاف پوره ۱۵ کاله پوځي عملیات وکړل او په دې لاره کې یې په زرګونو ملیونه ډالر ولګول خو اوس لیدل کیږي چې طالبان تر شل کاله وړاندې طالبانو په پوځي ، سیاسي، او تبلیغاتي لحاظ ډیر قوي او پرمخ تللي دي .

ځکه هغه مهال طالبان یواځې له محدودو داخلي مخالفینو سره په مقابله لګیاول خو اوس په نړیواله کچه له ترټولو منظم او مجهز پوځي تړون (ناټو ) سره زور آزمويي کوي او له هغوي څخه یې په محاربوي لحاظ د جګړې میدان ګټلی.

دا عادي تخمینات نه ؛ بلکې هغه عیني مسلمات او حقائق دي چې د امریکایانو پوځي اوسیاسي چارواکي هم ورباندې اعتراف لري.

همداراز یې په سیاسي لحاظ د قطر دفتر له بهرني نړۍ سره د مباشر او غیر مباشر تماس لپاره فعال او کارکوونکي یې په نړیوالو غونډو او محافلو کې ګډون کوي او خپل پیغام نړیوالو ته رسوي.

داخلي هماهنګي او منظم والی

د طالبانو داخلي تشکیلات تر پخوا منظم او له هرډول تفرق څخه محفوظ دي.

د خپلو سیمو د کنټرول او ادارې پوره وړتیا لري، همدا طالبان دي چې په افغانستان کې یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د نورو ګډ وډیو په مخنیوي سر بیره د سرایله داعشیانو مخه ډب کړه، هغه داعشیان چې امریکایان يي له خپل ټول پوځي ځواک سره په مقابلې کې ځآن ناتوانه بولي.

سره له دې چې په یوه کال کې دوه ځله د مشر تابه له خلاسره مخ شول ، خو هغه خلا یې په داسې ډول ډکه کړه چې نه د بهرنیانو په خلاف مقاومت تري متأثر شو او نه دوی د مقاومت له اهدافو څخه منحرف شول.

د امریکایانو په مقابل کې یې تر۱۵ کلن مقاومت وروسته هم پوځي ، اداري او سیاسي تشکیلات ټول منظم او تریوې قوماندې لاندې رهبرې کیږي.

مونږ د نړۍ د هغو هیوادونو وضعیت هم وینو چې یا د امریکایانو د پوځي یرغل له امله لکه عراق او یاهم د هغوی د مداخلاتو له وجې لکه سوریه ، لیبیا ، یمن او صومالیا د مرکزي حکومت له خلاء سره مخ دي، هلته په سلګونو ډلې او تنظیمونه راټوکیدلې او هر یو يي د بل په خلاف په مقابله لګیادي ، مګر په افغانستان غوندې جګړه ځپلې هیواد کې چې تیرې څلورلسیزې يي په نامهاره جګړه کې تیرې کړې او امریکایان هم کوښښ کوي د مقاومت د مرکزیت د تضعیفولو په خاطر د دولت پلوه اربکیانو تر څنګ نوري په نوم جهادي ډلې را پیداکړي خو د طالبانو د مسلط توب له وجې د امریکایانو دا سازشونه ناکام او بیاهم ټول مقاومت له یوه قیادته رهبرې کیږي او په جهادي ساحه کې هیچاته د دې اجازه نه ورکول کیږي چې ځانته ډله او رهبر ولري.

دا کنټرول له دې پرته چې د طالبانو د خارق العادته تسلط یوه معجزه وبلل شي بل هیڅ نوم نشو ورته غوره کولای .

د شوروي اشغال په مهال مونږ په خپل هیواد کې د متعددو جهادي تنظیمونو شاهدان وو چې د قومونو، سیمو او مذهبونو په اساس سره ویشل شوي او د سره پوځ ترعقب نشیني وروسته په خپلو منځو کې سره اخته شول.

خو طالبان سره له دې چې د له منځه وړلو، ویشلو او شیندلو لپاره يي د امریکاغوندې نړیوال یوه قطبي ځواک په هلوځلو بوخت دی د امریکایانو په خلاف ملي مقاومت یې په داسې ډول متحد ساتلی چې د هیڅ ډول انشعاب او تفرق امکان ور کې نه لیدل کیږي، کومو د ګوتو په شمیر کسانو چې د طالبانو له مرکزي قیادت څخه د انشعاب هڅه کړې هغوی له هماغه انشعاب سره په شخصی لحاظ تجرید شوی او بي اغیزې شوي دي.

د موازي ځواک په توګه

طالبان اوس په افغانستان کې عملا د یوه موازي ځواک په وضعیت کې قرار لري.

هغوی د ۳۴ ولایتونو لپاره موظف والیان لري.

دغو والیانو په هر ولایت کې د ولسوالیو په شمول ټول ادارې ، امنیتي تعلیمي ، صحي ، عدلي او قضايي ارګانونه فعال کړي دي ، د ولایتونو په مرکزونو او اطرافو کې ولسي خلګ خپل ټول حقوقي موضوعات د طالبانو محکمو ته ور وړي او هغوی یې د شرعي مقرراتو مطابق بي له ځنډه ورته حل کوي.

د غلو ، قانلینو اولاري شکوونکو مخنیوي کوي او د شرعي شواهدو د شتون په صورت کې د محکمو لخوا ورباندې شرعي حدود پلي کوي.

کومې تجارتې کمپنۍ چې په افغانستان کې پانګونه کوي او یا هغه مرستندویه مؤسسې چې په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې کارکوي او د خپلو فعالیتونو په مقابل کې دولت ته ټیکس ورکوي او یاهم په ځینو مواردو کې د خپل حفاظت (سیکورټي) لپاره هغوي ته مالي امکانات ورکوي ، په عین شکل همدا کمپنۍ او مؤسسې طالبانو ته هم ټیکس او د هغوي په سیمو کې د سیکورټي په نوم امکانات ورکوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي، نړیوال سور صلیب او نور نړیوال سازمانونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي هغوی د خپل فعالیت د تداوم لپاره له طالبانو سره په هغه ډول منظمې اړیکي ساتي لکه څومره چې یې د کابل له حکومت سره ساتلې.

پایله

طالبان چې شل کاله وړاندې په کابل واکمن شول اوس هم د هیواد د یوه ملي او مذهبي ځواک په توګه د افغاني ټولنې په ټولو اقشارو کې د یوه حک شوي موجود په حیث پر هغه قوت پاتې دي .

که څه هم چې د دې ځواک سیاسي نوم طالبان دي خو واقعیت دادی چې طالبان د افغان مسلمان ولس د جهادي مقاومت او ملي ځواک مظهردی ، طالبي مفهوم اوس یواځي د دیني مدارسو په زده کوونکو(طالبانو) کې نه دی محدود، بلکې تر دې مفهوم لاندې د ولس د هرقشر او طبقي وګړي راټول شوي .

( طالبان ) یا په بل عبارت د افغاني مقاومت ولسي ځواک چې له خارجي یرغل سره د مقاومت او مقابلې په روحیه را ټوکیدلی ، د هیواد ګوټ ګوټ ته غزیدلی او د هیواد په هرکونج کې یې له خپلې خاورې او عقیدې څخه د دفاع غږ پورته کړی ، ولس يي حمایت کړی ، او په خپلو سرونو، مالونو او اولادونو سره يي د هغوی ننګه کړې.

امریکایان او نړیواله ټولنه باید د همدغه واقعیت پر اساس له طالبانو سره تعامل وکړي اوهغوی ته باید د افغاني ټولني د یوه عیني مسلط حقیقت په سترګه وګوري .

د هغوی محو کول د ټول افغان ولس له محو کولو سره معادل دی چې دا کار نه مخکينیو یرغلګرو ته ممکن و او نه به اوسنيو یرغلګرو امریکایانو ته اسانه وي .


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. محمد نعیم سادات

    په دین کی تعصب کول له قومی او جنسیتی تعصبه څخه بدتر کاردی ځکه چی قومی تعصب د دینی تعصب زیږنده ده او جینستی تعصب بیا د قومی تعصب زیږنده ده . کله چی په یوه ټولنه لومړی دینی تعصب حاکم شی نو له هغه وروسته خامخا هلته قومی تعصب رامنځته کیږی چی ددی پروسی دریم پړاوو بیا په جینسیتی تعصب بدلیږی . د همدی تعصب د مخنیوی لپاره موږ د محمدی شریعت قوانین لرو چی د نوموړو قوانینو مطابق د یوی مسلمانی ټولنی خلکو ته ددوی د اعمالو مطابق مجازات ورکول. کیږی . نو په همدی خاطر په یوه اسلامی ټولنه کی هیڅوګ حق نلری چی کوم بل څوګ د هغه د عقیدی په نامه مجازات کړی . کله چی یو څوګ په ژبه دا اقرار کوی چی زه مسلمان یم همدا زموږ لپاره کفایت کوی چی موږ نوموړی مسلمان وګڼو . او داچی نوموړی په زړه کی څه ‌‌‌‌‌‌ډول عقیده لری هغه زموږ مکلفیت ندی . او کله چی کوم شخص یا ‌‌‌‌‌‌ډله په ژبه اقرار کوی او وایی چی موږ مسلمانان یو او تاسی ورته وایاست چی نه موږ پوهیږو چی تاسی په زړونو کی کافر یاستی دا خبره وچ دینی تعصب دی او لدی ‌‌‌‌‌‌ډول تعصب څخه باید هر مسلمان ځان وساتی