کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / تر ما بې وزله هم شته «رښتينې کيسه»

تر ما بې وزله هم شته «رښتينې کيسه»

شيرين

ډېری وخت به داسې پېښ شوي وي چې تاسې خپل شلیدلي بوټان او څپلۍ د ګندلو او یا رنګولو لپاره د خپل کلي کور او کوڅې موچي ته وروړي وي، خو هېڅ کله به مو له ځانه سره پر دې ټکي فکر نه وي کړی چې د سړک د غاړې دا کسبګر(موچیان) په څه ډول ژوند کوي؟ او د ژمي سړه او د اوړي توده هوا څنګه زخمي او څومره خولې تویوي.

عبدالباقي یو له همدغو موچیانو څخه دی چې د موچي توب له لارې خپلې ۸ کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروي. نوموړي په لومړي سر کې له مرکې انکار کاوه او ویل یې چې ژورنالیستان فقط خپل خبرونه ورباندې جوړوي او نور د ملت په غم کې څوک نه دي، خو کله چې د مرکې پر اهمیت قانع شو او په دې وپوهېد چې تاوان نه ورته کوي. غاړه یې کېښوده.

عبدالباقي په احمدشاه بابامینه(ارزان قیمت) کې د سړک پر غاړه موچي توب کوي، هغه په باراني ورځو کې بیا پر ځان پلاستیکي کوډۍ دروي. نوموړی شاوخوا ۷۰ کاله عمر لري،  ږیره یې تکه سپینه ده، خو یو نیم ډکی په کې تور هم ښکاري. په داسې حال کې چې لاسونه یې ریږدېدل د موچي توب دروشه( د ګنډولو لاسي ستنه یا د بخۍ وهلو لاسي ستنه) یې په ډېر زور سره د بوټ په څرمنه کې دننه کړه او بېرته یې په ډېره سختۍ راوایسته او ویې ویل: (( ډېر زور غواړي، خو څه وکړم همدا مې کار دی، بل څه نشم کولای.))

د عبدالباقي لاسونه تل مدام د بوټانو په بېلابېلو رنګونو ککړ وي، دا لاسونه له ورایه د بې وزلۍ، فقر، غربت او مجبورۍ پیغام له ځانه سره لېږدوي، خو خلک ورته نه متوجه کېږي او ځینې خلک لا پټکې او غوسه هم ورباندې کوي چې ولې د بوټانو ګنډل یې ځنډیدلي او یا ولې رنګ شوي نه دي. عبدالباقي ژمی په ننګرهار او اوړی په کابل کې تېروي. هغه وايي چې ناامنۍ او بې وزلۍ د کابل او ننګرهار پر کوڅو او سړکونو سر کړی او له موچي توب پرته د نفقې د پیدا کولو بله لاره نه ده ور پاتې: ((د ارزان قیمت نه لږ ښکته مې یو کور کرایه کړی، ۳۰۰۰ افغانۍ را څخه اخلي، ډېره ګټه نه کوم، په سختۍ سره ژوند تېروم، خو بیا هم شکر دی دومره کېږي چې پرې ژوندي وو.))

عبدالباقي موچي توب د هجرت په کلونو کې په پېښور کې زده کړی دی، هغه څو کاله هلته د څپلیو د ګنډلو په دوکانونو کې کار کړی، خو د هجرت تر پای وروسته چې بیرته افغانستان ته راوګرځید په کلي کې یې دهقاني پیل کړه. هغه وايي: (( څو کاله مې دلته( ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ) کې دهقاني وکړه، خو حالات بیخي خراب شول، اوس په کلي کې ګوازه نه کېږي، کله طالبان جنګ کوي، کله ملي اردو په کلیو کې ګرځي او طالبان لټوي، خلک سخت په تنګ شول. یو زوی می هم څو کاله مخکې چا شهید، هېڅ درک یې معلوم نشو، یتیمان راته پاتې شول، اوس په اوړي کې کابل کې کار کوم او په ژمي کې ننګرهار ته ځم، د قوس تر ۱۵مې له خیره ننګرهار ته خوځېږو.))

عبدالباقي وايي چې په کابل کې د موچي توب ګټه وټه تر ننګرهار ښه ده او د ورځې تر درې نیم سوه افغانیو پورې پیدا کوي، خو په خبره یې دلته قیمتي ډېره ده او د ده ټوله ګټه وټه ترې وړي:(( دلته کرایه جګه ده، سبزي هم قیمته ده، هېڅ شی ارزانه نه دي، څه چې ګټو هغه څټو.)) عبدالباقي چې په بوټانو باندې رنګ وهلو زیاته کړه:(( د کابل ژمی هم ډېر سخت دی، لرګي د اسمان په بیه دي، خروار اته زره روپۍ دي، باید لاړ شم او په جلال اباد کې خپله پرده وکړم، بیا پسرلي کې به ګورو.))

عبدالباقي چې له خپل ستړي ژوند ډېرې ترخې خاطرې لري، بیا هم پر خپل ژوند خوشاله دی او د الله تعالي شکرونه ادا کوي. هغه وايي، موچي توب سبب شوی چې تر ځان ډېر بې وزله او غریب خلک وویني:(( تاسې باور وکړئ ځینې وخت خلک داسې بوټان راته راوړي چې نور هېڅ هم په کې نه وي، حتي جوړول یې راته سخت ښکاري، په دغه حال کې داسې احساسوم چې تر ما بې وزله او مجبور خلک هم په دې ملک کې شته.))

عبدالباقي وايي چې صداقت او پرهیزګاري د بریالیتوب کلۍ ده، خو په خبره یې ده دا دوه صفتونه د حکومت په مشرانو کې نه دي موندلي که نه نو افغانان به نن دومره بې وزله او فقیر ملت نه وای. دا د سړک د غاړې موچي له حکومت څخه غواړي چې خلکو ته کار وکړي، وطن جوړ کړي او امنیت ټینګ کړي: (( موږ له دې حکومته نور څه نه غواړو، ډوډۍ خپله پیدا کوو، خو امنیت دې راته راولي، وطن ته دې کار وکړي.))


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ