نظــر

دفرید او وحید حماسه

Untitled-1بپه وطن یوځل بیا دبي ننګۍ سیلۍ را الوتې ،کټ مټ لکه  دشاشجاع ، یعقوب خان او کارمل منحوسې ارواګانې چې بیا را ستنې شوي وي او دوطن له برخلیکه انتقام اخلي ، هغه یو شاشجاع چې موږ یې له تاریخ څخه شرم  نه شوای مینځلی اوس یې دوه نیم زره لمسیان پیدا شوي ، او غواړي دخپل نیکه جرم تکرار کړي .

د مور وطن وجود ته  که له یوې د تزویر لاسونه غځیدلي دي ، له بلې خوا دزور  چورلکې هم غومبر وهي او دزرو پاکټونه  هم  ویشل کیږي ، دسرلوړي وطن په امتحان مبتلا زامن درنې ګبڼۍ نیولي او په بینا سترګو دیوه  شرمیدلې معاملې ننداره کوي ، سرلوړی کابل یوځل بیادشرم تر درانه پیټي لاندې ستمیږي ، سخته بې ننګه ورځ ده ، که  پخوا به میړانه په سیالي وه  داځل بې ننګي په سیالي ترسره کیږي ، هغه شاعر چې ویل به یې ( موټی خاوره دوطن به پرې ورنکړم . . .) اوس لګیا دی دمور وطن دخرڅلاو په خوشالۍ سندرې او بګتۍ وایي ، هغه سیاستوال او تکنوکرات چې دافغان وطن  په هوا او اوبو یې کوناټي کړي ، اوس حاضر شوی  چې دوطن دخرڅلاو په قباله دګوتې په ځای کوناټی ولګوي ، هغه سرباز چې دوطن د ساتنې او دفاع سوګند یې اخیستی دی ، د بې ننګۍ په مسابقه کې له چا وروسته نه دی او ښه په نره دهغه جرمنۍ کیږدۍ  امنیت ساتي ، چې دوطن دخرڅلاو مراسم په کې ترسره کیږي ، دبې ننګۍ توپان خورا په اوج او موج کې دی او دبې ننګو آسونه خورا چاغ دي .

خو سرلوړی وطن په دې سخته ورځ هم بې څوکه نه دی ، که له یوې خوا له پلازمینې کابل څخه دازادۍ دمبارزینو دفتحو او حماسو دڅپو حلقه راګرځیدلې ، له بلې خوا دپلازمینې په زړه کې هم دننګ اوپت بیرغ یو مخ نه دی غورځیدلی .

که دمکناټن بچوڼي رامیدان ته شوي نو دغازي اکبر ځای هم تش نه دی ، هوکې بازخانه نه بې بازه کیږي ، که له یوې خوا دشاشجاع ، یعقوب خان ،ببرک کارمل او حامدکرزي غلام صفته لښکریان دوطن دخرڅلاو شرمناکې معاملې ته روړاندې شوي ، له بلې خوا  دشمال دغازي میرمسجدي خان او دتګاب دمیاصاحب ارواګانې هم خاموشه نه دي . . . هوکې  ، موږ وینو چې دتګاب (فرید) اود بغلان( وحید)دوطن ، اولس او استقلال په لیونۍ مینه دپت او غیرت میدان ته وړاندې شوي او له درست کابل میشتي کفر سره یې ډغره پیل کړې ده .

دا کومه مفته کیسه نه ده ، چې دکابل ټول غلام چارواکي ، ډالري مطبوعات ، بې ضمیره سیاستوال او اخیستل شوي صاحب نظران په یوه خوا زور وهي ، خو په مقابل کې یې حاجي فرید او وحید مژده دثابتو غرونو په څير ولاړ دي .

دا دفرعوني حاکمانو په وړاندې دکلمة الحق داظهار مبارزه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  یې اعظم جهاد بولي ، دایمان زور  او فولادي عزم غواړي ، هغه ایمان او عزم چې فرید او وحید یې په تیرو څو ورځو کې نغد ثبوت وړاندې کړی دی .

لکه څومره چې داسلامي وطن دازادۍ دلارې  دسرسپارلو مجاهدینو او فدایانو سرښندنې  دقدردانۍ وړ دي په همدې کچه دکفر او جبر په وړاندې دفرید او وحید غوندې دمبارزو اتلانو کارنامې هم دفخر وړ بلل کیږي .

هو کې حاجي فرید ، وحید مژده او نور مبارز ملګري یې چې دسرلوړي وطن دخرڅلاو دمعاملې په وړاندې په میړانه ودریدل ، د استعمارګرو او غلامانو پټې معاملې یې رسوا کړې ، او ملي استقلال ته دتعهد ثبوت یې وړاندې کړ ، ددوی دا کارنامه به زموږ په ویاړمن تاریخ کې په زرینو کرښوولیکل شي .

زه دافغان وطن دیوه وفادار زوی په حیث  حاجي فرید ، وحید مژده او داستقلال دلارې ټولو مسلحو او بې وسلې مبارزینو ته  د دوی دسرلوړي دریځ  او متدین موقف مبارکي وایم ، او دا ورته وایم چې . . .

این سعادت به زور بازو نیست

تا نه بخشد خدای بخشنده

دین پالو او وطن پالو ملګرو ! دا دنیا تیریدونکې ده ، خو پس له مرګه به دهرچا په اړه دنیوي او اخروي قضاوت  دهغه اعمالو او عملي موقف ته  په کتلو سره کیږي ، همدا ژوند په غلامانو ، دین پلورونکو او وطن خرڅوونکو هم تیریږي ، او ددین او وطن په وفادارو مبارزینو هم تیریږي ، خو توپیر یې دادی ، چې دغلامانو به له مرګه وروسته په دنیا کې دشاشجاع او کارمل غوندې قبرونه  ورک وي ، او په اخرت کې به دخپلو کفري بادرانو او ولینعمتانو سره یوځای ددوزخ  کندو ته غورځي ، مګر دخپلواکۍ دلارې مبارزین به په دنیا کې هم  دایوب خان ، وزیراکبر خان ، ملامشک عالم او میرمسجدي خان غوندې دویاړ  ستوري بلل کیږي او په اخرت کې به دفي سبیل الله مجاهدینو اوشهیدانو په ډله  کې حسابل کیږي .

نو ویاړ په داسې موقف ، ویاړ په داسې عزم  او ویاړ په داسې ایماني پرتم . . .

دفرید او وحید دین پاله ، پت پاله او وطن پاله حماسه دې  ټولو  دخپلواکۍ مینانو ته مبارکه وي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x