نظــر

روشن بلقیس د میوند ملالی نوم ژوندی کړو

بسم الله الرحمن الرحیم
روشن بلقیس ،  د کابل  غلامی اداری او غلام کرزی  ته په ډاګه کړه ، چه د کابل د اداری له نارینه وو څخه د بلقیس ایمان ، غیرت او شهامت ډیر اوچت دی  او دایی نړیوالو او اشغالګرو ته په ګوته کړه چه دغه جرګه  په ډالرو اخستل شوی آو ډیر یی د ملت نه د غلامی اداری کسان دی او هغه چه یی  له ولایتونو راوستلی اکثره یی د دی غلامانو خپلوان او دوستان دی  زمونږ دمظلوم او مجاهد اولس نمایندګی نه شی کولی  دا د زمرو وطن دی ګیدړان یی نه نمایندګی کولی شی او  نه  یی پلورلی شی ،

ددی هیواد په هره دره کی قهرمانان  شهیدان پراته دی چه هر شهید یی د ټولی نړی سره برابری لری  ، الله ج فرمایی شهیدانو ته مړه مه وایاست شهیدان په جهاد  بوخت دی( ژوندی دی )  شهیدان تر ملایکو هم لوړ دی  دا هیواد تر ملایکو  اوجت مخلوق تر اداری ، تصرف او تسلط لاندی  دی ، کرزی دغه اوجت مخلوق ته د خالق او د هغه د مظلوم  مخلوق په دشمنانو ( امریکا )  ماتی ورکوی ؟ کیدونکی نه ده .

د دی هیواد وچه ، لمده ، هوا ، غرونه ، دشتونه ، او ښارونه ټول مجاهدین دی زه یی عملا مثالونه درته په ګوته کولی شم حتی زمونږ حیوانات له اشغلګرو کرکه لری  پرون که یی د روس ملا ورماته کړه ، څه وخت مخکی یی د همدغه د شنو سترګو انګریزانو امپراطوری  ( چه لمریی  په امپراطوری کی نه ډوبیده ) سره وشړوله چه نن د هغه امپراطوری نښی نشته صرف قیصی یی پاتی دی.

 الله ج لکه د انسانانو په شان قومونو ته هم ځینی  ښی یا بدی ځانګړتیا وی په برخه کړی لکه  د انګریزانو قوم د نړی د شریرو ، دسیسه کارو ، دروغجنو او په لنډ مهاله او اوږد مهاله  پلانونو کی ډیره پوهه او ابتکار لری د دوی له لاسه  ټولی نړی څخه سولی رحلت کړی ، د افغان قوم  ځانګړتیا بیا اوجت ایمان ، غیرت او شهامت اوداسی نور ،  الله ج ور په برخه کړی ،د همدی کبله هر استعمار  ورسره ځان معلوموی سرجنګی ورسره کوی مګر په هره سرجنګی کی الحمدلله  بری تر لاسه کوی د نړی لویو لویو قدرتونو ورباندی زور ازمایی کړی  د دی پر ځای چه افغانان مهار کړی دوی مات او مهار شوی له دی کبله دی هیواد ته د استعمارګرو هدیره ویل کیږی د نړی هر استعمارجنازه دلته پورته او دلته خخیږی.

 له بده مرغه ، د دی په څنګ کی افغانان  څه ناڅه  جهالت او داسی نور بد صفتونه هم لری  د دی جهالت او بدو صفتونو له امله که  نور پری حکومت نه شی کولی خپلو کی  په ګډه هم حکومت نه شی کولی . زما دا خبره  روسانو ، انګریزانو او  امریکایانو ته  معلومه ده ځکه یی افغانان سره ویشلی او خپلو کی یی د قوم ، ژبی ، مذهب ، سمت او داسی نورو سره جنګوی ( وویشه حکومت وکړه ) دا د استعمار ډیر پخوانی فارمول دی .

   دیارلس کلونه کیږی  مونږ اشغال شوی  ، مګر غلامان نه یو ، تر څو چه  د اشغال  په مقابل کی مقاومت شتون لری   هغه اولس غلامان  نه شی کیدی  پرون  روسانو مونږ اشغال مګر غلامان نه کړی شول  او نن امریکایانو اشغال کړی مګر غلامان یی نه کړی شول ، څه وخت مخکی انګریزان زمونږ مقابل کی نه یواځی د ماتو سره مخامخ شول بلکه  د هند له لوی وچی څخه افغانانو راوویستل او امپراطوری یی ورله صفر کی ضرب کړه ، پرون د روسانو دغه حال وو  نه یواځی دا چه ماتی یی وکړه بلکه دکمونیزم الحادی فلسفه یی چه دوی لازواله شمیرله  د موزیم یوه برخه شوه شرقی اروپا، مرکزی اسیا او حتی خپله روسیه د کمونیزم له خطره په امن کی شوه ، د وارسا کمونستی پکت دړی وړی شو  نن د هغو د برخه لیک سره انشالله  امریکایان او د ناتو پکت  مخامخ دی.

 که څه هم  د  ډیرو ډالرو ،وسلو وسایلو  او دخپلو ټولو کفری غلامو هیوادونو د ګډو نظامی بدمعاشانو  ، زمونږ د پلورل شوو ایزمیانو او اخوانیانو په مرسته یی زمونږ هیواد یو ځل بیا اشغال کړو مګر د الله ج په فضل  او مرستو دوی  هم د اسلامی مقاومت د غیرتی مټو توان ونه درلود  او د ایمان مقابله و نه شوه کولی  د اخری ماتی سره مخ دی راتلونکی کال یی د خپلی تیښتی او ماتی د اعلان د پاره ضرب الاجل ټاکلی دی .

دا چه دوی د افغانستا ن د فقیر ولی  مجاهد اولس په مقابل کی په ډیر کبر او غرور یرغل وکړو او د کابل  په بی کفایته او فاسدی اداره یی تریلونونه ډالر او وخت خاوری کړو او د دوی د پاره یی خپلی وینی هم توی  کړی همدا ناپوهی یی بس دی   وایی ( د ټنګی شادو نه وه او د روپی بیاسته یی یووړه )  هغه بی کفایته او فاسده اداره باندی دومره لویه سرمایه ګذاری د امریکا اقتصاد و نړاوه  اقتصادی رکود له نظامی ماتی ډیر خطر ناک دی په ژباړونکو او نظامی لګښتونو یی هم ملاوی  ورماتی شوی.

 د دوی له دی وحشی حملو او اشغال څخه یو هدف دا چه دوی ته د مسلمانو  میړانه په ډاګه وه  چه د افغانانو ماتول ډیر زیات نظامی  پیاوړتیا او اقتصادی لګښتونو ته اړه لری  او هم یی غو ښتل چه د افغانستان په وحشی حمله  به نوره نړی هم وډاروی . او دایی هم نظر کی وه  چه  کوم کار( یعنی  د افغانانو غلامول )  روسانو په لسو کلونو کی ونه کړی شو دوی به یی په لسو میاشتو کی تر سره کړی . مګر داچه د دوی جنګ  د نالیدونکو شهیدانو ( چه تر ملایکو یی زور زیات دی ) او غیرتی مجاهدینو سره وو  کوم چه د الله نازولی وو  د الله ج د نازبینو سره جنګ د الله ج سره جنګ دی ، ددی پرځای چه دا جنګ څو میاشتو کی  دیارلس کلونه تیر شول ، او د دیار لس کلونو په اوږدو کی ددی پرځای چه مجاهدین مهار کړی دوی مهار شول الله اکبر

 کله چه روسان په خپله ماته پوه شول  ، هوښیار وو ،  دمنډو او تیښتو د پاره یی فاصله هم کمه وه ، د احمد شاه مسعود په تعاون بی له دی چه د سولی قرار داد لاس لیک کړی و تښتیدل  بل مخکی والی چه یی په امریکایانو در لود دهغو  اخری ګوداګی د نجیب حکومت  د کرزی تر حکومت  پرتله یی ډیر ثبات او  قوت درلود ،  اداری فساد او خپلو کی دویشنو او دشمنیو کچه یی یی دکرزی تر اداری کمه وه په هر صورت روغ رمټ وتښتیدل ،که څه هم دی کاریی پوره ماته په ډاګه شوه   وایی له ډیر تاوان لږ تاوان ښه دی ، له ډیرو مادی تاوانونو یی ځان وژغورلو.

برخلا ف ، امریکایانو  د کبر غرور او که د کم عقلو مشاورینو له لاسه او که د جاهله مشر تابه له امله سره د دی چه له څو کلونو راهیسی د خپلو پرله پسی ماتو کتونکی دی بیا هم  له زور او جهالته کار اخلی  تر دی چه هیواد یی د پوره اقتصادی رکود سره مخ  او ډلوټپلو  پاندی وویشل شو ، مورال یی راولوید ، حتی د خپل خلک یی ورته د ماتیدو چیغی وهی چه مات شوی د لږی ګتی د تر لاسه کولو دپاره  مو ډیر تاوان وکړو که وختی پشی خپلی کړی د ډیر تاوان او دیری بدنامی او مورال د رالویدولو څخه به ځانونه وژغوری .
مګر دوی ددی دپاره چه خپله نهای ماته پټه کړی دوی ځانته ۲۰۱۴ کال د خپلو وتلو ضرب الاجل وټاکلو ،  یعنی د ۲۰۱۴ کال په وتلو چه  دوی څه غوښتل تر سره کړی ، دخپلی خوښی او پلان له مخی په بریالیتوب سره  ووځی  ولی د دی ضرب الاجل ټاکنه هم ورته په لویه بیه تمامه شوه یعنی  د دوی د ماتی کچه نوره هم  په ډاګه  شوه که دوی د ۲۰۱۴ کال څخه مخکی تښتیدلی د لا ډیر شرم سره مخ  او که وروسته وځی شرم او تاوان یی دواړه زیات شوی دی .

یوغریب سړی ډیر وږی ، رستورانت کی یی څه خوراک فرمایش ورکړو دده له بخته هغه کی ډیر مرچ وو ، داچه وږی او هم یی نوری روپی نه لرلی هغه خواړه یی خوړل او له سترګو یی  اوښکی روانی وی ، کوم ملګری یی ولید ، هغه ورته ویل څه خبره ده ؟ ده ورته وویل چه خوړو کی مرچ ډير دی وږی هم  یم  خو باید ویی خورم ،  نوری روپی هم نه لرم.

امریکایان هم دغه د مرچو ، لوږی او نه روپو د قیصی سره مخ شوی چه هم یی  خلک  د دوی  په دروغو باوری شوی   ، هم یی اقتصاد دړی وړی  ،  مورال  یی رالویدلی  د طالبانو سره د سولی پروسه کی یی هم  بی باوری رامنځته کړه ،  کومه شړیدلی اداره چه یی کابل کی جوړه کړی هغه هم د شګو بند لږی اوبه یی هم به مخه کوی له بلی خوا یی د ۲۰۱۴ کال ضرب الاجل ځانته ټاکلی له هغه مخکی تښتیدلی هم نه شی ، هیواد  یی هم  لیری ، د وسلو  وړلو د پاره  اوچتی بیه یی پری کولو ته اړه لری.

نو دغه اوسنی امنیتی تړون یی هم بله مهمه مانوره ده  چه پری د خپلو هیوادونو باوربیا تر لاسه اوشرم یی هم  نړیوالو ته کم شی یعنی د دی تړون په ښودلو ددی ثابتولو وسه او هڅه لری چه دوی د خپل هدف اوله مرحله تر سره  کړه  ، له دی تړون وروسته به مو اشغال قانونیت خپل کړی ، له دی وروسته زمونږ  زمونږ دنده به د افغانی عسکرو روزنه ، استخباراتی لاسته راوړنی او د معدینانو  پلټنی او څیړنی  او داسی نور وی

ولی دا  د دوی ټولی  خیالی خبری او  پوچه خوشالی ده ، دوی په هماغه اوله مرحله کی د ماتی سره مخ شوی ، په دی هکله یوه فکاهی را په یاد شوه بخښنه کوی وایی ، ( یو ټیزن چیری سفر ته روان وو روټه به یی خوړلی وه ، د خپل سفر د لنډوالی د پاره یی دا خپل ټیزونه د لیاری معیار وټاکلو ، اول تیز یی اول فرسنګ ، بیا ځی ځی  بل یی اچولی ویل دویم فرسنګ ، بیا یی دریم ، څلورم ، تر لسمه فرسنګونه ورسیدل یو بل سړی هم ورپسی دی خبرنه دی مګر هغه د ده ټول  ټيزونه او خبری اوری  لسم فرسنګ ته چه رسیدلی دا وروستی سړی یی لیدلی ، چه معلوم کړی چه څه وخت به دی راپسی وو پوشتنه یی تری وکړه  چه تاسی څه وخت مونږ سره ملګری شوی، هغه ورته ځواب ورکړو چه له اول فرسنګه زه درسره یم ، یعنی ستا ټول ټیزونه می اوریدلی دی . یعنی افغانان د دوی له ټولو ټیزونو او پلانونو خبر دی چه دوی دا چنګ بایللی ، کله بلقیس ته په قاریږی چه زمونږ ټیزونه دی ولی اوریدلی او کله حاجی فرید او مژده صاحب او کله ملالی جویا او کله هم بشردوست  ته یی غصه راځی چه زمونږ پسی که نه وی زمونږ له  ټیزونو به کله خبر شوی وی یعنی مونږ مه تعقیبوه . سمدلاسه د ایران ،پاکستان او حتی د اسراییلو جاسوسان تری جوړ کړی .وایی د فاحشی ښځی چه د بل ښځی سره جنګ شی تر ټولو لمړی ورباندی خپل کسان تپی ، د دی په خاطر چه هغه یی دی ته ونه وایی .

دا چه محترمه خور روشن بلقیس د دوی د اول فرسنګ  د بریالیتوب ( ټیز )  په تمثیل کی ورته د دوی ماته په ډاګه او اعلانوی ، ورته وایی چه خیانت د کولو په چل هم نه پوهیږی بس مونږ چه هر څه کوو ای یرغمل ملته تاسی یی ومنی او که نه د هغه او دغه جاسوسان یاست ؟ الله ج مو هلاک کړه  افغانان کله غلامان شوی نه دی او  نه به غلامان شی ، د افغانانو هیواد  د لویو قدرتونو هدیره ده  تاسی که  په  کرزی او دهغه په  بی ضمیره ټیم نکاح تړلی هغه مو ډولی کی له بهره راوستلی هغوی په دی پلورلتیا خپل افغانی او اسلامی  پیژندنه (  هویت )  له لاسه ورکړی هغوی نور ابدا افغانان نه دی په هماغه ډولی کی یی بیا له ځانه سره د میړونو او بادارانو هیوادونو ته یوسی له کومه چه مو راوستی وو او هغه د ګیسی سټشنونو اود هوټلو د پیاده ګری دندی بیا وروسپاری  .

 که مونږ ته یی پریږدی ډير  ښه کار به وکړی ددی وړتیا نه لری چه له ځانه سره یی بوځی له تاسوسره یی هم ډیر خیانت، غلاوی ،او درغلی کړی دی افغان اولس به یی اسلامی محکمو  ته  د ټولو حسابونو د پاره وړاندی کړی او د د وی د عمل مناسبی سزاوی به ورته واوروی او د دوی دغه د غلاوو ، غصب،  فریب کاریو او وحشتونو بی شمیره سرمایه  چه یی راټوله کړی د افغانستان د بیا جوړونی د پاره څو ځلی پوره ده مونږ د چا مرستی ته اړه نه لرو

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x