
بیا هم د فاجعې تکرار او بیاهم د حکومت بیوسي
نن ټکی اسياـ سرليکنه
د چارشنبې په شپه یوځلې بیا امریکايي ډرون الوتکو د ننګرهار په اچین ولسولۍ کې بمبار کړی چې له امله يي ۱۳ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ژوبل شوي دي.
د خبري رسنیو د رپوټ له مخې دا بمبارد اچین په ولسوالۍ کې د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت اړوند یوه کارکوونکي پرکور شوی کوم چې تازه له حج نه راستون شوی و.
که څه هم چې د ننګرهار ولایت رسمي چارواکي د برید قربانیان داعش وسله وال بولي خو د سیمې خلګ او په ننګرهار ولایت کې د شينوارو د خير ښېګڼې شورا وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي بولي .
د شینوارو شوری دا بريد په کلکه غندلى او له دولت، بشري حقونو او د څار له نړيوالو سازمانونو څخه یې غوښتي چې په خپلواکه توګه د دې پېښې جدي څېړنه وکړي.
همداراز د ننګرهار د ولايتي شورا غړی عبيدالله شينواری چې خپله هم د يادې سيمې اوسېدونکی دی د شینوراو د شورا خبر تائید وي او وايي چې د پیښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي.
په داسې حال کې چې د اچین خونړۍ پیښه او د هغې د قربانیانو بوږنوونکي تصویرونه د رسنیو لومړنی خبر ګرځیدلی او ټول ولس يې سخت ویرجن کړی خو دولتي مقاماتو په تیره ولسمشریزې ماڼۍ د تل په څیر پر یادې پیښې سکوت غوره کړی او هیڅ کوم غبرګون یې نه دی ورباندې ښودلی.
د اچین فاجعه په تیره یوه اونۍ کې د خپل نوعیت له مخې دوهمه پیښه ده چې د امریکایانو لخوا رامنځته کیږي او د ولس مشر په شمول یې ټول دولتي مقامات په اړه بي تفاوتي غوره کوي.
د امریکایانو پردغه ډول مشهودو جنایاتو د ولسمشر، پارلمان او ولسي جرګي سکوت د دې ښکارندوینه کوي چې دوی ټول یا د ولسي وګړو پر دغسي ټول وژنو رضایت لري او یاهم د امریکايي ځواکونو د کړنو په مقابل کې بیوسه او د څه ویلو او یاڅه کولو توان نه لري.
که د امریکايي ځواکونو د خپلسري په مقابل کې د حکومت همدا بیوسي وي نور به هم افغانان د اچین، اروزګان ، قندوز ، لوګر … او لسګونو نورو فاجعو شاهدان وي…
﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ (42) سورة ابراهیم
د غنی د پاره همدغه چه د تاریخ به پانو کی یی نوم د افغانستان د جمهور ریس به نوم ولیکل شو اهمیت لری ، هغه دی مقام ته د کوم سیاسی فعالیت او سیال رول لوبولو له مخی نه دی رسیدلی ، لکه ترکی چه ورسید ، نوش جان یی به ښکاره یی خپل الحاد په ډاګه ویلو او د نړیوال کمونیزم به رهبری او ملاتړی یی څو کاله حکومت وکړو . که ملحد وو مګر یوه ځانګړی تګلیاره یی لرله ، غنی او کرزی خو له ځانه غیر دوهم کس هم نه درلود او نه یی کومه ځانګړی… نور لوستل »
بسم الله الرحمن الرحیم په افغانستان کي دي یهودي ځواکونو خپل سري عملیات او په هغو کي د بیګناه وګړو او علماو شهیدانول او په څنګ کي یی د افغاني بي ضمیره او بی دینه مشرانو او لاسپوسو قوتونو شتون اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې ده . په افغانستان کي د نصراني او یهودي انګریزانو له لوري عام قتل روان ده خو بل طرف ته د کرزي او غني ګوډاګۍ اداره ددې لپاره چوپ ده چي خپله وظیفه ونه بایلی. خو الحمدالله ثم الحمدالله بل طرف ته د اسلام،جهاد او الله ج په مينه مست دي میندار په شان زلمي… نور لوستل »