افغانستان

حسن اولس مل : دامنیتي تړون لاسلیک کیدل دملي ګټوپه زیان دی

DSCN3601افغان لیکوال او ژورنالیست محمد حسن اولس مل دامنیتي تړون پرسر درابلل شوې لوې جرګې له غړیتوبه لاس پرسر شو،نوموړي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، دامنیتي تړون لاسلیک کول دامریکا په ګټه خو دافغانستان دملي ګټو په زیان دی ،نوموړي زیاتوي په دامنیتي تړون په متن کې ډیرې داسي مادې ځاي شوې چې دافغانستان دخلګو په زیان دي، نو له همدې امله نه غواړي چې دامنیتي تړون دلاس لیکولو په مشورتي جرګه کې شریک پاته شي .

دمشورتي جرګې دریمه ورځ هم دجرګه والو له لورې په ځینو مادو تادوه بحثونه وشول ترټولو لانجمنه ماده دمتن دیارلسمه ماده وه چې دبهرنیو ځواکونو دقضایي مصؤنیت په اړه راوړل شوې ،همدا راز دپوځي اډو غوښتنه هغه ماده ده چې دجرګې دغړو پرې نظر ژور اختلاف موجود دي.

دترلاسه شویو معلوماتو له مخې دجرګې ګڼ شمیر ګډونوال دامنیتي تړون دډیرو مادو دلاس لیکولو مخالف دی ،خو اواز یې نه اوریدل کیږي ،اجازه نه ورکول کیږي چې له رسنیو سره خبرې وکړي.

دجرګې په لومړۍ ورځ هم دمشورتي جرګې یوه غړې (بلقیس) دکرزي دوینا کولو په جریان کې ولاړه شوه او دامنیتي تړون دلاس لیکولو په مخالفت کې یې خپل ږغ اوچت کړ، نوموړې وویل له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکول دهیواد پلورلو په معنی دی.

معلومات ښه یي دجرګې ډیری غړې په دې نظر دي چې دمتن په ځینو مادو کې له تعدیل وروسته دي له امریکا سره دامنیتي تړون لاسلیک شي .

له بلې خوا سپینې ماڼۍ ویلي چې په متن کې دهیڅ بدلون راوستلو امکان نشته او نه هم ددې سندپه لاسلیکولو کې ځنډ راتلی شي.

که څه هم دمشورتي جرګې ډیری غړي دامنیتي تړون له لاسلیکولو سره موافق دي ،خو دهیواد په داخل او بهر کې دتړون دلاس لیکولو په خلاف پراخې مظاهرې ترسره کیږي.

پرون د جمعې لمونځ څخه وروسته په زرګونو کسانو د کندوز په ښار کې د یوې سترې مظاهرې په ترڅ کې د کرزي د ادرې د لاسپوڅو او امریکا  تر منځ امنیتي تړون په کلکو ټکو وغندلو. مظاهرچیانو چې د امریکا او اجیر دولت په خلاف يې شعارونه ورکول رسنیو ته وویل چې هر څوک د افغان خاوره په پردیو خرڅه کړي، ملت به یې هیڅکله ونه بخښي. تش په نوم لویه جرګه کې ناست کسان ملي خاینین او وطن خرڅونکي دي.

په مظاهره کې ګڼ شمېر محصلینو، د پوهنتون او مکتبونو استادانو او نورو ولسي وګړو برخه اخیستې وه. مظاهرچیانو ویل چې په امنیتي تړون کې د افغانانو دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته هېڅ پاملرنه نه کیږي، دا امنیتي تړون نه، بلکې د افغانستان د خرڅلاو تړون دی.

همداراز نن دبلوچستان دجنګل پیرعلی زی دافغان مهاجرو په کمپ کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه ،دامریکا او کرزي ادارې خلاف یې شعارونه ورکړل،په مظاهره کې شریکو قومي مشرانو وویل، په جرګه کې ناست کسان د افغان ملت استازیتوب نشي کولای، دوی خرڅ شوي او د ډالرو په زور  دلته ناست دي. قومي مشرانو زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې په هېڅ صورت اشغال نشي منلای.

قومي مشرانو ویل چې د اوباما او کرزي لخوا کیدونکی امنیتي تړون ته هغه خلک راغوښتل شوي چې له پخوا يې له امریکایانو سره په امنیتي تړون هوکړه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x