کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / پاکه خاوره/ تپاندزُهاد

پاکه خاوره/ تپاندزُهاد

تپاندزُهاد

موږبه داتورمخي اوسورمخي له دي خاوری باسو

موږپښتانه یوهمیشه پکړۍ په سرساتو

موږدغیرته څه پیدایوبي غیرته نه یو

مونږه دبټ اواویوب خان غوندي لښکرساتو

موږ هم ایمان لرو جذبه لروقران هم لرو

موږبه عزت دخپل قران اوپیغمبرساتو

مونږه ترس نه لروهیڅ کله دغلیمه څخه

موږافغانان یو خپل سرونه پر سنګرساتو

مونږه بچي دمیرویس خان او احمدخان یوګوره

مونږه لښکر دابدالي او داکبر ساتو

مونږه یقین لروچي خداي به مورڼانصیب کړي

مونږه تیاري په منډه کړي روڼ سحرساتو

خدايه په موږکي اتفاق او اتحاد رالي

نقاق کړي ورک ورورولي به لر اوبرساتو

مونږه قربان ترپاک اسلام اوپاکي خاوري مدام

تپاندزُهاد) وایم هر درد به یي پر ټټرساتو

تپاندزُهاد


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ