کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / د سميع الله تړون نوی غزل
تکړه شاعر سميع الله تړون

د سميع الله تړون نوی غزل

سميع الله تړون

زما د ننګیالو سړو له شماره بیلیده
یو سر په سپینه ږیره له دستاره بیلیده

چنچڼې یی په نورو نورو څانګو شوې خورې
چینجو وهلی ښاخ چې له چناره بیلیده

اوبه به شي اسونو ته به نال شي یا رکاب
کوم غشی که لینده کې له ګوزاره بیلیده

یو غر بیګاه کیسه کړه چې د کار و زما یار و
زما څخه چې کله شو بې کاره بیلیده

ضرور به د ښکاري په دام په دښتو کې وراوړي
کوم زاڼی چې هوا کې له کتاره بیلیده

بیګاه سپوږمۍ سړې تبې نیولې وه خفه وه
تر څنګه چې یی ستوری له مداره بیلیده

ضرور به دې لاسونه وي په زهرو کې خیشته
لستوڼی که دې کله له دې ماره بیلیده

تړونه په بلا یی وهه فکر ورته مه کړه
چې څوک درنه په سپینه لویه لاره بیلیده


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ