کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / هند وايي پاکستان پولې ته څېرمه یې بمباري کړې؛ پاکستان د دوه پوځيانو وژل کېدل منلي

هند وايي پاکستان پولې ته څېرمه یې بمباري کړې؛ پاکستان د دوه پوځيانو وژل کېدل منلي

نن ټکی اسیا (پنجشبه، تلې ۸مه ۱۳۹۵ل): د هند دفاع وزارت وايي چې  هندي ځواکونو د پاکستان پولې ته څېرمه د کنترول پر کرښې بمباري کړې ده.

د هند دفاع وزارت ویاند جنرال رنبیر سنګ خبري کنفرانس پر مهال وویل  چې «دوی داسې راپورونه ترلاسه کړل چې یو شمېر «ترهګر» د کنترول کرښې سره ځای پر ځای شوي چې په کشمیر او د هند په نورو ښارونو کې یې د تروریستي بریدونو کول غواړي او دوی پرې بیا بمباري وکړله».

هغه ویلي چې د دغو بمباریو هدف د دې لپاره و چې «ترهګر» په خپلو موخو کې بریالي نه شي.

بل لوري ته د پاکستان پوځ ویلي چې هندي پوځ پر ډزو يې دوه پوځيان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې هندي پوځ د شپې د پاکستان پر لوري ډزې پیل کړلې او تر سهار ۸ بجو پورې روانې وې.

پاکستان د هند د دفاع وزارت بمباریو ادعا هم رد کړې او ویلي چې  ډزو ته د بمبارۍ نوم ورکول دوکه ده. «دا څنګه کېدلای شي چې بمبارۍ دې وشي او موږ ته يې په اړه هېڅ معلومات نه کیږي».

د پوځ اعلامیې زیاته کړې چې د هند پوځ ادعاوې ناسمې دي او که بالفرض هند د دوی پر خاوره بمبارۍ ورکړي دوی به یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د جولايي د میاشتې پر ۸مه د کشمیري ازادۍ غوښتونکو یوې وسله‌والې ډلې حزب المجاهدین یو ځوان خو مؤثر قومندان برهان واني د هند د پوځ په عملیاتو کې و وژل شو او ورسره په کشمیر کې لاریونونه هم پیل شول.

په کشمیر کې د لاریونونو پر مهال د هندي پوځ پر ډزو شاوخوا ۱۰۰ کسان و وژل شول او تر ۱۰۰۰ پورې نور ټپیان شول.

همدا راز د هندي پوځ لخوا د استعمال شوو ګازونو له کبله سلګونه کسان ړانده شول.

په کشمیر کې لاریونونه روان و چې د ستمبر په ۱۸مه کشمیر کې د هند د پوځ په یوه مرکز وسله‌‌والو برید وکړ او ۱۸ هندي پوځیان يې و وژل.

تر دغه برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ اړیکې تر وروستي برید کړکېچنې شوې او د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې دواړو هېوادونو یو بل پر «ترهګرۍ» تورن کړل.

همدا راز هند رسما په سارک غونډه کې د نه ګډون اعلان وکړ.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. باید هند وستان###### یو غاش ماتونکی جواب ورکړی چی په تاریخ که پنجابیان بیا سر وچت نکړی او باید دا #### مملکت دی نقشه له مخی څخه وباسی
    دی هند دی هدف ته کامیابی غواړو