کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د افغانانو دښمن امریکا ده او که پاکستان ؟؟

د افغانانو دښمن امریکا ده او که پاکستان ؟؟

ابوسعید افغان

که د افغانستان تاریخ ته ځیر شو او د افغاني الاصله وګړو تاریخ مطالعه کړو افغانان د بل هر مسلمان،هیواد په پرتله د کفارو لپاره یو ستر سرخوږی او مقابل واقع شوي.

او هر چا چې یرغل پری راوړی هغوۍ په خپلو کړنو پښیمانه او سر ټیټي تري ستون شوي. هیڅ د نړۍ زبرځواک خپل شوم هدف ته ندي رسیدلي حال دا چې د امریکایانو د یرغل او اشغال په څیر ډیریو اشغالګرانو په افغانستان خپل زور ازمایلي دي.

دا ځکه چې د افغانانو ذهنونه د مطلق لا دینه خلګو په مقابل کې داسې جوړ شوی چې یو ځل به څوک کافر ورته معریفی شو هغه به یې د خپل دین،مذهب،کلتور،ناموس،وطن دښمن ګاڼه.

او د داسې چا چې هغوۍ به یی په وطن  یرغل کول د هغوۍ مقابله به یې پر ځان لازم او فرض ګڼله او د سپیڅلی جهاد په وسیله یي د هر یرغلګر په مقابل کې خپله مبارزه په مخ بیوله.د هغو علماؤ روحانینو خبري به یې په غور اوریدلي او د هغو قیادت به یی منل چا چی به دغه مبارزه پر مخ بېوله !

خو اوس که خواله رسنیو ته ځیر شو او ټوله میډیا وڅارو قیصه بل ډول تعبیریږی.

امریکا او متحدینو یي چې کله په افغانستان یرغل راووړ هغوۍ له تیرو یرغلونو ډیر څه زده کړل.

هغه داچې دوۍ وپتېیله چې د افغانانو دا مفکوره(چی کافرزمونږ دښمن ده) باید بدله او بل دښمن ور معریفي کړو او د هغوۍ ذهن سازي وکړو تر څو یې د ځان په مقابل کې په بله د ښمنی ککړ کړو او ځان یو دوست هیواد ور معریفې کړو چې مونږ تري هیر او هغه د ځان لپاره ګواښ وګڼي.

هغه څه چی امریکا غوښتل تر ډیره حده رسنیو هغه کار ورته وکړ.

هغه داچې د ځان پر ځای یي د پاکستان هیواد افغاني وګړو ته معریفي کړ.دا موضوع دومره رسنیز ده چې اوس د هیچ چا مفکوره بلطرف ته نه اوړی.

را به شو پاکستان هیواد ته !

زه دا نه وایم چې د افغانستان په جګړه کې به خپلي ګټي نه لري هو! لري یې.

البته خو پاکستان د افغانستان لپاره دومره ګواښ نده لکه امریکا او متحدین یې. ځکه هغوۍ زمونږ دین،کلتور،اسلامې ارزښتونه او حتی قرآن مو له منځه وړي. او پاکستان به د ډیورن پوله مد نظر ګڼی.

خو نن چې له هر افغانی وګړی تفوس وکړئ چې دښمن دي څوک دي؟

هغوۍ به د رسنیو له برکته ۶۰ سلنه دا ځواب درکوی چی زمونږ د ښمن پاکستان ده.

او د طالب سپیڅلي مبارزه یي هم د ډیرو په اند تر سوال لاندی را وستي.حال دا چې څوک چې د خپل هیواد دفاع کوي او له یرغلګر دښمن سره په جګړه بوخت وي هغه د همغه وطن اتل او میړنی مدافع بلل کیږی. دوۍ نافوهان همدغه اتلولي په بل پلوري او دغه میډال پنجابی ته ورکوي. هغه که په دی میډال پوهیدلای هغوۍ هم باید انکار تری نواي کړاي.

مخته مو چې مقتدا وو او دمبارزي لپاره به آمیر وو هغه به عالم وو خو نن هغه د هشتګر او تروریست په نومونو یادیږی.

نن چی هغه عالم د قرآن په حواله هر څه ورته ووایی دوۍ ورته وایی نه منم ! پلانۍ راډیو داسی ویل.

نو خبره د چا ومنو؟

رازئ افغانانو د رسنیو په ځاي د قرآن او د رحمن خبر تعقیب کړو او خپل دښمن وپیژنو .تر څو مو تاریخ داغدار نشی.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. السلام علیکم ورحمت لله
    وروره پاکستان اوس ځان دومره شرمولی چی دفاع کونکی یی هم ورسره شرمیږی او د خلګو له نظره غورځی
    داچی پاکستان د افغانانو په نظر کی ځان خپل کم ظرفیته معرفی کړی او یا ستا په ترحمی نظر امریکا دغه حال ته رسولی
    زما په اند اوس یی دفاع داسی ښکاری لکه زموږ د دینداره ټولنی یو ځوان چی له پردی پیغلی سره غاړه غړۍ په بازار کی ګرځی اوبله ښځه هم په بازار کی نه وی او د پازار خلګ ټول پسی ګوری
    او د اچی پاکستان به یو بل غیر مریی قوت زموږ د دښمنانو لست غورځولی دا ځکه نسم منلای چی په ګوټه ‘ پیښور کی زه دد له لاسه توهین شوی یم او هغه هم د یو هندو په بدل کی
    دا منم چی هندوان مشرکین او د اسلام دښمنان دی ولی د افغانانو زړونه یی جلب کړی بندونه ‘ سړکونه ‘ ستری ودانۍ ورته جوړوی نظامی تجهیزات ورکوی سره لدی چی خپل اولس یی د غولو ځای نلری
    ولی پاکستان تل د خپل افغانی ورور جیب وهلی کومک خو پریږده د خولی ګوله یی هم ورڅخه وړی
    آن طالب چی دی ډیر په بدنامه د کومک خو څه هره ورځ یی په دا څټ څټ وهی
    پریږدی د هندوانو د زامنو دفاع دواړه د انګریز زامن دی مسلمانانو یی هم د انګریز په لائحه ایمان راوړی

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    ابوسعیده وروره دپاکستان او افغانستان د دواړو حکومتونه د امریکااودانګریزانو ایجنټان دی اودامریکاپه پیسو پرپښو ولاړدی کنه دمملکوتو په ښوروابتوکی ګټه ده نه په اختلا ف اودښمنۍ کی که په اتحاد کی ګټه نه وای یورپین یونین ولی جوړیدۍ امریکاپخپله داتحادیی څخه جوړه سوی ده دپاکستان او افغانستان اتحاد روس ته شکست ورکۍ امریکا اومتحدین یی هیڅکله ددوو اسلامی ملکو اتحاد نه قبلوی ضیا‌ءالحق داسلام داتحاد پر نظر امریکا شهید کۍ

  3. رقیب الله ابراهیمی

    زه د ابو سعید افغان صیب تبصره تاییدوم، د پاکستان ننګه نه کوم، که له پاکستان څخه کرکه شي، تر ټولو زیاته کرکه ورسره لرم خو دا کرکه مې هم د الله تعالی او د هغه د پيغمر صلی الله علیه وسلم د خوښۍ ترلاسه کولو په موخه ده، خو راځئ، د خپل مقدس دين او خپلو پلرونو او نېکونو د دښمنانو هره خبره هم په پټو سترګو و نه منو، هغه څوک چې دوی یې راته د دښمن په صفت معرفي کوي، لږ غور او دقت پکې وکړو.