کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / کاشکې حکمتیار په شهادت رسیدلی وای

کاشکې حکمتیار په شهادت رسیدلی وای

ګمنام مجاهد

کاشکې حکمتیارصاحب په کوچنيوالي د شري وبا وژلی وای اوس خو به د الله تعالی په نزد په معصومینو کې حساب وای.کاشکې د پوهنتون په وخت کې له شعله یانو سره په جګړو کې د سیدال سخندان په ځای دی مرمۍ ته برابر وای او یا د کي جي بي د ترور هدف ګرځیدلی وای اوس به خو به یې نوم د منهاج الدین ګهیځ په شان لوړ او سربلند وای.

کاشکې حکمتیار د ظاهر شاه، داود یا کمونیستانو په زندان کې قتل شوی وای اوس خو به دډاکټر عمر،نصرتیار،یا انجنیر حبیب الرحمن په شان د الله تعالی په وړاندې ګلګون کفن په سپین مخ ولاړ وای.

کاشکې د مولوي حبیب الرحمن په شان کمونیستانو نیولی او اعدام کړی وای. کاشکې د عبدالله عزام،مولوي منصور یا شیخ جمیل الرحمن په شان په بم کې الوتی وای اوس خو به یې کفر ته د سرټیټی پیغور په غاړه نه وای. کاشکې د مولوي خالص په شان په حق مرګ وفات شوی وای.کاشکې د ملامحمد عمر مجاهد په شان د سل په رنځ رنځیدلی او د ګمنامۍ په عالم کې له دنیا رخصت شوی وای.کاشکې د ملا اختر محمد منصور په شان د ډرون ګوزار ته برابر شوی وای او کاشکې د مولوي حقاني غوندې د فلج په ناروغۍ مبتلا شوی وای اوس خو به غیر مکلف وای او بیا که د غیرت بهیر او حبیب الرحمن حکمتیار لخوا په جبر هم د امریکايي کفري حاکمیت د منلو سند پرې امضاء شوی وای. الله تعالی ته به ملامت نه وای ځکه د لاسونو اختیار به یې خپل نه وو او په جبر او اکراه به ورباندې دا لاسلیک شوی و.

باور وکړئ له هغې شیبې چې مې د حکمتیار لخوا د کابل له پوشالي امریکایي نژاد رژیم سره د تسلیمۍ د سند امضاء کیدل لیدلي په خپل عاقبت ویریدلی یم. خدایه پاکه! امتحانات دې څومره سخت دي.یو څوک شپیته کاله ستا په نوم د مبارزې لاروهي. په ډیرو امتحاناتو بریالی کیږي مګر په تر ټولو وروستني پړاو کې یې پښې لړزیږي او شکست خوري.

الهي! زه درنه نن بل هیڅ نه غواړم، بلکې یوازې ستا په لاره کې مقبول شهادت غواړم. خدایه دغه پیټی تر منزله نه شم رسولی. زه چې ځان ته ګورم د حکمتیار لسمه برخه پوهه، استعداد،عقل او ټینګښت هم را کې نشته. خدایه پاکه چې سبا مې پښې سستیږي،اراده مې لړزیږي او ستا دښمنانو ته په سرټیټۍ اړ کیږم تر هغه ښه ده چې ستا په لار کې ووژل شم اوپه وینو لړلی له دنیا رخصت شم.

الهي زموږ استعدادونه ډیر کمزوري دي،موږ د ایمان دعوه کړې مګر د هغو اولوالعزمه متقدمینو زرمه حصه عزم هم نلرو چې ستا ددین په لاره کې به له سره تر پښو اره شول مګر اُف قدرې به یې هم نه کاوو. خدایه هغوی خو ستا په لاره کې اور ته غورځیدل قبلول. مګر موږ یوازې د ترهګر، پردي پال او ځان وژونکي الزام نه شو قبلولی. خدایه موږ کمزوري یو موږ قوي کړه.

خدایه پاکه په موږ باندې شیطان خورا زورور شوی،موږ شیطان د تزلزل،عجز او ټنبلۍ ډنډ ته غورځولي یو.دلته د دې زمانې اهل باطل د باطلو داعیو لپاره له سره تیریږي. د امریکا کافرې پیغلې د نړۍ له بل اړخ څخه راځي. د نورستان په ځنګلونو او د بکوا په دښتو کې شپې سبا کوي.په همدې تورو خاورو کې د ګمنامۍ مرګ قبلوي مګر موږ د خپل وطن په غرونو کې شپې نه شو سبا کولای او د کابل ماڼیو ته مو زړونه هوسیږي.

خدایه پاکه ددې زمانې یو هندی کمونیسټ بي ایم کوټي د خپل باطل ارمان لپاره شپیته کاله جلا وطني،شکنجې او زندانونه زغملی شي او بیا چې کتاب ولیکي عنوان ورکوي چې( شپیته کاله جلاوطني او پښیمانه نه یم)

دلته د مجاهدین خلق تش په نامه مجاهدین د سوسیالیزم لپاره تر مرګه د( مجاهد بمانیم مجاهد بمیریم)شعار ته ژمن پاته کیږي، تردې چې نر او ښځې یې د اشرف په کلابند کمپ کې په ډلییزه توګه وژل کیږي مګر یوه ذره هم تنزل او له خپل موقف تیریدل نه کوي. مګر موږ دومره بې غیرته شوو چې د امریکا پنځلس کلن جنګ را باندې وغمېد او اوس مو اراده ده چې د خپل دشمن د لسګونه زره پوځونو په شتون کې د هغوی په راشن چلیدونکي رژیم څخه د بښنې سند واخلو.

الهي ته خو خپلو دشمنانو ته مه شرموه.

الهي زموږ زړونه مضبوط کړه، الهي زموږ زړونو ته د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په شان ایمان راستون کړه چې د خپل شیرین پلرني وطن او د خاپوړو دښار مینه یې له دین څخه ځار کړه. خدایه موږ ته هم خپل وطن ګران دی، خودومره یې راته مه ګرانوه چې د وطن د مینې تر نوم لاندې د اسلام حدود پایمال کړو. خدایه توفیق راکړه چې د محمد صلی الله علیه وسلم په شان د اسلام په خاطر په ژړانده سترګو د شیرین وطن هجران قبول کړای شو.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

5 تبصرې

  1. اسدالله

    مجاهد صاحب ، ستاسی د اسلامی سپیڅلو احساساتو ستاینه او نمانځنه کوم !
    مګر د حکمتیار په اړه ستاسی اوښکی تویول له هماغه ورځی بی ثمره شوی چه د نورو تش په نامه رهبرانو سره یی د یهودی استعمار سره د سپڅلی جهاد معامله وکړه یعنی جهاد یی په سوړ جنګ وپلورلو ّ، د غلامی هغه تړون تر ټولو لوی بی ننګه تړون وو ، به هغه تړون دوی هم له افغانیت ، هم اسلامیت او حتی له انسانیت سره مخه ښه وکړه .
    دا چه کله روسان مات شول ، یهودانو د روسانو په مرسته د افغان مجاهدینو دماتولو پلانونه ونیول ، لمړی یی په همدغه جهادی رهبرانو د اسلام او اسلام نظام د بدنامولو د پاره خپلمنځی جنګونه پیل کړل د هغه خپل منځی جنګونو د شهادت شمیر به د روسانو تر وخته که زیات نه وو کم هم نه وو مګر شمیر یی مهم نه دی روسان روسان وو که څو ځلی یی هم وژلی وی بی هیلی توب نه وو له روسانو همدغه هیله کیدله لکه نن چه مو یهودان وژنی ، مګر د جهادی رهبرانو په واسطه زمونږ د هغه مجاهد اولس وژل چه دوی ییی حمایه کول د دوی مجاهدین همدغه مظلوم او مجاهد اولس وو .
    سوړ جنګ یعنی د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان ( سیاف ، ربانی او حکمتیار ) پکی استخدام شوی وو . کله چه د دوهم اشغال وخت راورسید هماغه پلورل شوو رهبرانو ورسره په هماغه غیرمتجانس او غیر مقدس مثلت کی د پرونو سکولریستانو او کمونستان سره ( چه پرون غوښه او چاړه وو ) مګر نن د اسلامی مقاومت په مقابل کی هم سنګره دی مچاهدین کفار او کفار مجاهدین پولی . تر دی چه د نجیب د شهید په نامه تلین تر سره کیږی ځکه چه د نجیب په ځای د هغه د توړی او اکا زامن غنی اغو اتمر د نجیب وارًثان جوړ شول یعنی د روسانو سره همدا توافق شوی وو چه یوه یا دوه دوری به سکولریست ( کرزی ) او یوه یا دوه دوری به کمونستان به واک کی وی . نو د کمونستانو په دوره کی نجیب معصوم او شهید ونمانځل شو .
    اصل مطلب :
    د حزب سلامی یو ګروپ د نورو پلورل شوو په شان په هماغه غلامانو او بل ګرو پ یی د حکومتیار په مشری په شکاره د کابل د غلامانو او بادالرانو په ضد او په اصل کی د مقاومت به ضد د غرونو لیاره خپله کړه ، کله چه یی حقیقی غړو ته د دده دوه مخی پته ولګیده ټولو تری مقاومت ه کډه وکړه ، مقاومت لا پیاوړی شو ، د کابل غلامانو او بادارانو ورته اربکی مجاهدین جوړ کړل ، له هغو یی غلا کوله هغه هم د مقاومت په ګټه او د غلامانو او بادارانو په تاوان تمام شول ، هغه مشری یی تری واخسته ، بیا یی د جمهوری ریاست په تاکنو کی د نومولو بلنه ورکړه هلته هم ناکام شو ، دا ځل یی ورته د داعشی ملیشو بلنه ورکړه .
    دا د روغی جوړی مجلس نه وو د داعشی ملیشو د قوماندی سپارلو تړون وو .
    ښه ښو چه خبره برملا ا وپه ډاګه شوه ، ځینو به اوس هم مجاهینو کی شمیرلو ، دا چه د داعشی ملیشو مشری یی تر لاسه کړه جهادی صفونه تصفیه شول ، همدا کار یی تل کړی چه د چا سره یو ځای شوی د هغوی د ژوند اخری شیبی جوړی شوی ممکن همدا د کابل د غلامانو او بادارانو دژوند اخری شیبی وی . مننه

  2. ګمنام مجاهده وروره د الله تقدیر پدی تللی وه چی دا سړی د اخر عمر کی د صلیب عسکر شی ته باور وکره به ما تر ځان هم ډیر ګران وه همدا تمنا ځما هم ورته وه چی کاش د شهید ستر ویاړ یی په برخه شوی وی خو فکر کوم دا سړی صادق نه وه ما جهاد دوران کی دیر کسان ولیدل چی د شهادت دوعا به کوله الله به ژر قبوله د خاتمی دوعایی کوله نو رب به شهیدان کرل خو دی سړی هم دیری ستری دعوی دلودی ولی نتیجه صفر شوه کیدی شی الله تری د هغو مظلومو انسانانو انتقام اخلی چی یو نوم او بل نوم باندی دی ووزل لاسونه یی په وینو سره دی اوس ورته ژرا بګار نده بریده چی الله ورسره خپله معامله وکری فلا تاس علی القوم اظالمین دا ظالم وه خو موژ نه پوهیدو د قدرت لیونی وه حسبنا الله و نعم الوکیل

  3. ګمنام مجاهده ورور ه دسرلیکلی ټکی دی دانسان زړه لړزوی او د داسی الهی ازمیښت ویره ورسره پیدا کوی خو که هر څه کوی دا حقیقتونه دی چی تا ویلی او لیکلی او دلیکنی ورستنی دعا ګانی دی الله ج دهر مسلمان په حق کی قبولی کړه خو زما اوستا په حق کی ورته امین وایم

  4. محمد راشید ابراهیمی

    بسم الله الرحمن الرحیم
    الله چی فیصله کوی هغه د خپلو مقلوقاتو په زړه یی کوی داچی حوکمتیار نن امضا ګانی کوی او ځان په مادیاتو پلوری حالانکه ټول عمر یی د جهاد ناری وهلی او ځان یی تر نورو خه احساس کاوو په جهاد کی خو چی الله د انسان اخره خاتمه خرابه کړی وو هغه د حکومتیار غوندی وی خو مونږ اوس هم ورته دعا کوو چی الله د ورته هدایت وکړی او که نکیږی الله د بیا د نجیب خاتمه ورنسیب کړی خو دا فکر دی نکوی چی اسلام بس مونږ خرس کړ حالانکه تا خپل نفس خرس کړ او هغه ټول عمر دی چی جهاد کړی یا نه والله عالم خو نن دی زان په مادیاتو وپلوره خو اسلام پاله او مجاهد زلمی لا ندی ختم شوی بلکی لا مجاهدی مندی لا مجاهدین زیږوی او الله فرمایلی دی (چی یو ډله خرابه شوه نو الله بیا بله ډله راولی او خپل دین پری ساتی) دین مونږ ته نده احتیاج مونږ دین ته احتیاج یو داچی پرون سیاف او نن حوکمتیار ځی او د کفر ډله کی دریږی نو انشالله چی همدوی سره به راپاڅیږی او بیا به د الله په نزد باندی جواب ګویه یی او بیا د اساسی قانون (کفری قانون ) سره د لاسلیک جواب ورکړی انشالله

  5. ضمیر صاحب ښه شو چی اوس خو په پوه شوی په تا دده دکمزورو خبرو یاد برداشت نشوای کوی اوس هم ښه شو چی درته مالوم شو خو دا یاد ساته چی دی نه علاوه هم دی دنیا کی دانسانانو دومره مخلص مه اوسیږه چی داخلاص نتیجه دی ددوی عیبونه درنه پټ وساتی باوره وکړه چی دتا تر همدی خبری پرته بل څه ندی چی دا ظالمان وو او الله چ یی بی عزتی وربه برخه کوی دجهاد په وخت به هر چاته دا هر مشر ډیر ګران وو زه هم تری مستثنا نه وم مګر هغه څوک چی ما ته ګران وو باور وکړه دانحراف په اوله ورخ می دومره بد وایساوه چی تری پورته بل بد شی نه وی مونږ دهر مشر قدر کوو خو چی داسلام په دایره کی دننه وی کله چی ددین داصولو خلاف کار کوی بیا یی مشر نه ګڼو