کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / پرونی اخوان المسلمین او ننني اخوانیان
ikhwan egypt

پرونی اخوان المسلمین او ننني اخوانیان

لیکنه عبدالرحیم مطمئن

پس منظر:

د سیاسي فکري جریان شروع د خلافت د سکوت له زمانې څخه شوې، د مسلمانانو لومړی دولت د رسول صلی الله علیه وسلم په قیادت کې جوړ شو تر هغه وروسته د راشده خلافت په شکل روان و، بیا د اموي خلافت په شکل بلاخره د عثماني خلافت په شکل کې تر ۱۹۲۴ م پوري راورسیده.

په ۱۹۲۴ م کال کې د انګريزانو په مرسته د « مصطفی کمال ‘اتاترک’ » له لوري عثماني خلافت له منځه یوړل شو. نه یوازي داچې خلافت یې لغوه کړ بلکې په ترکیه کې یې اسلام هم ورسره لغوه اعلان کړ. په مدارسو بندیز ولګول شو، په اذان بندیز ولګول شو، په حج بندیز ولګول شو، په حجاب بندیز ولګول شو، عربي رسم الخط لغوه شو لیکل یې په انګریزې شروع کړل او د اسلام په خلاف یې رسما جنګ اعلان کړ.

په ۱۹۲۴ کې چې خلافت سکوت وکاوه مسلمانان د وروستي ځل لپاره د خلافت له سیورې محروم شول، نو په ټوله اسلامي نړۍ کې د احیاء خلافت لپاره هڅې شروع شوې په پټه او ښکاره دعوتونه شروع شول په مصرکې، په ترکیه، هندوستان او د اسلامي نړۍ په مختلفو سیمو کې دا حرکتونه شروع شول. په ترکیه کې د بدیع الزمان نورسي رحمه الله لخوا د رسائل نور په نامه رسائل خپریدل او خلکو ته يې دعوت کاوه په همدې ترتیب ډېرو خلکو په تنها توګه خپل دعوت چلاوه.

بنسټ: په ۱۹۲۸ م کال کې په مصر کې د لوی محدث شیخ عبدالرحمان البنا رحمه الله ځوان زوی حسن البنا چې کله له دارالعلوم څخه فارغ شو دعوت یې شروع کړ. په کلي ښار مدرسه او هر ځای کې به یې دعوت کاوه د مصر د وخت حکومت د ده له دعوت څخه د خطر احساس وکړ له خپل پلرني ښار څخه لري يوې اطرافي سیمي کې یې د ماشومانو د ښونکي په حیث وګماره.

امام حسن البنا رحمه الله چې کله هغه سيمي ته ولاړ په سيمه کې داسې یو وظیعت حاکم و، چې هر چا به د بل چا په خلاف خبرې کولي، مذهبي اختلافات بیخي اوج ته رسیدلي و، چا به سلفي نه پريښود چا حنفي حتی د یو بل په جومات کې یې لمونځ هم نه کاوه. حسن البنا رحمه چې کله وظیعت ولید نو دعوت یې شروع کړ له دوکاندار سره، له کارګر سره له هر چا سره به یې خپل دعوت کاوه کرار ـ كرار یې ملګري پیدا کړل چنده یې واچوله او د یو مسجد ډبره یې کیښوده، مسجد جوړ ورځ په ورځ یې دعوت پراخیده، یوه ورځ یې څه ملګري ورته راټول شول ورته ویل یې چې دعوت خو هسې هم کوو خو راځئ چې دې خپل تشکل او ډلې ته یو نوم غوره کړو. امام حسن البنا ورته ویل چې دا نومونه حساسیتونه راولاړوي نوم څه کوو! موږ او تاسو مسلمان وروڼه یو او همدا نوم مو بس دی کله چې حسن البنا رحمه الله وویل چې « نحن اخوان المسلمین » نو په دې ډله کې یو چا ویل چې اخوان المسلمین خو ښه نوم دی او همدا نوم زموږ لپاره کافي دی، له هماغه ورځې څخه یې دا نوم شو.

قربانۍ:

په دې ترتیب باندې د اخوان المسلمین بنسټ کيښودل شو او امام حسن البنا رحمه الله یې مشر شو، په ډېره لږه موده کې دا دعوت پراخ شو او لکونو ته ورسیده ځوانان یې منظم کړل منظم حلقات یې رامنځته کړل، په پوهنتونو، لیسو، مکاتبو او حتی په فوځ کې یې هم خپل خلک ځای پر ځای کړل. حکومت ترینه په ویره کې شو، انګریزان چې مصر یې اشغال کړی و ترینه په ویره کې شول دوئ وسلوال مقاومت شروع کړ جهاد او قتال یې وکړ شهیدان یې ورکړل د فلسطین په طرف یې تشکیلات ولیږل هلته یې له یهودانو څخه سیمي ونیوې هغوئ یې ووژل ویې ټکول او بالاخر انګریزان یې له مصر څخه شړلو ته مجبور کړل، چې د حکومت لخوا په داسې حال کې چې په مسجد کې يې د ماښام لمونځ وکړ خلکو ته یې دعوت وکړ او یوازي په لاره کور ته روان و چې د حکومت لخوا ورته راغلو خلکو وویشت په زخمي حالت کې روغتون ته یوړل شو، هلته هم د دولت خلک پسې ورغلل ډاکتران یې وویستل او په کټ باندې یې په شهادت ورساوه.

تر دې وخته استاد سید قطب د في ذلال القران مۇلف له اخوان المسلمین سره نه و په امریکا کې په یوه روغتون کې و چې ګوري خلکو یو دم خوشحالۍ شروع کړې، ده چې پوښتنه ترینه وکوله چې دا ستاسو کوم اختر دی؟ کومه د خوشحالۍ ورځ مو ده؟ هغه خلکو ورته وویل: چې نن په مصر کې د نصرانیت تر ټولو ستر دښمن ووژل شو، استاد سید قطب وایي چې ما ټکان وخوړ چې سبحان الله زه د مصر یم نه یې پيژنم او دوئ یې په امریکا کې پیژني. هماغه و چې مصر ته راغی او له اخوان المسلمین سره یو ځای او مشر یې شو. د مصر خاین حکومت د اخوان مجاهدین له فلسطین څخه په چل راوغوښتل او په زندانونو کې یې بندیان کړل ۱۲۰۰۰ زره مجاهدین یې بندیان کړل تعضیبونه، شکنجې او ډیری مجاهدین یې اعدام کړل. د استاد سید قطب په شمول یې د هغه ټوله کورنۍ بندیان کړل، د سید قطب رحمه الله ۱۳ کلن خوریی یې د دې لپاره چې سید قطب اعتراف وکړي چې د مصر د حکومت د راپرځولو نقشه یې څنګه جوړه کړې وه.

په لښتو دومره وواهه چې هډوکي یې سپین ـ سپین راووتل او غوښې یې ولاړې. کلونه ـ کلونه یې بندي کړ د مصر په حکومت د نړیوالو او اسلامپاله خوځښتونو لخوا فشارونه زیات شول، چې استاد خوشی کړي نو د مصر حکومت غوښتل په داسې ډول یې خوشی کړي چې بدنام یې کړي، بیا یې دده د خور حمیده قطب په لاس چې هغه هم په زندان کې وه لیک ورته راوليږه چې فقط دومره ولیکه چې څه مې چې کړي په هغه پښیمانه یم. خور یې چې کله لیک ورکړ ده ورته وویل: اعتذر عن العمل مع الله؟. د هغه څه معزرت وغواړم څه مې چې له الله سره کړي. که مې په حق محاکمه کوي زه حق ته تسلیم یم، کنه زه له دې نه ډېر پورته یم چې له باطل څخه دې ترحم وغواړم، هماغه و چې د حکومت خبره یې ونه منله او دار ته یې وروست او اعدام یې کړ. په دې ترتیب د اخوان المسلمین مشرانو سختې ډېرې قربانۍ ورکړې د باطل په وړاندې یې له ډېر صبر او زغم څخه کار اخیستی. په افغانستان کې د روسانو په خلاف اخوانیانو ډېر د خیر کارونه وکړل هغه که عرب اخوانیان و او افغاني اخوانیان جهاد یې وکړ، قربانۍ یې ورکړي نړۍ ته یې له دې ځایه جهاد خور کړ. دا چې وروسته منحرف شول دا بیله خبره ده چا د روسانو سره ایتلافونه وکړل چا له خلقیانو سره، وطن یې کنډواله کړ له امریکا سره یې ایتلاف وکړ او…….

انحراف:

د اخوان المسلمین د مشرانو له شهادت او وفات وروسته دا ګوند کرار ـ کرار د انحراف په طرف روان و بالاخر داسې یوې مرحلې ته ورسید چې اوس د دوئ او د سیکولرانو هیڅ توپیر نه کيږي. په عراق کې هم له امریکایانو سره لومړی دوئ ودریدل، حکومت یې ورته جوړ کړ په افغانستان کې هم همدوئ ورسره ودریدل دوئ ته وفادار ګوندونه ورګډ شول او دا بعضو خو یې چې ځانونه سخت دريځي ښودل دا دی بالاخره دوئ هم ولاړل.
خلاصه داچې دغه اخوانیان که په افغانستان کې دي، که په عراق او ترکیه کې دي، که په مصر، لیبیا، فلسطین او نوره اسلامي نړۍ کې دي دا خلک د اخوان المسلمین د مشرانو له افکارو او نظریاتو څخه کاملاً منحرف خلک دي. که د اخوان المسلمین مشران ژوندي وای په پوره باور سره ویلای شو چې دا خلک به یې دې ته هم نوای پريښودي چې ځان ته دې اخوانیان ووایي.

پای…..


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ