نړۍ

ډاکټر قدیر خان د مرسي د راپرځیدلو عوامل په ګوته کوي

د پاکستان نامتو ساینسپوه ډاکټر عبدالقدیر خان چې د دغه هیواد د اتومي بم په پلار هم شهرت لري، د مصر د ولسمشر محمد مرسي د راپرځول کیدلو هیښوونکي اسباب رابرسیره کړي، او له دې سرلیک چې (ولې امریکا، اسرائیلو او د هغوی داخلي جاسوسانو د مرسي پر خلاف د کودتا دسیسه جوړه کړه؟) لاندې یې د دغې پیښې ځینې حقیقي عوامل لیکلي.

نوموړی وايي:


“ما نه غوښتل چې د مصر د حالاتو په اړه څه ووایم، خو دا اړینه ده چې د مصر ولس په حقایقو پوه شي، او مصریان د مرسي د برخلیک په ټاکلو کې فکر وکړي.

ولسمشر مرسي روس، هند او پاکستان ته سفر وکړ.

ډیر خلک په دې نه پوهیږي چې ولسمشر مرسي د یورانیمو د غني کولو لپاره له روسیې سره د مصر د اتومي بټۍ د بیا فعالولو پر سر موافقه کړې وه، چې ټاکل شوې وه ورڅخه به د بریښنا په تولید کې استفاده کوي.

دغه راز دواړو خواوو د یوې بلې اتومي بټۍ د تاسیسولو پر سر هم موافقه کړې وه چې د همدې موخې (د بریښنا د تولید) لپاره به په راتلونکو دریوو کالونو کې مصر ته سپارل کیده.

ایا مصریان په دې پوهیږي چې لویدیځ د دغې کتنې پایلو څومره سخت وډار کړ؟!!

که دا کار ترسره شوی وای، د مصریانو حد اقل ګټه دا وه چې په مصر کې د ابد لپاره د بریښنا ستونزه پای ته رسیده، او دومره د اضافي بریښنا د صادرولو وړتیا یې پیدا کوله، چې د ټولې افریقايي وچې د روښانه کولو لپاره کافي وه!!

د مصریانو لپاره ضرور ده چې پوه شي چې مصر د ولسمشر مرسي په وخت کې دوه جرمني اوبتلونه (تحت البحري) ترلاسه کړي وه، حال دا چې اسرائیلو به همیشه په جرمني باندې فشار راووړ چې مصر ته دغه اوبتلونه ورنکړي، ځکه چې که مصر ددغو اوبتلونو لپاره مناسب توغندي پیدا کړی وای کولای یې شوای چې بحري جنګي بیړۍ په نخښه او تر برید لاندې راولي.

اکثره مصریان له دې څخه هم ناخبره دي چې که چیرې مصر د یوې پوځي سپوږمکۍ څښتن شي د اسرائیلو ټولې لارې کوڅې په بربنډه او ښکاره توګه لیدلی شي، او همدا سپوږمکۍ داسې تخنیکي اسانتیاوې لري چې د توغندیو لپاره نخښه او هدف برابرولی شي. دا هغه څه وه چې ولسمشر مرسي یې له هندي ساینسپوهانو سره په اړه موافقې ته رسیدلی وه.

که په مصر کې پوځي کودتا نه وای رامینځته شوې نو اوس به مصر د پوځي سپوږمکۍ د درلودلو پړاو ته ډیر نږدې وای.

په دې هم اکثره مصریان نه پوهيږي چې مرسي د روسیې ولسمشر پوتین ته ویلي وه چې مصر جنګي توغندیو ته اړتیا لري، او روسانو په رسمي ډول مصر ته د داسې توغندیو د ورکړې پر سر موافقه کړې وه، دا به داسې توغندي وای چې د جګړې په صورت کې يې “تل ابیب” په شنه لوخړه بدلولی شو.

د همدې کار لپاره یو تن چې (الطراز) نومیده او د مصر په پوځ کې يې د تورن جنرال رتبه درلوده، د ولسمشر مرسي له خوا روسیې ته واستول شو، تر څو په دې اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي، خو د مصري پوځ په مشرانو باندې د امریکا فشارونه ددې سبب شول چې دغه پلان له ناکامۍ سره مخامخ شي.

مصریان باید وپوهیږي چې مصر د مرسي په وخت کې د استقلال، خپلواکۍ او د غرب له غلامۍ څخه د ازادۍ اخیستلو په درشل ولاړ وه.

ډیر خلک له دې څخه ناخبره دي چې مصر اتومي بم ته هیڅ اړتیا نه لري. د مثال په توګه، ایران غواړي داسې توغندي اختراع کړي چې ۲۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی او اسرائیل ویشتلی شي. خو مصر کولای شي چې د وسلو په بازار کې په تر ټولو ارزانه توغندي باندې اسرائیل وولي. مرسي یو داسې رهبر وه چې پوهیده چې د مصر لپاره د توغندي پیدا کول په دې معنی دي چې د اسرائیلو پښې او لاسونه شل او له کاره ولویږي، ځکه چې ټول اسرائیل د مساحت له پلوه د یو مصري ولایت سره برابر نه دی.

ای د مصر شریف ولسه!

تر هغه پورې چې ستاسو عزم نه وي سست شوی او فولادي ارادې ولرئ، له دغه امید او هیلې څخه مایوسي پکار نه ده. له خدایه مرسته وغواړئ، ثابت قدمه اوسئ، او هیڅکله تسلیمي قبوله نکړئ، ځکه چې حق تر بلې هرې وسلې ځواکمن دی”.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x