
اسلام د دوهم خلیفه (رضي الله عنه) تواضع
ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)
د اسلام دوهم خليفه (عمر رضي الله عنه) ته “كسری) خپل مشاور (هرمزان) ور واستاوه، کله چې مدینې منورې ته ورسېد د هغه مبارک د کور لټون یې پیل کړ، ویلې: د خلیفه ماڼۍ چېرته ده؟
هغوی ورته کړه: هغه ماڼۍ نه لري!
هغه ور غبرګه کړه: کور یې چېرته دی؟
هغوی یو خټین کور ته اشاره وکړه، ورته یې کړه: همدا د خلیفه کور دی.
هرمزان: ساتونکي یې چېرته دي؟
هغوی ورته ویل: ساتونکي(چوکیداران) نه لري!
دروازه یې ور وټکوله، زوی یې راووت، ترې ویې پوښتل: خلیفه چېرته دی؟
هغه ورته ویل: په مسجد(جمات) یایې د مدینې په څرګنده څنډو کې ولټوئ!
ولاړو په مسجد کې یې و نه موند، د یوې درختې سایې ته یې یوه ویده څېره ومونده، همدا خلیفه دی؛ دره یې څنګ ته ایښې؛ له ټوټو نه په ګنډل شوي څادر کې پروت؛ خپله څنګل یې د بالښت په څېر تر سر لاندې کړې؛ ښه ارام ویده دی!
هرمزان د هغه له هیبته ولوېد، ویې ویل:
عدلت، فامنت، فنمت یا عمر!
ژباړه: عدل دي وکړ، سوکاله ژوند دي ولاره، په خواږه خوب ویده شوې اې عمره!
ابن کثیر(رحمه الله) بزیادة
ــــــــــــــــــــــــــــــ
ښکاره شوه چې د امیر/ خلیفه ښکلا تاج او تخت نه دي؛ بلکې ښه عدل، تواضع او دالله پاک د اسماني قانون په اصولو ځان سنګارول یې د دې ورانې دنیا اوراتلونکي تل وداني ژوند د پر مخیون لامل دي.