نظــر

ملی خاين که ملی مبارز/ دګوډاګی ژورناليست په ځواب کی

دکله نه چی دکرزی دملی امنیت مشاور ښاغلی سپانتا دخلګو دثبت سوو خبرو په هکله پارلمان ته خبری وکړی اوبیایی ورسته ځنی مطبوعاتو ته هغه خبری په واک کی ورکړی چې په هغوی دښاغلی وحید مژده صاحب ثبت سوی اواز و نوځینو کسانو مخکی له دی چی پردی خبرو ښه غور وکړی او دیو ازاد وجدان له مخی یی مطالعه دځینو تآثیراتو له مخی یا دکم علمی اویا دعناد له مخی دانسانی اخلاقو اودلیکنی داخلاقی معیارپرته پرښاغلی مژده او حاجی احمد فرید باندی دملی خاین ټاپه ووهل!!!

کچیری رشتیا خبری جرم نه وی اودپردو لپاره کار کول نوی نو غواړم چې یوازی دحقایقو په هکله څه ولیکم

دملی امنیت دغیری قانونی کارو څخه راورسته چی دخلګو شخصی خبری اوری ښاغلی مژده یو ژورنالیست او لیکوال دی او په عین وخت کی د صلحی د خبرو میانځګړی هم دی نو په داسی حالاتو کی دی مجبور دی چې دمختلفو تکتیکونو په کارولو سره دمختلفو اړخونو څخه معلومات را ټول کړی خو په ټولو خبرو کی یی داسی ټکی نه دی  راغلی چې د ملی منافعو پر ضد وی، خو که د کرزی او د هغه د اداری پر ضد وی دی ته دملت پر ضد شخص نه ویل کیږی بلکی د یوی سیاسی ټولنی پر ضد شخص ورته ویل کیږی که یی څوک په رشتیا هم په بیطرفانه ډول واوری، نوهیڅ داسی څه به پکښی پیدا نه سی چې د هغه په اساس دی ښاغلی مژده ته ملی خاین وویل سی دخبرو په جریان کی  ښاغلی مژده له طالب استازی څخه پوښتی چې تاسی ولی لمړی له امریکا سره خبری؟ او له افغانستان له حکومت سره خبری نه کوی؟ تاسی باید ولس ته ددی دلایل وړاندی کړی.

ایا دا خبری د ملی منافعو پر ضد دی ؟

داغوښتنی خو ښاغلی کرزی هم څو څو ځلی له طالبانو کړی دی نو هغه ته ولی تاسی ښاغلی ملی خاین نه وایاست؟

په بل ځای ښاغلی مژده دطالب استازی په جواب کی وایی چی دلته دسولی پرضد ډیر قوی لاسونه سته خو د ملی امنیت سرچینی د طالب استازی خبری سانسور کړی دی ایا دا خبری کول چې نړیوالی ټولنی افغان حکومت ته دوکه ورکړه او د صلحی پر ضد باندی قوی لاسونه سته ایا دا د ملی منافعو پر ضد خبری دی او خبری کوونکی ته باید ملی خاین وویل سی ؟

که داسی وی نو تاسی ښاغلی چې مژده ملی خاین بولی باید حکومتی اداره هم ملی خاینین اوعام ولس هم ټول ملی خاینین وبولی دا ځکه چې دا حقیقت ټولو ته معلوم دی او هره ورځ یی وایی او بل ځای ښاغلی مژده طالب استازی ته وایی چې تاسی باید د۲۰۱۴ کال ورسته خلګو ته ډاډ ورکړی چې تاسی به جګړی ته لمن نه وهی، ایا دا د ملی منافعو په ضد او که په ګټه  خبره ده ؟

همداسی ښاغلی مژده د ازری لسوالی په هکله د طالب استازی څخه پوښتنه کوی او خپل ژونالیستکی تکتیک کاروی، دا د ژونالیست حق دی که ملی خیانت؟  
همداسی ښاغلی مژده په جلال اباد کی دهدیری د چاودنی په هکله چې ماشومان اوښځی پکښی ووژل سوی پوښتنه او هغه حال ورسره شریکوی اوعلت یی ځنی پوښتی.
ایا دا یو جرم دی دژورنالست لپاره که دهغه قانونی حق؟  

که جرم وی نو باید ټول جورنالیستان مجرم وګڼل سی .

په بل ځای کی ښاغلی مژده دروسی پیلوټ په هکله دطالب استازی سره د ایران غوښتنه مطرح کوی دی دخبرو یو میانځګړی دی، او باید داسی خبری وکړی ایا دی ته ملی خاین ویل کیږی؟

نو باید د دواړو غاړو استازو ته ملی خاینین وویل سی.

په بل تماس کی ښاغلی مژده د طالب استازی سره د معتصم اغاجان او اکبر بای لخوا دصلحی خبرو ته د دعوت خبر د طالب استازی سره شریکوی تر څو پوه سی چی ایا رشتیا د صلحی پروسه ده که یوازی دی تیر ایستل کیږی ځکه څو واری د صلح په نامه تیر ایستونکی غونډی جوړی سوی دی، ایا داسی د صلحی خبرو کی کډون کول د افغان ملت لپاره کوم دخوشحالی زیری راوړی اولی حکومت د اصلی هدف پرځای بی هدف اوبی کټی پروګرامونو ته لاس اچوی او دولس په سترګو کی خاوری اچوی.

او په بل ځای کی طالب استازی د فریبا احمدی د خلاصون په هکله ښاغلی مژده ته خبر ورکوی نو په دی سره ښاغلی مژده ملی خاین سو که داسی وی باید ټول ژورنالستان په ملی خاینینو کی راسی.

اوهمداسی ښاغلی مژده په اخر کی طالب استازی ته وایی چې زه اوښاغلی حاجی احمد فرید ځو مطبوعاتو ته چې د امریکا سره د تړون د زیانونو څخه ولس خبر کړو، ایا هغه څوک چې د تاریخی بدنامی څخه ولس خبره وی داسی شخص ته باید ملی خاین وویل شي اوکه ملی مبارز؟

دا معلومه خبره ده چې دښاغلی مژده سره دهغو کسانو لخوا چې د امریکا په شتون کی یی شخصی کټی موجودی دی یوه غټه پړه وسول خو ددی پرځای چې دوی ښاغلی مژده اوداسی نور مبارزین بدنام کړی خبره سرچپه سول او بیرته پردوی وروڅرخیدل ځکه ولس هرڅه وینی اواوری یی اوپوهیږی، په دی هم ولس پوهیږی چې امریکایانو ددوی سره څه وکړل، او دا تړون دڅه لپاره کوی.

زه پر هغه کسانو ږغ کوم چې داسی غیری عادلان قضاوت کوی رادی سی د تفرقی اچولو پرځای دی ملی وحدت ته کار وکړی او د هغه لپاره دی قلم ستړی کړی او که حتی ملی وحدت دامریکا شتون په هیواد کی بولی بیا دی نو خپل وخت د تاریخ په لوستلو تیر کړی، په لیکنی دی وخت نه ضایع کوی ولی چې ولس ته یی نوره هم څیره بربنډیږی اوکه په راتلونکی کی دی هم پوه سی په خپلو اشتباهګانو بیا به یی هلته ولس ونه بخښی

 

دیوازاد افغانستان په هیله

لیکوال: عبد الباقي حنفي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x