افغانستانویډیو

«مرګ پر کرزي» شعارونو د رباني پنځم تلین مراسم ګډوډ کړل – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): نن د پخواني ولسمشر او جهادي رهبر برهان الدین رباني د وژل کېدو پنځم تلین لمانځل کېدو چې د یو شمېر ګډونوالو د «مرګ پر کرزي» شعارونه ورکړل او ورسره غونډه ګډوډه شوه.

دغه مراسم نن د تلې پر نهمه د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو.

مراسم د اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په وینا پیل شول خو وروسته چې کله عبدالرب رسول سیاف خبرو ته وغوښتل شو نو د خبرو پر مهال یو ګډونوال پورته شو او «مرګ پر کرزي» شعار یې ورکړ.

د دغه شعار وروسته مراسم ګډوډ شول، کرزی سټيج ته وخوت او ويې ویل چې دا د افغانستان د دښمنانانو  دسیسې دي چې غواړي د افغانانو منځ کې نفاق رامنځته کړي.

که څه هم یو شمېر کسانو د کرزي مقابل کې شعار ورکونکي د هغوی شخصي نظر ګڼلو خو ډيری کسان بیا پر دې نظر دي چې کرزي توهین له پخوا څخه پلان شوی و.

https://youtu.be/ve4mgzo3b04

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشاهد

چي ئی قام ته توجه او فکر نه وي، چي د هسی قام سردار وی ورک دی شی نه،

کله چي خپلي قام او خپلی ژبی ته په سپکه وکتل، هغه شخص سپکیږی، ځکه دا د هغه اشخاصو په غونډه کی ګډون کوی چي هغوی د پښتون قام، د ژبی، کلتور، دښمنان او هیڅلکه هیځکله هم دوستان کیدی نشی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx