کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / پاکستان وايي یو هندی پوځي یې ژوندی نېولی، هند هم تایید کړې

پاکستان وايي یو هندی پوځي یې ژوندی نېولی، هند هم تایید کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې۹مه ۱۳۹۵ل): ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي ویلي چې پاکستاني ځواکونو د کنترول پر کرښه یو هندی پوځي ژوندی نېولی دی. د هند د کورنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی دی.

ډان نیوز د پاکستاني امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې د کنترول پر کرښه د پاکستاني پوځ پر ډزو له ۶ تر ۸ هندي پوځيان وژل شوي او یو ۲۲ کلن هندي پوځي نېول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د پاکستان لخوا د هندي پوځي د نېونې تایید کړی. دغه اژانس د هند د پوځ د یوه افسر له قوله لیکلي چې یو هندی پوځي په تېروتنه کې پاکستان لوري ته اوښتی دی.

هغه ویلي چې د پولې څخه په تېروتنه کې یوې او بلې خوا اوښتلو پېښې پخوا هم رامنځته شوي او دغه کسان بېرته خوشې  کیږي.

د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات هم منلې چې یو هندی پوځي په غلطۍ کې پاکستان لوري ته اوښتی دی او د هغه د خوشې کېدو لپاره کوښښ کوي.

هغه ویلي چې نوي ډیلي د پوځي د ژر خوشې کېدو لپاره له اسلام اباد سره خبرې کوي.

د تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان او هند تر منځ د کنترول پر کرښه یو ځل بیا تاوتریخوالي زور اخېستی دی. دغه تاوتریخوالی په کشمیر کې د هند د پوځ پر یوه پوځي اډې برید او په کشمیر کې د ازادۍ غوښتونکو پر وړاندې د هندي پوځ تشدد له کبله زیات شوی دی.

پرون هند ادعا وکړله چې د پاکستان پولې ته څېرمه یې بمبارۍ کړي دي خو پاکستان دا ادعاوې ردولې او ویل یې چې هند لخوا د دوی پر لور ډزې شوي دي چې له کبله یې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ