نظــر

قضایي مصؤنیت (قضایي واک انتقال) او د هغې عواقب

په دې ورځو کې چې مشوتې لویه جرګه د امریکایانو سره د امنیتي تړون په اړوند راغوښتل شوی ده او دکابل واټونه ټول بند او خلک یې  سخت په تکلیف کړی دي نو ما په دولس کلنه دوره کې د امریکایانو د پوځي حضور او د هغوی  کړنو ته په کتو مې وغوښتل په دې اړوند دحقوقو په چوکاټ کې یوه لنډه مقاله ولیکم.

د جاپان په شمول د هغه هیوادونو سره چې امریکې متحده ایالاتو امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي ،

دهغوی وضعې ته په کتو همدارنګه په دې تړون کې د امریکې متحده ایالاتو فرمایشاتو او افغاني لورې سوالګرو غوښتنو چې ګواکې ددې تړون څخه وروسته به امریکا د افغانستان خپلواکې او حاکمیت اعاده کوي ؛ ارزونې په اساس ویلی شم ، که دا تړون د امریکې سره لاسلیک  شي نو دافغانستان حاکمیت او خپلواکې به مو په لیکلي ډول امریکې په واک کې ورکړې وي .

په دې تړون کې د نورو ننګینو موادو سربیره تر ټولو شرمونکې او ننګینه ماده د قضایي تعقیب څخه د امریکایي پوځیانو د مصؤنیت ماده ده .متاسفانه ځینې کارپوهان یا له دې امله چې نسبت ازاد ژوند ته یې د غلامی ژوند خوښ دی، یا له دې امله چې دوه یا څو تابعیته لري او نسبت افغانستان ته د نورو هیوادونو منافعو ته ژمن دي، یا یې سر دعقل نه خالي دی خو د دیموکراسئ ډول ته ګډیدو له برکته ملي شورا ته ، دولتي مقام ته او بالاخره کارپوهی تر نامه لاندې په غیر اسلامي او غیرمنطقي دلائیلو ددې تړون پلوي کوي .یوه ډلګئ کیدای شي اسلامي او ملي مفکوره ولري خو د سکولرانو تر تاثیر لاندې راغلي او په غیر شعوري ډول ددوی سره سر خوځوي .دې ټولو خبرو ته په کتو که څه هم ریښتینې افغانان په دې تړون کې دقضایي تعقیب څخه د مصؤنیت په هکله معلومات لري خو ما  وغوښتل، ددې لپاره چې خپل مسؤلیت مې  رفع کړی وي نو د قضایي تعقیب څخه مصؤنیت او دهغې په عواقبو یو څو ټکې سره راټول او مینه والو ته یې وړاندې کوم ، هیله لرم چې لوستل به یی د ګټې څخه خالي نه وي.

قضایي مصؤنیت څه ته وایې؟ :ددې تړون د مفهوم څخه اخوا دا اصطلاح قضاتو ته د امتیازاتو تر عنوان لاندې کارول کیږي  .کله چې قضات انسلاک واخلي نو دوی ته نظام په یو څه امتیازاتو قائیلیږی چې دې

امتیازاتو ته قضایي مصؤنیت وایي  . په ملي او نړیوالو حقوقو کې ځینې نور کسان او یا ارګانونه هم شته چې مصونیتونه ورکړل شوی دي . د بیلګې په  ډول کیدای شی دیپلوماتیکې او پارلماني مصؤنیت څخه یادونه وکړو .ښه دا چې دا امتیازات  ولې ورکول کیږي دا خپل منطق لري چې دلته زموږ د بحث موضوع نده.

امریکې متحده ایالاتو د ځینې خرڅو شوو افغانانو دهغه تړونونو په اساس چې افغانستان ته د امریکایانو دراتګ په لومړیو کلنو کې ورسره د کورنو تلاشیو او افغانانو دنیولو په اړوند  لاسلیک کړی وو، غوښتل  په پټو سترګو خپل پوځیان د هر ډول جرمي اعمالو د تر سره کولو څخه وروسته مصؤن کړي خو د ویښو افغانانو د غږ د اوچتولو پر مټ یي دا اصطلاح داسي بدله کړه، چې ګواکې دوی قضایي واک انتقال غواړي نه داچې مطلق قضایي تعقیب څخه مصؤنیت.

قضایي تعقیب څخه مصؤنیت به پدې معنی وي چې کله یو څوک یو جرمي عمل ترسره کړي، د پولیسو له خو کشف او دوسیه یې د حقیقت موندلو لپاره څارنوالی ته استول کیږي .په هغه صورت کې چې د څارنوالی د تحقیقاتو په پایله کې د پړتیا قانوني دلائیل شتون ولري نو په اړونده شخص یا اشخاصو باندې د محکمې په وړاندې دعوه سوروي ، همدې دعوې سورولو ته قضایي تعقیب وایي .خو دلته د امریکایانو غوښتنه داسې نده .امریکایان غواړي چې د کشف څخه نیولی آن تر حکم صادرولو او جزا پلې کولو پورې واک د دوی سره وي.

ددې لپاره چې ګرانو لوستونکو ته موضوع ښه روښانه شوی وي نو غواړم په هغه قضایاوو کې چې کم تر کمه یو خارجې عنصر شتون ولري ، څرنګه او د کومو حقوقي اصولو له لارې ورته رسیده ګي کیږي تر څیړنې لاندې ونیسم  .په هغه قضایوو کې چې خارجي عنصر وجود ولري نو ددې لپاره چې دا ډول مجرمین د جزا څخه ونه ژغورل شي، د جزا په نړیوالو حقوقو کې ورته ځانګړې اصول منل شوی دي ، ځینې یې په ملي جزایي حقوقو په اساس او ځینې یې خالصه نړیوال جزایی قواعدو په اساس د رسیده ګئ لاندې نیول کیږي .همدې جرایمو ته چې بهرنی عنصر پکې شتون ولري نو معمولا د ټولو هیوادونو په جزایي قوانینو کې احکام شتون لري چې زموږ د ګران هیواد په جزا قانون کې هم شته .سره له دې ،  د جزا په نړیوالو حقوقو کې په هغه جرایمو کې چې بهرنی عنصر شتون ولري  واک لرونکې جزایی اصول  په پنځو ډولو ویشلې دي چې عبارت دي له:

لومړۍ او مهم یې د پولې دننه(قلمرو)کې د واک لرلو اصل دی ، دویم او دریم یې د متهم او یا مجنی علیه د تابعیت له مخې واک لرلو اصول دي، څلورم او پنځم یې دجرایمو د نوعیت له مخې د واک لرلو اصول دي.ددې اصولو توضیح او تشریح ښایې زموږ د مقالې دحوصلې څخه بهر وي خو په مختصر ډول یې مهمو او اساسي ټکو باندې یو لنډ مکس کوو.

نن جزایې سیاست په نړیواله کچه د هیوادونو دحسن نیت او متقابل احترام د تامین لپاره کوښښ کوي تر څو په هغه صورت کې چې د یو هیواد ټولنیز نظام مخطل کیږي او یا یې قوانین نقض شوی وي نو همدا پنځه اصول یې منلې ترڅو دجرم مرتکب  د جزایې عدالت څخه و نه تښتې.

په دې پنځو اصولو کې د هیوادونو د حاکمیت او خپلواکۍ د رعایت په خاطر همدارنګه دجزایي عدالت د تامین په خاطر او بالاخره د ټولنې د نظم او دمجرم سره دعادلانه برخورد په اساس، تر ټولو مهم او اصلي اصل د خاوري (قلمرو) واک لرلو اصل منل شوی دی .جرم ته د رسیدګی تر ټولو غوره ځای همغه دی چې جرمي عمل پکې تر سره شوی وي ، نو ځکه د قلمرو واک لرلو اصل تر ټولو مهم پیژندل شوی دی .خو که چیرې دهیواد څخه بیرون د یوهیواد تبعه  د جرم مرتکب ګرځي نو  د هغه جرمې عمل ته د یو لړ خاصو شرایطو په لرلو سره د مجرم متبوع هیواد رسیدګی کولی شي چې دې رسیده ګی ته شخصي واک لرلو اصل وایي.

خو که چیرې  دهیواد څخه بیرون  د هغه هیواد په تبع باندې جرم واقع شي ، یعنې مجنې علیه واقع شي نو دیو لړ شرایطو په لرلو سره مجرم ته د مجنې علیه متبوع هیواد رسیده ګي کولای شي .دې  ته د مجنی علیه د متبوع هیواد واک لرلو اصل وایي .

که چیرې داسي یو حالت وي چې مجرم او مجنې علیه نه ، بلکې دیو هیواد حیاتي او ملي ګټو په وړاندې د  دریم هیواد اتباعو له خوا جرم تر سره شي، نو دیو لړ شرایطو په اساس هغه هیواد چې ملي او حیاتي ګټو په وړاندې یې جرم ترسره شوی وي د رسیده ګی واک لرلای شي .دې واک ته واقعي واک لرلو اصل وایي.

که چیرې دا پورته موارد یو هم نه وي ، یا جرم ډیر سنګین وي ، یا مجرم  دنړیوالو جرایمو مرتکب ګرځیدلی وي، نو په هر هیواد کې چې ونیول شي هغه ورته رسیده ګی واک لرلای شي او یا نړیواله جزایي محکمه ورته رسیده ګی کوي .دې واک ته نړیوال واک لرلو اصل وایي .البته نړیوال جرایم څلور دي چې عبارت دي له :جنګي جرایم ،بشریت ضد جرایم،نسل وژنې جرایم او تعرض جرایم.

پورته یادو شوو اصولو کې یوازې یو اصل  د حسن نیت لپاره او د ځانګړو شرایطو په لرلو سره مجرم متبوع هیواد کولای شي خپل تبع د جرم د ارتکاب په صورت کی ورته رسیده ګې وکړي .ددې لپاره چې لوستونکو ته واضح شوی وي نو د شخصي واک لرلو اصل شرایط په لنډ ډول تشریح کوو تر څو پوه شو چې امریکا متحده ایالات په کوم حالت کې د خپلې تبع جرم ته د رسیده ګی واک لرلای شي.

داشرایط په لاندې ډول دي :

– ارتکابي جرایم باید مهم وي :یعنې که چیرې د یوهیواد تبع د هیواد څخه بیرون داسي جرایمو ۱ مرتکب وګرځي چې مهم نه وي نو متبوع هیواد یې ورته رسیده ګي نه کوي او بې مجازاتو پاتې کیږي، چې ځینو هیوادونو تر دریو کلنو پورې حبس مجازاتو ته مهم ویلي دي او دهغې څخه ښکته ورته مهم نه ښکاري .

ارتکابي جرم باید په دواړو هیوادونو کې جرم وي:یعني که چیرې ارتکابي جرم د اقامت په هیواد – ۲ کې جرم نه وي نو متبوع هیواد یي ورته رسیده ګی واک نه لري.

په ارتکابي جرم کې محاکمه شوی نه وي :یعني که چیرې مجرم محاکمه شوی وي نو د دویم ځل – ۳ لپاره متبوع هیواد د محاکمې واک نه لري.

دجزایي مسولیت رفع یا تبرئیه کوونکو حالاتو لاندې نه وي راغلی :یعني که چیرې په مقیم هیواد – ۴ کې د نوموړې عمل د مسولیت رفع یا تبرئیه کوونکو حالاتو تعریف لاندې راغلی وي متبوع هیواد یي د محاکمې واک نه لري.

متهم خپل هیواد ته ستون شوی وي :یعنې متبوع هیواد هغه وخت د خپلې تبعې هغه جرمي عمل ته – ۵ چې د هیواد څخه یي بیرون تر سره کړی دی د رسیده ګی واک لري چې مرتکب په خپل هیواد کې وي . خپل هیواد ته راستنیدل په څو ډوله تر سره کیږي :

استرداد :که یو خارجي تبعه  د الف په هیواد کې د جرم مرتکب و ګرځي نو د خاورې داصل په –الف اساس هیڅ امکان نه لري چې مجرم دهغه متبوع هیواد ته واستوي بلکې په مقیم هیواد کې محاکمه او مجازات کیږي .خو که چیرې نوموړې مجرم ب هیواد ته وتښتې او د مجرم متبوع هیواد د ب هیواد سره ښې اړیکي ولري همدارنګه د استرداد معاهده ولري نو بیا دهمدې معاهدې له لارې کولای شي دخپلې تبعې د استرداد غوښتنه وکړي او مجرم دهغه متبوع هیواد کې محاکمه او مجازات شي.

په ارادې ډول د متهم خپل هیواد ته ستنیدل :یعنې متهم په خپله خوښه خپل هیواد ته ستنیږي نو بیا –ب یې متبوع هیواد کولای شي په خپل هیواد کې محاکمه او مجازات کړي.

په غیر ارادې ډول د متهم خپل هیواد ته ستنیدل :دا په غیر ارادې ډول د متهم ستنیدل په دې معنی –ج ندي چې ګواکې د متهم هیواد واک لري چې په زور یا چل او یا بله وسیله باندې خپل متهم  هیواد ته را وغواړې بلکې دا په دې معنی دي ، که متهم غواړي چې دریم هیواد ته وتښتي او طیاره عوارض پیدا کوي او د متهم په متبوع هیواد کې ناسته کوي نو په دې صورت کې که د متهم متبوع هیواد نوموړې متهم نیسي نو دې ته په غیر ارادې ډول د متهم ستنیدل وایې.

دشخصي واک لرلو اصل شرایطو کې د اول جز څخه غیر چې یو څه ستونزه لري نور تول موارد یې د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په خاطر او مجرمینو ته دجزا څخه د فرار دمخنوی په خاطر او متبوع هیواد د حسن نیت او متقابل احترام په منظور د جزا په نړیوالو حقوقو کې منل شوي دي.

خو که چیرې په امنیتي تړون کې د امریکې متحده ایالاتو له خوا دقضایې تعقیب څخه د مصؤنیت غوښتلو موضوع ته ځیر شو نو څرګنډیږي چې امریکا مخکې د مخکې دلته په افغانستان کې د جرایمو د ارتکاب قصد لري او دبلې خوا قضایې تعقیب څخه مصؤنیت یې د ښه نیت نه ، بلکې بد نیت ښکارندویي کوي .همدارنګه  د امریکې دا غوښتنه د جزا  نړیوالو حقوقو پورتنیو اصولو خلاف په اړو هیوادونو د هغوی دحاکمیت او خپلواکۍ د پښو لاندې کولو په منظور ، تحمیلیږي او تحمیل شوی دي .

په نړیوالو قواعدو کې د متقابل احترام پرځای کولو مواردو په پام کې نیولو سره د ځینې مصؤنیتونو څخه آخوا ، که دامریکې په شمول بل هر هیواد ته ،  مشورتي لویه جرګه ، ولسمشر ، ملي شورا او یا بل هر

ارګان  قضایي تعقیب څخه مصؤنیت ورکوي نو سربیره پر دې چې دهیواد خپلواکې او حاکمیت تر پښو لاندې کیږي او اساسي قانون په مکمل ډول تر پښو لاندې کیږي ، امریکایان بیا په خلاص لاس او خپل سر ټول هغه جرمي اعمال تر سره کوي چې هغوی یې پلان لري .د یوې خوا ځینې یې ددې لپاره چې د جګړې دمیدان څخه تیښته وکړي داسې جرایم به ترسره کوي چې خپل هیواد ته ستانه شي او دا معلومه خبره ده چې هیڅوک خپل هغه اتباع چې د هغه هیواد دمنافعو لپاره په نورو هیوادونو کې جنګیږي، نه محاکمه کوي .په استثنایي مواردو کې ددې لپاره چې د نړیوالو پام واړوي شاید په تمثیلې ډول یو څه وکړي خو په هیڅ صورت د عدالت د تامین په اندازه هغوی ته جزا نه ورکول کیږي.

بله مهمه خبره داده چې د عقیدې ، حقوقي سیستم،کلتور او ټولنیزو آړتیاوو  د تفاوت له حیثه ډیر داسې موارد شته چې د افغانستان او امریکې تر منځ د جزایي قوانینو تعارض منځته راوړي .دبیلګې په ډول اداري توقیف د امریکې په قوانینو کې منل شوی دی او اداري توقیف ددوی نظامیان هغه چا ته ورکوي چې دوی ته خطرناک په نظر ورشي، حال داچې هر ریښتینې مسلمان دوی ته خطرناک ښکاري او زموږ په ګران هیواد کې دمزبزبو مسلمانانو په نسبت ریښتینې مسلمانان قاطع اکثریت دي ، نو دوی به هر افغان چې دوی ته خطرناک ښکاره شي بدون له دې چې کوم جرم یې تر سره کړی وي نیسي او تر هغه وخته پورې به یې ساتي چې ددوی خوښه وي .ژوندئ بیلګه یې په بګرام زندان کې زرګونه افغانان دي چې دهیواد دنافذه قوانینو خلاف دزندان میلو تر شا پراته دي.

یا په ودونو ، جنازو، تورسرو،ماشومانو قصدا بمبار کوي  .یا دوی په عام محضرکې د زنا شنیع فعل ترسره کوي او استدلال کوي چې زموږ په قوانینو کې جرم ندی، ددې عواقب به زموږ ملت ته څه وي.یا په خپل سر کورونو ته ننوځی، تلاشي کوي او داسې نور..

یا دښځو تلاشي کول، په عامه لارو کې بربنډ ګرځیدل،په عامه لارو او عام محضر کې د حاجت رفع کول، دترافیکو بندول او داسي نورډیر کارونه چې زموږ په ګران هیواد کې حساسیتونه راپاروي او دوی ته عادي  کار ښکاري خو زموږ د ځینو غولیدلو، یا خرڅ شوو، یا فطرتی مریانو، یا بې دینو،یاناپوهانو ورته پام ندی او په پټو سترګو دامنیتي تړون لاسلیک ته لیواله دي .لوی الله ج دې ټولو مسلمانانو ته هدایت وکړي.

وماعلینا الالبلاغ
۲۸/۸/۱۳۹۲

لیکوال : م. ب. حقیار اسحق زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x